کور / کره کتنه / خر یې پستاوه چې لکۍ ته یې را ورساوه ویل مرداردی

خر یې پستاوه چې لکۍ ته یې را ورساوه ویل مرداردی

فکر به دې کاوه ، چې دا دی ولسمشر ، څومره ښې او منظمې خبرې کوي ،ویاړ به دې پرې وکړ،خو یو دم یې له خولې داسي خبره راووته ، چې زړه دې کیده تلویزیون په ګيلاس وولي  اوپرکړو یاړونوبیرته پښیمانه شې .


خدای نخواسته که امریکا پرپاکستان برید وکړي ، زه (موږ) به دورور هیواد پاکستان سره دریږو !!!


امریکا ولې پرپاکستان برید کوي ؟


دا لس کاله څه ،چې دا شل کاله کیږي ته (کرزی) او ملګري دې همدا نارې وهې ، ترهګرې دافغانستان له پولوهغه خواته ده ،څو وارې دې ګیله کړې ،چې ولې امریکا اصلي ځای چیرته ، چې وسله وال دي نه په نښه کوي ؟


خو نن ،چې ستا دخبرو مطابق عمل یا کیږي یا نه کیږي ،خو په اصلي ستونزه خلک پوه شوي ، ته بیا نورې خبرې شروع کړې .


هغه بله ورځ دې له هند سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ ، نن بیا وایې که هند پرپاکستان برید وکړي (هم اپني پاکستاني بهایو کی سات هونګی ) واوا ، یاره داسي سیاست خو مو نه واله که اوریدلی او نه هم لیدلی وي .


دکونړ خلکو ته خو ورنغلې ! احوال یې دې وانخست خو په وړاندي یې دا خبري هم کوې چې درسنیو رپوټونه غلط دي ! او دپاکستان سره دریږم ، چې پرکونړ نور توغندې هم راوولي .


یاره دپاکستان پنجابي د دال  خورو دخندا دې کړو ، هغوی دې په خبرو خاندي او دافغانانو ویاړلې نوم ته سپکاوی کوي.


مولانا بجلې ګهر، چې دی هم دجمعیت علماء اسلام (دمولانافضل الرحمن ) دګوند غړی وو، هغه مهال مولانا فضل الرحمن ته یوه خبره کړې وه ، چې فضل الرحمن په ټاکنو کې دبې نظیربوټو ملاتړ وکړ.


کوټی مې غټاوه غټاوه ،چې لوی شوو په خرې پسې لاړ .

تبصره نسته

  1. پدی ورځو کی دا خبري زياتی ګرمی شويدی چه ګواکی کرزي صاحب و جيو تي وي ته ويلی دی چه که امريکا پر پاکستان بريد وکړی نو موږ به د پاکستان پر طرف و لاړ يو. دا يو داسي بي فکره خبره او احساس را پارونکی اعلان دي چه فقط د هغه کسانو له خولی وتلای شی چه د خپل وطن او قوم سره مينه ونلری او يا یی د تفکر اندازه هغه ځای ته رسیدلی وی چه ځای یی دارالمجانين وی . زه فکر نه کوم چه داسی يو افغان به پیدا شی چه پاکستان ته ورور ووایی او يا يو پاکستانی ته اصلاً د انسانيت درجه وکړی . اوکه بيا هم داسی يو څوک خپل شخصيت او د پښتنو حرمت هير کړی او يو داسی اظهار وکړی چه ګواکی پاکستانيان زموږ ورونه دی نو دهغه په نوم به نه يواځی افغانان شرميږی بلکه هغه تورمخی پنجابيان به هم پر خاندی . هغه متل دی چه وای : بازی ، بازی اما نه به ريش بابا . نوکرز ي صاحب که داسی خبره کړی وی نه یواځی خپله بی کفایتی څرګنده وی بلکه د پوپلزو ، د کندهار ، دافغانستان او د ټولو پښتنو نوم يی په ټوله دنيا کی په بده توګه ورڅرګند کړ . دا ډير د شرم ځای دئ . خدای دی زموږ وطن ته له داسی خلکو نه نجات ورکړی . افغانستان به هله ارام شی چه دا پاکستانی آفت د دنيا له نقشی نه محوه شی . د ډيورنډ کرښه له منځه ولاړه شی پنجاب په هندوستان ګد شی او د پښتنو منطقی په افغانستان . زه خو پر زيارتونو ګرځم او دعاوی کوم چه دا آرزو می له سره شی . ځکه دا کار غير له زیارتو نه تر سره کيږی . بيا هم يو متل را ياد شوچه واي : مشر چه قمبر وی اختر به مازديګر وی . احمدالله رحمانی له جرمنی نه