کور / سياسي / دلوی قذافي لوي کارونه

دلوی قذافي لوي کارونه

دلوېديځ هغه اروا وږو لښکرو چې يوازي يې دليبيا سترو زېرمو ته سترګي نيولي وې. د ليبيا د ارواښاد ستر مشر معمر قذافي سره په دې ډول چلند چې ګواکي دی د ليبيايانو له خوا ووژل سو. خپله منافقه څېره بيا په ډاګه کړه. دلوېديځ رسنۍ دمعمر قذافي هغه محدوده مخالفين چې هر سياسي مشر يې په خپله هيواد لري ښکاره کوي خو هغه هيڅکله هم دليبيا اکثريت نه دي چې نن ددې ستر غم پر ټغر ناست دي.


د افريقا په اکثرو هيوادونو کې ولسونه ددې ستر  سړي پر مرګ وير  کوي. دغه سړي د افريقايي خوارو ولسونو سره پرېمانه مرستي کړي وي او کولې يې. ديوګانډا يو خبري اژانس وايي چې تر دېرش زره زيات کسان دمعمرقذافي دمرګ په وير راټول سول.


زه  دلته غواړم هغه  کارونه ياد کړم  چې دمعمر قذافي  حکومت يوازي دليبيايانو دپاره کړي دي.


لومړی: دليبيا دټولو ليبيايانو  دپاره برېښنا وړيا وه.


دويم: په ليبيا کې بانکونه  ټول سرکاري دي اودبانک  څخه دپورونو اخيسته سود نه لري.


دريم: په ليبيا کې دکور يا سرای درلودل د  انسان حق بلل کېده. ستر مشر معمر قذافي  لوړه کړې وه.


چې  زما مور اوپلار به ترهغه وخته پوري کور ونه لري  ترڅو چې دليبيا هراوسېدونکي  د کور څښتن نه سي. دقذافي پلار په داسي وخت کې مړ سو چې کور  يې نه درلود او په خېمه کې يې ژوند کاوه.


معمر  قذافي سره دخپلي  مېرمني او مور سره  تر اوسه  پوري په خېمه کې ژوند کاوه.


څلورم: په ليبيا کې هرزلمی او نجلۍ چې واده کړی  وای دليبيا حکومت  شپېته زره ديناره ورکول چې د امريکا پينځوس زره ډالر کيږي او دا مرسته يې دکور داخيستلو دپاره ورسره  کوله.


پينځم: معمر قذافي په ليبيا  کې خپل ولس ته ښوونه  او روزنه او درملنه وړيا برابره کړې وه. دمعمر قذافي تر واکمنۍ دمخه په ليبيا  کې د ليک لوست کچه  په سلو کې ۲۵٪ وه خو معمر قذافي چې په ليبيا کې انقلاب راوست اوس په ليبيا  کې دليک لوست کچه  په سلو کې ۸۳٪ ته  را رسولې ده. ديوې بلي سرچينې له مخي اوسنۍ دليک لوست کچه تردې هم ډېره لوړه ده.


شپږم: که دليبيا يو اوسېدونکي  غوښتلای چې دکرهڼي کار پيل کړي  نو سرکار دغه توکي ټول وړيا ورکول.


لکه دکرني مځکه،دکرني دمځکي دپاره يو سرای، دکرني تخمونه،  دکرني سامانونه او همدارنګه سرکار وړيا څاروي ورکول.


اووم: که چيري دليبيا يو اوسېدونکي  په ليبيا کې د نوري زده کړي او يا د  درملني داسي اسانتياو ته اړتيا درلودای  چې په ليبيا کې نه ميندل کېده بهر  ته د استولو دپاره  دستر معمر قذافي حکومت  يې دټولو اړتياو لګښت ورکاوه پردې سربېره يې په بهر کې د  اوسېدو لپاره ۲۳۰۰ درويشت سوه امريکايي ډالرهره مياشت  ورکول اوهم يې په بهر کې دموټراود تګ او راتګ لګښت ورکاوه.


اتم: که چيري يو ليبيايي  غوښتلای چې موټر واخلي  نو سرکار يې په قيمت کې په سلوکې پينځوس ياني سم نيمی دموټر  قيمت سبسيډي يا ارزانه ورکاوه.


نهم: په ليبيا کې پيټرول لېټر  په صفر عشاريه څوارلس ډالره وه.


لسم: ليبيا دهيڅ هيواد پوره وړې نه ده خو ددغه هيواد ۱۵۰٪ ميليارده ډالره دلوېديځ زورور ځواکونو په زور را وګرځولې.


يولسم: که زده کوونکی له پوهنتونه فارغ سوی  وای او دخپل مسلک دنده يې نه سوای ميندلای  دمعمر قذافي حکومت  دهغه دمسلک سره  برابره تنخوا ترهغه  وخته ورکوله چې دغه  مسلکي خپل کار  ميندلای.چې  دا په خپله دکار ضمانت  و.


دوولسم: دليبيا دتېلو دپلورلو  يوه اندازه پيسې دليبيا دخلکو بانکي حسابونوته  تللې. مانا دا چې پرټولو ليبيايانو وېشل کېدلې.


ديارلسم: که ديوې مېرمني اولاد  زوکېدلی وای نودمعمرقذافي حکومت دغه ښځي  ته ۵۰۰۰ ډالر ورکول.


څوارلسم: په ليبيا کې د  څلوېښتو ډوډيو  ارزښت  صفر عشاريه پينځلس ډالره کېده.


پينځلسم: په ليبيا کې په سلو  کې ۲۵٪ کسان دپوهنتون بريليکونه لري.


سترمعمر قذافي دلیبيا لويو دښتونو ته د اوبو رسولو دنړۍ ترټولو لويه پروژه جوړه کړه  چې دمعمر قذافي  حکومت ۲۷ ميليارده ډالر پر ولګول.  يو شمېر دا پروژه ګردسره دنړۍ دعجايبو څخه بولي.


دلوېديځ رسنۍ دا هم ډنګوي  چې هغه مسلمان نه و. خو دده په پيسو چې څومره مسجدونه  جوړ سوي او ده د  رابطه عالمي اسلامي سره څونه مرستي  کړي دي. هغه لمر په دوو ګوتو نه پټيږي.


دا  چې ستر معمر قذافي  او دده سترو زامنو  د مسلمانانو دښېګڼي دپاره په نورو کومو برخو کې کارونه کول


اوس يې شايد ديادولو وخت  نه وي.


دمعمر قذافي دحکومت په مرسته  څوکاله دمخه په افغانستان کې هم کارونه کېدل خو له بده مرغه چې زه يې جزيات نه لرم. خو دفترونه مي يې دکندهار  په نوي ښار کې ليدلي  دي چې پر لوحو يې دليبيا دحکومت مرسته ليکلې  وه.


که  هر افغان د افغانستان  په کچه په دې باره کې مالومات ولري هيله ده چې يوڅه پر وليکي.


اروا  دي يې ښاده وي.


پرجهان  دتوريالو دي دا دوه  کاره
يا  به وخوري ککرۍ يا به کامران سي.