کور / راپور / لغمان:دسرې مياشتي لخوا درضاکارانو دورځي لمانځنه

لغمان:دسرې مياشتي لخوا درضاکارانو دورځي لمانځنه


   هغه غونډه چې په همدې موخه د لغمان د سرې مياشتې په انګړ کې د ۱۳۹۰ کال د ليندۍ د مياشتې په ۱۳ مه نېټه جوړه شوې وه د کلام الله مجيد د څو مبارکو ايتونو ترتلاوت وروسته الحاج ډاکټر عبدالغفار رسولي د لغمان د سرې مياشتې رييس مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د نړېوال فدرېشن اونړېوال سره صليب څخه مننه وکړه چې د رضاکارانو په تربيه او وياړلو کې يې ورسره مرسته کړې.


ورپسې الحاج محمد اقبال سعيد د ختيځې حوزې د همغږئ رييس په ټولنه کې د رضاکارانو په رول  په تفصيلي توګه خبرې وکړې او هم يې د غړېتوب په سېستم کې ټولو رضاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړه او ددوی رول يې پکې مهم و ارزوو.
بيا  الحاج محمد شيرين د لغمان ولايت د مقام د اداري او مالي  رييس د مقام په نماينده ګي  خبرې وکړې، رضاکارانو ته يې د مبارکي ترڅنګ ددوي بشردوستانه فعاليتونه وستايل، ورپسې  د لغمان د عالمانو د شورا  او د عدليې  رييس مولوي عبيدالله الکوزي هم په خپل وار رضاکارانو ته مبارکي ورکړه او ددوي ستاينه يې وکړه چې خپل فعاليتونه يې په علمي،.ټولنيز او فرهنګي ډګر کې د سرې مياشتې د اووه ګونو اصولو په چوکاټ کې ترسره کړي، نوموړي له سره صليب او فدرېشن څخه وغوښتل چې د رضاکارئ د روحي په تقويه کولو او رضاکارانو ته دې پوره پاملرنه وکړي ترڅو سره مياشت تردې هم ښې لاسته راړونې ولري، د غونډې د لاښکلا لپاره د ځوانو رضاکارانو د کلوپ د ترانې ټيم نوبت واخست او د لغمان دسرې مياشتې د اداري او مالي عمومي  مدير الحاج عبدالرحيم روان جوړه کړې  ترانه يې په خوږو اوازونو زمزمه کړه چې د غونډې برخوالو له لوري په چکچکو بدرګه شوه. شاعر او ويونکي يې دواړه وستايل، تردې وروسته د لاتري ټيکټونو پروګرام پيل شول چې يو تن خوش چانس ته پکې جايزه را ووتله، بيا د لمړنيو مرستو د رضاکارانو له لوري تمثيلي پارچه وړاندې شوه، په اخر کې د ځوانو رضاکارانو د کلوپ په اتو تنو ښوونکو تقديرنامې ووېشل شوې او غونډه ددعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.