ويښو ځوانانو د خان شهيدڅلوېښتم تلين ولمانځه

مختار احمد احسان | دسمبر 13th, 2011


د ويښ ځوانانو غورځنګ د افغان مشر خان شهيد (عبدالصمد خان) څلوېښتم تلين د ليندۍ په ۱۸مه، د يوې پرتمينې غونډې په تر سره کولو ونمانځه.


 غونډې ته د هيواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه مشران او ځوانان او د ويښ ځوانانو غورځنګ غړي راغلي وو.


په ياده غونډه کې د سلګونو ځوانانو تر څنګ د کابل پوهنتون استادانو او د ولسي جرګې يو شمېر غړيو هم ګډون کړي وو.


غونډه د ويښ ځوانانو غورځنګ د مشر اسرار احمد خان په پرانيستې وينا پيل شوه.


نوموړي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه، چې د داډول غونډو په تر سره کېدو سره به مو ځوانانو ته د نيکونو د سرښندنې او مبارزو درس ورکړی وي


نوموړي ووويل: که چېرته د خپلو نيکونو پر لاره روان شو، نو په اسانۍ سره به وتوانېږو چې د لوی افغانستان د ستونزو د حل لارې پيدا کړو.


نوموړي د خان شهيد يادونه وکړه او هغه يې د افغان ملت يوه نه هېرېدونکې څېره وبلله.


اسرار احمد خان د خان شهيد هڅې د افغانانو د پرمختګ په برخه کې روښانې وبللې او زياته يې کړه، چې  نوموړي په ډېرو حساسو شېبو کې هم د افغان د پرمختګ غږ پورته کړی دی.


نوموړي د لر اوبر افغان د يو ځای کېدو په برخه کې د خان شهيد پر هڅو رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې خان بابا د لوي افغانستان په کچه فکر درلود او د مبارزو حدود يې هم د لوی افغانستان په چوکاټ کې وو. هغه وويل خان شهيد د ډيورنډ د تورې کرښې د له منځه وړو لپاره نه هېرېدونکې هڅې کړي او تل يې د تپل شوې کرښې د دواړو خواوو پرتو قامونو د يو ځای کېدو نارې وهلي دي.



ورپسې د غونډې ګډونوال پښتون مشر او استاد پوهندوی محمد اسمعيل يون هم ګډونوالو ته خپله وينا واوروله:



استاد يون د خان شهد(عبدالصمد خان) په ۳۴ کلن بند او تکليفونو رڼا خبرې وکړې. هغه زياته کړه، چې خان شهيد د بند تر څنګ ډېر تکليفونه تحمل کړل، خو له خپلې سپېڅلې مبارزې، چې د پښتون افغان ازادي او پرمختګ وو، لاس په سر نشو.


نوموړي د خان شهيد د مبارزې په دې ځانګړتيا چې هغه لومړی د پښتون افغان ازادي او بيا د دوی پرمختګ غوښته، مهمې خبرې وکړې.


استاد يون زياته کړه، چې عبدالصمد خان لومړی د پښتنو ازادي او ورپسې د دوي د پرمختګ ډېر لېواله وو.


هغه د پښتنو د پرمختګ لپاره زده کړې او تعليم تر ټولو مهم شرط باله او په مورنۍ ژبه د زده کړو ترسره کول يې د خان بابا ارمان ته د رسيدو يواځينۍ لار وبلله.




همدا راز په غونډه کې د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مشر استاد عبدالغفور ليوال هم ګډون کړی وو.


هغه هم په خپلو خبرو کې د خان شهيد پر ژوند او اند رڼا واچوله او د خان شهيد او باچاخان مبارزې يې په سيمه کې د پښتنو د ازادي او پرمختګ په برخه کې مهمې او ګټورې وبللې.


استاد ليوال زياته کړه، چې خان شهيد او باچاخان نړۍ ته د معقولې او فکرمندې مبارزې لار ور وښوده. او په دې برخه کې بېله لار لري



هغه زياته کړه، چې خان شهيد د نړيوالو تر څنګ خپله پښتنو ته هم د معقوليت او مفکوروي مبارزو لار پرانيسته.


استاد ليوال په ځوانانو غږ وکړ، چې هدف ته د رسيدو لپاره د خان شهيد او باچاخان لارې تقيب کړي.
د کابل پوهنتون استاد نسيم ګل توتاخيل هم ګډونوالو ته وينا واوروله: نوموړي د خان شهيد هڅې د پښتنو د يووالي او ويښتابه لپاره ګټورې وبللې، زياته يې کړه، چې د دا ډول نمانځغونډو په ترسره کيدو به د خپلو مشرانو د نمانځنې د حق د ادا کولو تر څنګ به مو اوسنيو ځوانانو ته د دوی اصلي څېرې ور پېژندلې وي.



همداراز خيبر افغان، غونډې ته د ويښ ځوانانو د شمال زون استازي ذبيح الله احساس ليکنه واوروله.




ليکنه د ويښ ځوانانو پر غورځنګ او ملي وياړونو باندې څرخېده، چې په يوه برخه کې يې راغلي و: ((ويښ ځوانان؛ د يو څنګ ته شوي فكر د بيا ژوندي كېدو په لټه كې له نن څخه څو كاله مخكې د سياسي غورځنګ په توګه راپورته شول. هغه فكر، چې د خوشال بابا او مېرويس نيكه په فكرونو كې يې غځونې وكړې او احمد شاه بابا يې حقيقي تصوير د نړۍ پر هينداره څرګند كړ.


له امو تر اټكه د يو افغان خاوره او يو خلك. )).


په ليکنه کې د ويښ ځوانانوغورځنګ په فعاليتونو رڼا اچول شوې وه. ((ويښ ځوانانو درك كړه، چې دغه لرې والى د لوى افغانستان او د يو افغان د فكر د پاللو پر وړاندې يو خنډ دى؛ نو پر وړاندې يې بې درېغه مبارزه پيل كړه.د ۲۰۰۸ كال په اوږدو كې يې د هېواد په بېلا بېلو څنډو كې د ملي ترمنالوژي چې په هېواد كې د ټولو ژبو د پيوند نوم وركولى شو، د ننګې په موخه لاريون وكړ او له دولت څخه يې وغوښتل، چې د ملي ترمنالوژي د ساتنې په موخه جدي هڅې وكړي.



 همداراز د همدې كال په اوږدو كې ويښ ځوانانو له افغان كلتوري ټولنو جرګې سره په ګډه پر مورنۍ ژبه د زده كړو د لړۍ د پيل په موخه هڅې وكړې، چې تر ډېر دغو چارو ښې پايلې درلودې.


له ټولو ستره بېلګه يې د افغان په رنګ د ټولې نړۍ د سولې په موخه د فخرافغان باچان خان سوله ايزه مبارزه ده.


په همدې موخه ويښ ځوانانو وپتيله، چې د افغان وياړونو د نمانځنې په ترڅ كې د ۲۰۰۸ كال د سپتيمبر ۲۱ په دې موخه د سولې په نامه ونمانځي، چې افغانان سوله پال دي او سوله غواړي.



په همدې ورځ يې د هېواد او له هېواده بهر د سترو لاريونونو له لارې دوه نارې پورته كړې، چې افغان وژنې ته دې د پاي ټکي کېښود شي او ۲۰۱۰ کال دې د خان باچاخان په نوم ونومول شي)).



د خان شهيد په وياړ جوړې شوې غونډې ته يو شمېر پيغامونه هم راغلي وو.


پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په رالېږل شوي پيغام کې د ويښ ځوانانو دا کار ستايلی او ويلي يې دي، چې دا ډول غونډې د پښتنو د يووالي لامل ګرځي.


همدا رنګه په شمال کې د ويښ ځوانانو څانګې په خپل رالېږل شوي پيغام کې له ويښ ځوانانو سره په خپلې ژمنتيا ټينګار کړي وو.



ټولو ويناوالو د خان شهيد مفکوره د ننني افغان د ژوند ښه کېدا او د افغانانو د ازادۍ او پرمختګ يواځينۍ لار وبلله.



په پای کې ويښ ځوانانو هوډ څرګند کړ، چې د خان شهيد په څېر هر افغان چې د دې ولس د ازادۍ او سوکالۍ لپاره يې مبارزه کړې وي، نمانځي به يې.


خان شهيد(عبدالصمد خان) د لوی افغانستان په جنوبي  پښتونخوا(کوټه) کې زېږېدلی او خپله مبارزه يې له همدغه ځايه پيل کړې ده.


خان شهيد د باچاخان تر څنګ هغه ستر مشر وو، چې د مبارزې محوري برخه يې د لوی افغانستان مسله وه. هغه نه يوازې د پښتنو ازادي غوښتله، ورسره يې د پښتنو د پرمختګ لپاره هم هڅې کړي دي.


خان شهيد د سياسي مبارزې تر څنګ يو اديب هم وو، هغه په مورنۍ ژبه د زده کړو د عامولو لپاره هم ډېرې هلې ځلې کړي دي.


له اوږدې مبارزې او ۳۴ کلن بند وروسته خان شهيد د دسمبر پر دويمه ۱۹۷۳ م کال له نړۍ څخه سترګې پټې کړې



د لوی افغانستان په هيله


Copyright Larawbar 2007-2024