کور / شعر / جـــــــــنـګ

جـــــــــنـګ

جـــــــــنـګ
ټوله ګورو چي په جنګ کښي  ـــــــــــ     زموږ ولس په اور سـوځیـږي
سوله ځغـلي زموږ د میـــــــني ـــــــــــ    جنګ موکورپه کور جـوړیـږي
خپــــلي ګــــــټي معـــــتبـري   ـــــــــــ     د وطن تـــرمـــــور تیـریــږي
جنـګ د ژونـد یووسیـله شــول ـــــــــــ    زورور   پـه زور چـــــــلـيږي
د ا د جنګ پیغـــام د چا د ی
خوند یې تریخ تر زهرو بیا دی
جنګه تـه څـومره ظا لـــم یې  ـــــــــــ ولسونه ټـــــول تباه شول
تپــــل شوئ پر عا لـــــم یې   ـــــــــــ لوی کورونه پو پناه شول
تــــــه د چـــا په ا را د ه یې   ــــــــــــ هـــغه چا لره ور درومه
ته به هــــم یې ستړی شوی    ـــــــــــ زه هــم سولي ته ورځمه
رنــګ دي ورک شــه رانـــه تیر شه
نـــه دي ګــــــورم رانـــه هیـــــر شه
خپل مرګی درسره بــــوزه    ــــــــــــ موږ بیزاره شوو لــــه ده نه
پرهــــرونه بیخي ډیرشوه     ـــــــــــــ هــره ورځ یې زه ګنــــډ مه
جنګه ځه پــه مخ دي ښــه سه  ــــــــــ موږ بې تا نه هــــم راضي یو
لـــږ مــو پریږده پر ارامــــه   ـــــــــــ  بیخي ډ یــــر ټــپي ټــــپي یو
تـــه پر مـــوږیې بـل تپـــــلی
تــــــه پـــرمــــا بــل مښـلولی
ستا په غيږ کي تبـــــــاهي ده ـــــــــــــ کـــــور په کور سرګرداني ده
زموږ دي هرڅه لولپه کــړل ــــــــــــــ سپین سترګي او بې شرمي ده
کله لـــوېږې د خــــــــروشه ـــــــــــــــ پر ولـــــس مي بیغــــوري د ه
په غضب دخـداي اخته شي ــــــــــــــــ پيــــرزوینـــــه دي وحشي د ه
اور دي واخلي ستا نیتونه
ا ما نزی ښیرا کـــــــوینه

ناروي۱۲ اکټوبر۲۰۱۱