کور / تازه خبرونه / د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې وزارت کندهارته پاملرنه نه کوي

د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې وزارت کندهارته پاملرنه نه کوي

د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزارت چارواکي لکه چي ښايي هغومره پاملرنه کندهار ته نه ده کړې او په دې برخه کي تر ډېره حده بې تفاوته پاته سوي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزرات معين محمد ابراهيم اظهر نن کندهار ولايت ته سفر وکړى او لومړى يې د کندهار والي سره د هغه دکار په دفتر کي وکتل او د نشه يي توکو څخه د پاک کندهار پر لرلو خبري وسوې.
ددې ليدني پرمهال کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزارت ګرم کړ چي ګواکي څنګه چي ښايي دې وزارت د کندهار سره کار او همکاري نه ده کړې او په دې برخه کي تر ډېره بي تفاوته پاته سوي دي.
والي زياته کړه چي په کندهار کي تېر کال تر ټاکلي شمېر زيات ٦٥٠٠ جريبه مځکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه سوه خوڅومره چي هيلي وې او څومره چي ژمني سوې کار صورت ونه نيوى.
له دې وروسته د کندهار په منډيګک ماڼۍ کي هم د نشه يي توکو د کرکيلي پر وړاندي په جوړه سوي غونډه کي د کندهار ولسوالانو هم ورته ګيله لرل او په وينا يې چي څومره چي اړتيا سته د وزارت لخوا کار نه دى سوى.

دې غونډي ته کندهار والي وويل چي دنشه يې توکوپه وړاندي دمبارزې وزارت ورسره دګڼو مرسته ژمنه کړېده،چي دغه پروسه بايد ژر ترسره سي، ځکه ده په وينا دوى په پلان کي لري ټول هغه کښتونه چي کوکنار پکښي کرل سوي وي له منځه يوسي.
دکندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په خپلو خبرو کي وويل،چي دسږني کال دکمپاين لپاره يې پوره چمتوالي نيولى او زياته يې کړه،چي دقانون څخه سرغړونکو ته به سخته سزا ورکړي.
دنشه يې توکو په وړاندي دمبارزې وزارت مرستيال محمدابراهيم اظهر يوځل بياپه کندهار کي دنورو مرستو ژمنه تازه او زياته کړه،چي تېرکال دکندهارلپاره دلاسته راوړنو کال و.
هغه زياته کړه،چي دکندهار دکروندګرو لپاره يې دفوډ زون دپروسې دپيل لپاره کار کړي او ډېرژر به دلته فعاليت پيل کړي