کور / تازه خبرونه / کندهار : چاودني ۳ تنه ژوبل كړل

کندهار : چاودني ۳ تنه ژوبل كړل

نن سهار شاوخوا ۹ بجې د كندهار ښار د نهمي ناحيې په اړونده سيمه لويه واله كي چاودنه وسوه چي په پايله كي يې دررې تنه ولسي وګړي ژوبل سول . چاودنه د يوه موټر سيكل په وسيله چي د چاودېدونكو توكو څخه بار ؤ رامنځ ته سوې .


د پېښي په اړه د كندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه خبرپاڼه رالېږل سوې او پكښي دا كار د وسله والو بلل سوى .


خبرپاڼه ليكي چي ژوبل كسان ميروېس روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي . په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .