کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په کندهار پوهنتون کي ستونزي

په کندهار پوهنتون کي ستونزي

دکندهار پوهنتون پس منظر:
کله ناکله دکندهار پوهتنون په اړه محصلین سرټکوي او وايي چي په دې پوهنتون کي ډېري ستونزي سته اوخیانتونه ورسره کیږي خو کله چي بیا جورنالستان خپل راپور جوړوي نو هغه ډېري عامي ستونزي لکه دبرق، اوبواومسلکي استادانو نه شتون یې څېړلي وي اوخپله وظیفه یې په همدې سره پای ته رسولې وي.ددغوورونو نیمګړو لیکنواوراپورونو زه دې ته مجبور کړم چي دسرپه سودا سره خپله ایماني، وجداني، افغاني اودیوکندهاري په صفت دنده سرته ورسوم. په لیکنه کي مي دقران اعظیم الشان هغه ایات په نظرکي نیولی دﺉ چي: [ولقد کرمنا بنی ادم]


انسان اشرف المخلوقات دﺉ اوهغه ته باید دعزت اواحترام په سترګه وکتل سي ځکه چي الله پاک همدا عزت ورکړی دﺉ اوملایکوورته سجده کړې ده خو دانوپه دې ډول باید تعبیر نه سي چي انسان چي هرڅه کوي اوپرهره غیر مستقیمه لاره روان وي، نو ده ته به څوک څه نه وايي.


البته داهم یادوني وړبولم چي زه نه جورنالست یم اونه دکومي رسنۍ سره کارکوم اونه مي تراوسه کړﺉ دﺉ اونه دکندهار پوهنتون محصل یم بلکي دالیکنه مي یوازي اویوازي دخپل احساس له مخي کړې ده، که چیري- خدای مه کړه- دالیکنه ما دیوچا په ګټه اودبل په تاوان کړې وي اویا دشخصي اغراضو اویادیوڅه امتیازدترلاسه کولو په خاطر مي کړې وي نو دخدای پاک قهر، عذاب اولعنت دي پرما وي!!! خو څرنګه چي مي داصلاح اوسمون په خاطرکړې ده او دخپل وطن او ولس سره مي دمیني اوزړه سوي په خاطر کړې ده نو هیله ده چي لومړی یې دلروبراداره ولولي اوبیا یې راته نشراوولسمشر کرزی صاحب اودکندهار ولایت مقام اوددې ولایت دپوهنتون چارواکي یې راسره ومني اودیو عاجل مثبت تغیر له پاره یې باید عملي ګامونه واخلي.


موضوع دلوړو زده کړو وزارت د ویب پاڼي څخه راشروع کوو چي دکندهارپوهنتون په اړه یې داسي لیکلي دي:


This (Kandahar) University was established with only Agriculture faculty; in 1993 the faculty of Medical was included. This University now has 4 faculties; Agriculture, Medical, Engineering and Education, with 1587 students. 1509 male and 78 of them are female students. There are 83 professors that 82 of them are male and a female professor.


زه نه پوهېږم چي دلوړو زده کړو وزارت پروفیسور(پوهاند) چا ته وايي، که دکندهار په پوهنتون کي دنورو استادانوبرسېره ۸۳ پروفیسوران وي نو ۸۳ چي پر شپږو پوهنځیو تقسیم کړې(دلوړو زده کړووزارت څلور پوهنځۍ تایدوي، نه پوهېږم چي دوې پوهنځۍ یې هیري دي او که یې نه دي منظور کړي) نوهري پو هنځۍ ته ۱۳.۸ پروفیسوران رسیږي.دلته لیدل کیږي چي وزارت یا خویې په لوی لاس ډرۍ راباندي وهلي دي یا دتبلیغاتو څخه کار اخیستی چي ډونرانوته دادرواغ ورورسوي چي په کندهار پوهنتون کي څه ستونزه نه سته څودکندهار ولایت پوهنتون ته تخصیص سوې بودجه نورو ولایتونو ته انتقال کړي ځکه چي همداسي داستاد حیات الله رفیقي صاحب په وخت کي دکندهار دهغه وخت دوالي دبې غوري اودرفیقي صاحب سره پربې ځایه جنجالونو اونه موافقې په نتیجه کي دکندهار پوهنتون ته ځانګړی سوی فنډ دبلخ په پوهنتون کي ولګول سو. ځکه چي اسدالله خالد غوښتل چي هغه فنډ چي ډونریې کندهار ته ورکوی په عینو مېنه کي نوی پوهنتون په جوړکړي، البته داحمدولي کرزي په اشاره اورفیقي صاحب بیا په دې نظرؤ چي په دې فنډ سره باید همدا پوهنتون جوړسي څو بودیجې بلخ ته پروازوکړﺉ .وګورﺉ:


http://www.mohe.gov.af/?lang=en&p=gov&nid=36


Higher education governmential organs


Kandahar University


This University was established with only Agriculture faculty; in 1993 the faculty of Medical was included. This University now has 4 faculties; Agriculture, Medical, Engineering and Education, with 1587 students. 1509 male and 78 of them are female students. There are 83 professors that 82 of them are male and a female professor.



زما دسروې اومعلوماتو له مخي، دکندهار پوهنتون په ۱۳۶۹ کال کي دډاکټرصاحب نجیب الله دحکومت په اواخرو کي دکندهارپه اوسنۍ عینو لېسه کي چي دکندهار ولایت مقام پرمخامخ اودخرفې شریفي وجنوب ته موقیعت لري تاسیس سو. دتاسیس دمنظورۍ مکتوب یې استاد حیات الله رفیقي له کابله راوړﺉ چي استاد رفیقي صاحب پکښي دسرپرست ریس په توګه معرفي سوی ؤ. داپوهنتون دزراعت دپوهنځۍ د ۱۸ محصلینوپه لرولوسره دنورالحق علومي په ګډون اومشرۍ افتتاح سوچي توریالی ویسا (دکندهار اوسنی والي) دعلومي صاحب له خوا ځکه دریس په توګه ورمعرفي سوچي دوی دواړه دیوه ګوند غړي وه که څه هم دمخکښوکسانوڅخه یو استادحیات الله رفیقي اوبل استاد عتیق الله خان وه چي دجنوب غرب حوزې په کچه دزراعت اوفرهنګي چارو مسلکي کدرونه دي. دا لومړی ستر خیانت ؤ چي دکندهار پوهنتون سره وسو! اوس به یې دوهم خیانت ته راسو:


دکندهار پوهنتون دمصارفواودملاتړ په موخه حاجي نصرالله چي دامهال دکندهار سوداګرۍ ددفتر مشر دﺉ په کابل کي لس لکه افغانۍ په یوډول نه په یوډول ځغاستو اوخواریو سره را ټولي کړې اوکندهار ته یې راواستولې. کله چي پیسې توریالي ویساته په لاس ورغلې نو په همدغوپیسو مسکوته ولاړی،(پردې خبره دکندهار ولس څه چي دهلمند ولایت لوستې طبقه هم تراوسه شاهدي ورکوي!) دمسکوڅخه اروپا ته اوبیا داروپا څخه کاناډا ته ولاړی چي نن ورځ والي صاحب توریالی ویسا، ځان دکندهار پوهنتون مؤسس بولي. څرنګه چي دلته لیدل کیږي چي دکندهار پوهنتون سره په لومړي سرکي ډېره لویه غداري سوې ده نو همد اعلت دﺉ چي داپوهنتون ترنن ورځي پوري دافغانستان دټولوپوهنتونوپه نسبت یو کمزوری او پس پاته پوهنتون دﺉ! که چیري توریالی ویسا په ریښتیا سره ددې پوهنتون مؤسس وي نواوس ولي توجه نه ورته کوي؟؟ داهغه سوال دﺉ چي دډېروکندهاریانو سره بې جوابه پاته دﺉ اوحتی ډېر کندهاریان وايي چي دتوریالي ویسا سره باید حساب وسي چي ده دکندهارپوهنتون لس لکه افغانۍ څه کړې؟؟ په هرصورت داحساب به یوه ورځ انشاالله تعالی ورسه کیږي!!!


دتوریالي ویسا دتیښتي څخه ورسته رحمت الله خان دکندهارپوهنتون ریس چي اوس د WHO په دفتر کي کار کوي. درحمت الله خان اودتنظیمونو دطلايي اونېکمرغي دورې څخه وروسته یعني دطالبانو دواکمنۍ پرمهال،دزابل ولایت دکلات ښار یوملا صاحب دکندهارپوهنتون ریس پاته سوی دﺉ خو دکرزي صاحب دحکومت په شروع کي لومړی ډاکټر صاحب ارغنداوی، او وروسته یوځلي بیا استاد رفیقي صاحب دکندهار دپوهنتون د ریس په توګه دنده اجراکړې ده. ددوی دوو څخه وروسته ډاکټرصاحب اسدالله ترین دکندهارپوهنتون دسرپرست په توګه پاته سوی دﺉ. دترین صاحب څخه وروسته بیا ډاکټر صاحب شریفي ریس ؤ، شامحمود بري(اوس دزراعت دپوهنځۍ ریس دﺉ) هم دسرپرست وظیفه سرته رسولې ده او ډاکټرصاحب قمرالدین دریس دنده مخ ته وړې ده. اوس مهال ښاغلی توتاخېل دکندهار په پوهنتون کي خپل ځان ته یوه بې نظمه اوددیکتاتورۍ دفضا څخه ډکه امپراتوري جوړه کړې چي کندهارپوهنتون یې دګن شمېر ستونز سره لاس و ګریوان کړی دﺉ. داچي په کندهار پوهنتون کي څه روان دي او څنګه روان دي اوکوم خیانتونه ورسره کیږي، په لاندي ډول می سره طبقه بندي کړي دي چي ستاسو توجه ورته را اړوم!


۱- دتعلیم اوتربیې پوهنځۍ ستونزي:


دکندهار پوهنتون دتعلیم اوتربیې په پوهنځۍ کي دمسلکي استادانودنه شتون ستونزه اوس لس کلنه سوه، محصلین ټوله ورځ یا بانډار کوي اویا په ژمي کي لمر ته خپل پیتاوي کوي. ددې پوهنځۍ دکېمیا په څانګه یوازي دوه استادان سته چي یو یې په میاشته کي دڅو ورځوله پاره کورته تللی وي او بل بیاد کابل په ورکشاپونو کي سرګردانه او لالهانده وي.طبیعي خبره ده، کله چي استاد په ټولګۍ کي نه وي نو محصلین به مسخرې اوغالمغال کوي نوښاغلی توتاخېل صاحب تاسوته درد ولي درځي؟ ولي تاسو محصلین داسي ډبوي چي حتی خپل دلاس ګوته مودبنده پکښي وخېژي؟ نوبیا به محصلین حتماً په تا اووالي صاحب پسي په بېنوا ویب پاڼه کي داسي څه لیکي:(دکندهار پوهنتون چورموسیس صاحب ! ستا تر سترګو لاندي او ستا ترواکمنۍ لاندي نن دهغه شهید انجینر عبدالطیف اشنا زوی د لسګونو نور محصلینو سره یوځای ځکه وهل کیږي چي په پوهنتون کي داستادانو ، تدریس غوښتنه کوي چي لا ئې ستا دبېغوری او بې پروائې څه ئې په کور کي د غم ټغر ټول سوی ندی لائې ویني همهغسي تودې پرتې دي) .
ددریشي ستونزه اودبابي صاحب ناوړه چلند:شاعران وايي چي سپوږمۍ دلیري ښه ښکاري خو چي ورنزدې سي، بیا یو بې خونده شی وي، کله چي بابی صاحب څوک دلیري وویني اوشناخت ورسره نه لري نوته به وا چي دمځکي پر مخ یوملایکه ده. ښاغلی عبدالرحمان بابی، دکندهار دتعلیم اوتربیې دپوهنځۍ ریس، هغه څوک دﺉ چي خدای بخښلی او ارواښاد کشر ورور عبدالمجید بابي یې دکندهار دفرهنګي چارو په غني کولوکي خپل ژوند له لاسه ورکړﺉ خو عبدالرحمان بابی بیا نن ورځ بېله دې چي شرایط په نظر کي ونیسي، په محصلینو باندي په زوره دریشي کوي حتی خبره تر دې حده ورسیږي چي محصل په …. کي په لغته ووهي او ورته وايي چي ځه ولاړ سه، زموږ په کار نه یې!! زه دکندهار ټول استادانو، لیکولانواولوستي طبقې ته چلینج ورکوم چي ماته دي دافغانستان په اساسي قانون کي یا په مدني قانون، دمعارف یا دلوړوزده کړو په قانون کي دا راوښيي چي دریشي دافغانستان رسمي جامه ده او متعلم او محصل مجبور مکلف دﺉ چي وایې غوندي! بله داچي بابی صاحب داپوهنتون ستاسو شخصي جایداد نه دﺉ چي تاسومحصلینو ته وایاست چي په مخه موښه! خوکه تاسو پوه سی داپوهنتون ددې غریب اوټوک ټوک ولس په مالیاتو جوړ سوی دﺉ. بابی صاحب دمحصلینو حق هم خوري، مثلاً خپل یوه لور یې په همدې پوهنځۍ کي دپښتوژبي په څانګه کي محصله وه، په طبیعي ډول هغه ترما بدتره ډېر ټنبله وه خو په امتحان کي به بیا اول نمر سوه. دبابي صاحب دا کارپرځینو لایقومحصلینو منفي تاثیر وکړﺉ او پوهنځۍ یې پرېښوول. که چیري څوک زما سره داخبره نه مني، اویا وايي چي داډېره بې ارزښته خبره ده نوزه داویم چي ولي رشاد صاحب (دارواښاد علامه رشاد زوی) به امتحان په تقریري ډول اخیستی؟ اویا ولي به درشاد صاحب په مضمون کي دده لوره د سلو نمروڅخه څلوېښت نمرې وړلې؟(داموضوع لاندي نوره هم تشریح سوې ده)دتعلیم اوتربیې په پوهنځۍ کي یوبل استاد سردارمحمد راستمن نومیږي چي محصلینوته کله ناکله دمندو اوخوندو ښکنځل هم کوي دا استاد محترم د ټولنپوهني، ارواپوهني، کافیه ونظم او انګلیسي مضمون تدریسوي چي په سل کي ۲ فیصده هم ولاکه په پوهیږي اودلیکچرنوټ صفحې یې په ټول کال کي تر ۴ څلورصفحو اضافه نه وي اوهمداسي اسدالله خان پسي درواخله چي په ټول سمیسټر کي یې فقط درې صحفې دلغات پوهني نوټ ومحصلینو ته داملا په ډول ویلی ؤ. ښاغلی اسد الله خان د CHA په مؤسسه کي کار کوي اوخپل ټول ساعتونه یې دغرمې پر دولس بجې عیار کړي دي، کله چي په CHA کي دغرمې دډوډۍ وقفه ورکړي نودی ځان ترپوهنتون راورسوي فقط دنیم ساعت دتدریس له پاره. زه ټولو لوستوونکو اوچارواکو ته په پوره ډاد وایم چي تاسو خو یو ورا هغه لیکچرنوټ چي اسدالله خان په دې سمیسټر او تېر سمیسټر کي تدریس کړی دﺉ، وګوري اوبیا قضاوت وکړﺉ!
۲- دزراعت دپوهنځۍ ستونزي:


دزراعت دپوهنځۍ چاري، دبابي صاحب برعکس، یوداسي یارانه اوخوش طبیعته سړي ته ورسپارلي سوی دي چي خبره بېخي ترنظم ځني اوښتې ده. په ټول وجدان سره حقیقت درته وایم چي زه داسي کسان پېژنم چي دهرات او روزګان ولایتونو د DAI په مؤسسه کي یې کارکوﺉ اویو امتحان اوبل امحتان به راتلل څو همداسي پسي فارغه سول خو شامحمود بری(مشهور په قاري صاحب) به سر نه خلاصوﺉ. که یومحصل یوه ورځ قاري صاحب ترکوره په موټر کي ورسوي نوقاري صاحب یې تر اخرت تر ورځي پوري تراحسان لاندي دﺉ اومفت یې کامیابه کوي. قاري صاحب ښه سړی دﺉ، استادان ورڅخه خوشحاله دي ځکه چي دی دهغوپر لاره ورسره ځي خودقاري صاحب په اړه حتی دپوهنتون ډېر استادان دامني چي(قاري صاحب غیر فعاله دﺉ، پرمختګ نه غواړي، دپوهنځۍ اکثره استادان یې په موسساتو کي کار کوي که څه هم ددولت په پیسو باندي خارج ته تللي اوماسټرۍ یې راوړي دي خو کارونه دانجوګانوسره کوي.
۳- دانجینري پوهنځۍ ستونزي:


دکندهار پوهنتون دانجینرۍ پوهنځۍ ریس ښاغلی عبدالحبیب غفورزی دی چي دده ناوړه چلند نه دمحصلینو او نه داستادانو له پاره دمنلو وړدﺉ. دی په زړه کي څه نه لري خو یوڅه دعقل اوفکر مشق اوتمرین ته ضرورت لري. دبیلګي په توګه،څو میاشتي مخکي، دیوه محصل پلار شهید سوی ؤ اودبل ورور په ماین کي ختلی ؤ نو دامحصلین دڅو ورځو له پاره غیرحاضر وه کله چي ټولګۍ ته راغلل نوغفورزي صاحب پوښتنه ورڅخه وکړ چي چیري واست؟ محصلینو په جواب کي ورته وویل چي ((زما پلار شهید سو اوبل ورته وویل چي زما دورور پښې په ماین کي ولاړې)) ښاغلي غفورزي په جواب کي ورته وویل چي (( زما یې په څه چي ستا پلار مردار سوی، ته باید درس ته راغلی وای)) چي دده داخبري پرمحصلینو داسي تاثیر وکړﺉ لکه دباروتوپرکوټه چي داور سکروټي وغورځوي،لنډه یې دا چي محصلین سره راټول سول او پرقران یې لاس کښېښوﺉ چي نور به غفورزی صاحب زموږ استاد نه وي!!! داموضوع لومړی دکندهارپوهنتون دریاست ترمقامه، بیا ترکندهار ولایت مقامه اوبالااخره ترلوړوزده کړو تر وزارته ورسېدل. ۶۰ کسه محصلین دکندهار څخه کابل ته ولاړل او په کابل کي دلوړو زده کړو وزارت ته یې تر هغه مهال شپې اوورځي تېري کړې چي بالااخره دلوړو زده کړو وزارت دکندهار پوهنتون ریس توتاخیل او معاون عبدالتواب بالاکرزی یې وروغوښتل چي وروسته موضوع دمحصلینو په ګټه حل وفصل سول، خوتوتاخېل په کابل کي داسي وښول چي دکندهار پوهنتون استادان دومره بې کفایته دي چي داموضوع یې نه سوای حلولای خو په حقیقت کي داخپله دده پربې کفایتۍ دلالت کوي. دانجینرۍ پوهنځۍ یوازي دوې ستونزي لري یوه یې پورته ذکرسوه چي استادان اومحصلین د غفورزي صاحب ځای ناستي ژر تر ژره غواړي او بله داچي اکثر استادان یې په انجوګانو اوشرکتونو کي مصروف دي چي ددې ستونزي حل په پای کي راځي.
۴- داقتصاد دپوهنځۍ ستونزي:


ښاغلی سید کبیر اغا داقتصاد دپوهنځۍ ریس او هغه څوک دﺉ چي دتوتاخیل څخه رانیولې بیا ترمحصلینوپوري دهیڅ چا ښه نه ورڅخه راځي. دی محصلین قصداً ناکامه کوي، تراوسه هیڅ څوک داسي نه دی پاته سوی چي سید کبیراغا دي چانس نه وي ورکړﺉ، دی دمحصلینواواستادانوسره ډېره بده رویه کوي، ډېرو محصلینو دده له لاسه پوهنتون پرې اییښی اوپرېږدي یې، دی ځوان کدرونه مخ ته نه پرېږدي اوحتی دشاګردانوڅخه تحفې غواړي چي داخبره یې استادان هم تایدوی. درسي ساعتونه یې خالي وي، استادان دده سره هیڅ مشوره نه کوي، درسي مواد نه لري یوازي یې دجلال اباد پوهنتون په لیکچرنوټونویې شکر کښلی دﺉ اوهغه ورته تدریسوي. خپله توتاخېل دده څخه اودی بیا دتوتاخیل څخه ترپزي راغلی دﺉ. یودبل خبرو ته غوږ نه سره نیسي. سید کبیراغا ته که څه هم دداسي یوې پوهنځۍ دریاست چاري ورپه غاړه دي چي دهیواد په جوړولو کي دملادتیر په شان رول لوبوي، مګر دی یې هیڅ په قصه کي نه دﺉ، نیمه ورځ په IRDمؤسسه کي ورک وي اونیم ورځ دمحصلینوپرسرونوخپل دقهر او غضب ماشین چلوي، خلاصه یې دا چي نه توده ورسره خوړل کیږي اونه سړه!
۵- دشرعیاتوپوهنځۍ ستونزي:


دشریعاتودپوهنځۍ ریس ښاغلی مزمل لوګری دﺉ اوویل کیږي چي ښه سړی دﺉ. دده په اړه مي هم کوښښ وکړﺉ چي حقایق راغونډ کړم خوباور وکړﺉ چي داسي خاص څه په لاس نه راغله خو یوازنۍ ستونزه چي سرورڅخه ټکول کېدﺉ هغه داچي دشریعاتوپوهنځۍ ډېره سخته ده اومحصلین نوروپوهنځیو ته ځانونه تبدیلوي. چي دازما په نظر په محصلینو پوري ځکه اړه لري چي هغوي په عربي ژبه نه پوهیږي اواسلامي معلومات هم ډېر نه لري، نو که چیري دشریعاتو دپوهنځۍ ریس په تدریس کي یو څه تغیرات راولي او دمحصلینو سویه په نظرکي ونیسي نو شاید چي ډېر محصلین دې پوهنځۍ ته ژمن پاته سي او تبدیلي ونه کړي. دشریعاتودپوهنځۍ اکثره استادان په مؤسساتو کی کار نه کوي ځکه چي نه دوی مؤسساتوته ذهناً جوړ دي اونه مؤسسات ددوی سره جوړ دي.
۶- دطب پوهنځۍ ستونزي:


دطب دپوهنځۍ درسونه سم روان دي خو ځیني استادان یې بخیلان دي، محصلینو ته هرڅه په اساني نه ورښیی. اوځیني بیا لکه فضلي الهي، عبدالخالق دوست اونسیم ظفربانکي نوټونه غواړي اویا محصلینو ته د N72 نوکیا موبایل او یا 3×5 دغالۍ فرمایش ورکوي خو ولی محمد ویاړ بیا نه غواړي چي ځوانان پرمختګ وکړي، دی دځواني طبقې سره سخت حساست لري. داسي هم راته وویل سوه چي چي یو محصل راغلی اوراته ویل یې چي (فضلي الهي زما څخه ۳۰۰۰ ډالره غواړي اوبیا مي کامیابه کوي خو زه ۱۵۰۰ ډالره لرم نو ته يوڅه کومک راسره وکړه چي په ۱۵۰۰ ډالره مي کامیابه کړي ځکه چي دا زما اخیري کال دﺉ اواینده مي راخرابه نه کړي) ددې ترڅنګ یوبل ډاکټر چي دفضلي الهي شاګرد تېرسوی ؤاودامهال خپله معاینه خانه لري، داسي راته وویل چي( فضلي الهي ۵ نمرې راڅخه ګرځولی وې اوما ورته وویل چي استاده زما جوابونه درست دي، تاپرناحقه زما څخه نمرې ګرځولي، ده په جواب کي راته ویل چي سبا به تا هم زما ددواخانې پرمخ لوحه راځړولې وي اوزما حریف به یې)) ددې څخه ښه څرګنده سوه چي دطب پوهنځۍ ځیني استادان چي نومونه یې پورته یادسول بخیلان اوپه اداري فساد اخته دي!
۷- عمومي ستونزي:


له هغي ورځي راهیسي چي په کندهار پوهنتون کي دکندهار سرپرست قومندان امنیه جنرال عبدالرازق سیکریتر په چاودنه کي له منځه ولاړﺉ، توتاخېل صاحب دکندهارپوهنتون محصیلن په یوبل ناروین اخته کړی دي! هغه داچي توتاخېل صاحب دخپل ځاني ساتني اوشخصي امنیت په موخه محصلین دې ته مجبورکړي دي چي هغوی خپل موټران، موټرسایکلان او بایسکلان دلووالې پرغاړه ودروي چي دنشه یې پولیسو ناووړه چلند محصلین دپوهنتونه بې زاره کړي دي حتی کله نا کله خبره تردې ځایه ورسیږي چي پولیس پر محصل راوچوي اوښه ټینګ یې وډبوي. کله چي محصلین دکندهار پوهنتون دریاست مقام ته ورسي اوتوتاخیل صاحب ته شکایت وکړي نو توتاخیل صاحب یې حتی خپلي شعبې ته هم نه پرېږدي! محصلین دده دبېري څخه دده دشعبې په دروازه کي ورته ولاړ وي اوتوتاخیل صاحب ورته وايي چي (( ځان مرګي بریدونه کوﺉ نوستاسوسره باید همداسي چلند وسي)) توتاخېل صاحب!! دخدای اودرسول روی ته وګورﺉ محصلین په ځان مرګي بریدونومه تورنوﺉ او یوڅه ورته دانسانانو په سترګه وګوري. خیر که نن محصلین وي سبا ددې هیواد اینده ددوی په لاس کي ده!! عیجبه خو لاداده چي دکندهارپه پوهنتون کي برق او اوبه نه سته، نومحصلین دغسل کولو له پاره په شنه سهار یا دبرېښنا کوټ پُل ته او یا چوڼۍ ته ځي اوکله چي بیرته پوهنتون راځي نوپه نشه یې توکو اخته پولیس چي دپوهنتون په دروازه کي ولاروي، ورته سرټمبه سي او ورته وايي چي کارټ دي چيري دﺉ؟ کله چي دیومحصل څخه کارټ هېرسوی وي، نوپولیسو ته خداي ورکړه اوورته وايي چي ته/تاسودپوهنتون محصلین نه یاست!! زه تاسو پوهنتون ته نه پرېږدم! محصلین غریبان زارۍ وجګۍ ورته کوي چي ایله موکړه، بله ورځه به کارټ نه هېرؤ. دپولیسوکه زړه غوښتی نومحصل ته اجازه ورکوي چي پوهنتون ته داخل که نه نوهمداسي دي ولاړ وي څوچي دسهار ۸ بجې سي اویوبل محصل راپیداسي اوضمانت یې وکړي. اوس نوقضاوت دلوستونکواودتوتاخېل صاحب وجدان ته سپارم چي ایا دادکندهارپوهنتون دﺉ او که ریاست جمهوري مقام چي یومحصل په دومر تکلیف تاسو ورپرېږدﺉ؟؟ ایا تاسو کولای سي چي په دې ډول دځان مرګو بریدونو مخه ونیسي؟ او ایا تراوسه موپه دغه طریقه یوځان مرګی نیولي دﺉ؟
بله عمومي ستونزه داده چي په کندهار پوهنتون کي خورا مجهز لابراتوار سته خومتاسفانه چي دکار سړی یې نه سته او لابراتوار سر وکال دمحصلینوپرمخ بند وي حال داچي هر محصل دعملي زده کړي غوښتني کوي خوتراوسه نه چا غوږ ورته نیولی دﺉ اونه یې دلابراتوار له پاره یو مسؤل پیدا کړی دﺉ چي محصلین ددې لابراتوار څخه استفاده وکړي.
دکندهاریانوپر ضد دتوتاخېل او بابي صاحب ترمنځ ایتلاف: ښاغلي عبدالرحمان بابی، دپوهنتون اسناد نه لري اوتردامهال غیررسمي استاداودتعلیم اوتربیې دپوهنځۍ ریس دﺉ، توتاخېل چي کله دنورو ولایتونو دپوهنتون څخه نوی فارغه سوی محصلین داستادانوپه توګه دتعلیم اوتربیې په پوهنځۍ کي مقرروي، نوټول کار اوپروسه یې ده په خپله پای ته رسولې وي، یوازي په فورمه کي دبابی صاحب دلاسلیک اوموافقې ځاي پاته وي، بابی صاحب یې هم بې خاره امضا کړي ځکه چي توتاخېل ده ته سوپر سکیل معاش ورمقرره کړی دﺉ. څه موده مخکي دکندهار پوهنتون دتعلیم اوتربیې پوهنځۍ دپښتو څانګي څخه څو تنه محصلین فارغه سول چي له دې جملې څخه څلوروکسودرخواست وکړﺉ چي دهمدې پوهنتون دپښتوژبي په څانګه کي تدریس وکړي چي په دغوڅلوروکاندیدانو کي دوو کسانوته ضرورت ؤ او مستحق کسان سیداحمد قانع او ننیګالی خاورین وه چي دانجینر تواب بلاکرزي چي دکندهار پوهنتون معاون دﺉ همداغوښتنه وه چي همدغه دوه کسان مقرر سي ځکه چي سیدا حمد قانع په فرهنګي چارو کي ښه رول لوبولی دﺉ اودکندهارپوهنتون دکتابتون دتنظیم له پاره ورته ضرورت سته او ننګیالی خاورین بیا په څو سمیسټرونو کي دټولګۍ اول نمره پاته سوی دﺉ خوتوتاخیل چي دکابل ولایت دتعلیم اوتربیې دپوهنځۍ ریس هم پاته سوی دﺉ نوبه یې ددې پوهنځۍ دامتحان اخیستلو کمیټې ته زنګونه وروهل چي یوه مرغلره چي دبابی صاحب لور ده اویوحضرت ولي مقررکړي اوهغو همداسي وکړه خو په نتیجه کي سیداحمد قانع او ننګیالي خاورین جنجال وکړي چي زموږ حق خوړل سوی دﺉ، لنډه یې داچي ددغوڅلوروکندهاریانو څخه یو هم مقرر نه سو اوبستونه یې همداسي خالي پاته سول چي دکندهار پوهنتون دمحصلینو وخت ښه په پېخرضایع کیږي خو حقیقت دادﺉ چي توتاخېل صاحب دکندهاریانوسره دمور اومیرې چلند کوي کله چي کندهار پوهنتون ته بورسونه راسي نو دی دخوست او دننګرهار ولایتونه استادان ورته معرفي کړي اودلیل یې دادﺉ چي په کندهارکي لېسانس استادان نه سته چي په دې اړه دکندهار د…… پوهنځۍ پخواني سرپرست دتوتاخېل په وړاندي خوراسخت دریځ نیولی ؤ اودهغه دبرکته یوڅوکندهاري ځوانانودجرمني هیواد دسکالرشیف څخه برخمن سول. خوموږ اوس په کندهار کي په لسګونو ځوانان لرو چي دهندوستان دهیواد څخه یې لیسانس راوړﺉ دﺉ چي حتی دې ته اماده دي چي افتخاري درس ورکړي خو هغوي وايي چي زموږ څخه غوښتنه نه کیږي نودافتخاري تدریس له پاره هم زارۍ ورته وکړو اوځیني بیا وايي چي ترڅو توتاخېل ددې پوهنتون په راس کي وي بیخي دپوهنتون پرخوا لا هم نه ورتېرېږو!
دکندهارپوهتون داستادانو څخه سیمنار په کابل کي اخلي مخکي له دې نه چي دوی مقرر سي، زه ددې سره موافق یم، کېدای سي چي ددوی اُوصول همداسي وي، خوباور وکړﺉ چي زه حقیقت درته وایم اودرواغجن دالله پاک دښمن دﺉ، په کابل کي اکثره وخت یوازي هغه کسان کامیابه کیږي چي یا واسطه ولري اویا پیسې تیري کړي اوکله چي یواستاد مقرریږي نو حد اقل له درو میاشتو څخه بیا تریوه کال پوري وخت نیسي چي یو استاد رسمي سي چي په دغه موده کي ورته هیڅ معاش نه ورکول کیږي خودرسمي کېدو څخه وروسته،دیوه کال له پاره دمیاشتي ۴۰۰۰ څلور زره افغانۍ ورکوي چي دموټردتیلومصرف لا نه جوړوي اوبیا دوو کلنوڅخه وروسته، کله چي استاد دپوهیالي رتبې ته ورسیږي ۱۷۰۰۰ اولس زره افغانۍ ورکوي. دلته لیدل کیږي چي له یوې خوا داستخدام پروسه اوږده اوغیرشفافه ده اوله بلي خوا توتاخېل دکندهاریانو سره دبابي صاحب په همکاري همداسي دمور اومیرې چلند کوي نوایا کندهاریان به دې ته زړه ښه کړي چي په همدې پوهنتون کي داستاذۍ مقدسه دنده مخ ته یوسي؟؟؟
دتوتاخیل فزیکي اورواني جوړښت ته یوه کتنه:که دکندهار پوهنتون دهر محصل اواستادڅخه پوښتنه وسي چي توتاخېل څنګه سړی دﺉ ؟ نوهغه به حتماً داووایی چي توتاخېل ډېرسخت دیکتاتوردﺉ، عصبي سیسټم یې له لاسه ورکړﺉ، دانزدې څومیاشتي مخکي، ۵ میاشتي په انډیا کي فلج پروت ؤ، حوصله نه لري حتی خپل مدیر په سټپلر ولي، استادانو ته په مجلس کي وايي چي تاسو مه ږغېږﺉ، زما خبرو ته غوږ ونیسی اوزه چي څه درته وایم هغه کار کوﺉ! هلمندیان، چي همېشه یې دافغانستان له پاره قرباني ورکړې ده، څرنګه چي هغوی دهلمند ولایت دولسوالیوڅخه راځي اودعصري ژوند سره ډېر نه دي بلد، توتاخېل ورته وایي چي ((تاسوخره یاست، په هیڅ نه پوهېږﺉ)) همداسي دتوتاخیل دشعبې مخ ته محصل څه چي استاد هم په بسم الله تیریږي.
دښځینه محصلینو دترانسپورټ ستونزه: دکندهارپوهنتون محصلین اواستادان خودتراسپورټ څخه په دې لس کاله کي برخمن نه سوه، هغوی خوران پربایسکلانو اوموټرسایکلانوباندي پوهنتون ته راځي اوداچي دپوهنتون په دروازه کي ولاړ پولیس دمحصلینو سره څرنګه چلند کوي، مخکي یې یادونه وسوه. خو سوال دادﺉ دکندهار ددارلمعلمین محصلیني ټرانسپورټ لري اوباید ویې لري اودارالمعلمین دکندهارپه ښار کي موقیعت لري خودکندهار پوهنتون محصیلني ولي ددې نعمت څخه محرومي دي په داسي حال کي چي دکندهارپوهنتون دښاردباندي دغرو په لمن کي پروت دﺉ؟ ایا دکندهارپوهنتون په تشکیل بودیجه نه لري او که یې لري نودابودجه چیري مصرفیږي؟ دکندهار پوهنتون اودارلمعلمین ترمنځ توپیرڅه دﺉ چي دارالمعلمین دترانسپورټ له پاره بودیجه لري اوپوهنتون یې نه لري؟؟ محصلیني خوندي په دې سپیره دښت اوهدیروکي چي امنیت یې په صفر کي ضرب دﺉ، کله په پښو رارواني وي اوکله یې یوټکسي کرایه کړې وي او کله بیا دورور یا پلار سره پرموټرسایکل کور اوپوهنتون ته ځي اوراځي چي په لاره کي یې سل وراي پولیس دروي چي ګواکي ځان مرګی یې په چادري کي نه وي را خیستی! داټول دچارواکو دبې غورۍ نتیجه ده! دغوخوندو ته هر ډول خطر متوجه دﺉ، که خدای مه کړه یوې خورته پرلار کومه ستونزه پېښه سي، نوایا نوري محصلیني به زړه ښه کړي چي پوهنتون ته دوام ورکړي؟؟ زموږ چارواکي وایي چي موږ پښتانه یو او ښځو ته ډېر احترام لرو، خو دلته لیدل کیږي چي په دې لس کال کي دکندهارپوهنتون یو کاسټرښځینه محصلینو ته پیدا نه کړﺉ خو پرځاي یې موږ دیوه دېوال او جمنازیم له پاره درې(۳) میلیونه ډالره مصرف کړه. (وګورﺉ دلوړو زده کړودوزارت ویب پاڼه، دکندهارپوهنتون پروژه). نوزه پرولسمشر کرزي صاحب، پراسدالله خالد اودکندهار پروالي په ټینګه ږغ کوم که په ریښتیا سره تاسو پښتانه یاست اودکندهاره سره منیه لرﺉ نوحد اقل ددې ښځینه محصلینودترانسپورټ غم ژر تر وخورﺉ که نه خدای مه کړه دوی ته دخطر په اوښتلو کي به تاسو ډېر لوی رول لوبولی وي!!!


دشپې دپوهنځۍ ستونزه:دکندهارپوهنتون دشپې پوهنځۍ په تشکیل کي منظور سوې ده چي پرڅلور بجې شروع سي، داپوهنځۍ په خاصه توګه دهغو مامورینو له پاره منظور سوې ده چي په دولت یا نورومؤسساتو کي کار کوي چي رسمیات یې دسهار له ۸ بجوڅخه بیا تر ماپښین تر۴ بجوپوري دوام لري خوتوتاخېل صاحب تاسو داپوهنځۍ پر پریوه بجه شروع کوﺉ چي دلته یوځلي بیا کندهاریان دلوړو زده کړو څخه محرومه سول، نودلیل یې څه دﺉ؟؟ هیله ده چي دشپې پوهنځۍ پرڅلور بجې شروع سي څوزیات شمېر محصلین ورڅخه مستفد سي.
۸-داصلاح اودحل لار یې:


زما دمعلوماتو له مخي دتوتاخېل صاحب څخه هیڅ یومحصل اواستاد نه دﺉ خوشحاله که څه هم په ظاهري ډول ځیني استادان مصنوعي احترام ورته لري نو توتاخېل صاحب باید ژر ترژره یااستفاد ورکړي اویا ایسته سي اوپرځاي یې باید انجینر تواب بلاکرزی راوستل سي( که زه دانجینر تواب په اړه کمپاین کوم، یا کوم امتیاز ترلاسه کوم، یا دبلاکرزي صاحب په اشاره داکارکوم اوداسي نور… نوزه مسلمان نه یم، زه پښتون نه یم او زه به یوډېربې وجدانه ،بې ایمانه او بې همته شخص یم!!! زه دالیکنه دخپل حق اودځپل سوی کندهاري ولس سره دمیني په خاطر کوم) خوزه په دې هم باور لرم چي دتوتاخېل صاحب ایسته کول داسي معنی لري لکه یو پنځه کلن کوچنی چي دهندوکش غر په شاوړي ځکه چي توتاخیل صاحب په خپله دولتي وظیفه کي، ددولت دامکاناتوڅخه په استفاده دولسمشرۍ دټاکنو پرمهال کرزي صاحب ته خورا ټیټ کمپاین وکړﺉ. دادهر افغان حق دﺉ چي ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي اویوبل څوک ورته کمپاین وکړي خو که څوک دوولت درسمیاتواو دامکاناتوڅخه په استفاده کمپاین کوي، داددې دملت سره یوه لویه جفاده چي زه په شخصي نظر ورته ملي خیانت وایم. نوخدای خبر چي توتاخېل به څوک ددې چوکۍ څخه ایسته کوي، پرخوار کندهاریانوباندي همېشه دتوتاخېل غوندي اشخاص تپل سوی اوتپل کیږي خو هیله بیا ځکه لرم چي کیدای سي ددې ولایت څخه دی لیري کړي اویوبل ځاي ته یې ورکړي! عبرت واخلي اوهلته یوڅه سم سلوک وکړي! دانجینر تواب بلاکرزي صاحب موضوع ته یوځلي بیا راګرځم، دپوهنتون اکثره استادان البته ځوانه طبقه په دې نظر ده چي دا څوکاله کیږي چي په کندهار پوهنتون کي تدریس کوي خو دبلاکرزي صاحب غوندي با احساسه، باوجدان اوخپل پرولس مین ځوان یې نه دﺉ لیدلی، څرنګه چي بلاکرزي صاحب غواړي اصلاحات راولي نو خلګ ورته قصداً ستونزي جوړوي. دانجنیر تواب بلاکرزي سره ځکه خلګ مخالف دي چي دبلاکرزي صاحب شعاردځوانانو روزل دي چي دپوهنځیو ریسان خپلي شخصي ګټي په تاوان کي ویني.
دوهمه دحل اواصلاح لار یې داده چي دپوهنځیو ریسان باید ټوله تبدیل سي ځکه چي دوی اوس دپوهنځیو څخه خپل شخصي ملکیتونه جوړکړي دي اوداهغه مهال امکان لري چي یا انجینرتواب بلاکرزی راوستل سي یا ورته پوره صلاحیت وکول سي.
دریمه دحل لار یې داده چي دکندهار پوهنتون اکثره استادان وايي چي که موږ ته د ۳۰۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰ افغانیو پوري معاش راکول سي موږ په مؤسساتو کي کار پرېږدو اویوازي په پوهنتون کي تدریس کوو.ماته داسي مثال راکول سو چي په جاغوري ولسوالي کي دېرش لېسې سته اوپه هره لیسه کي یې درې وخته تدریس کیږي یعني سهار، غرمه او ماذیګر چي په حقیقت کي ۹۰ لېسې ورڅخه جوړيږي او هر استاد ته یې ۳۰۰۰۰ افغانۍ ورکول کیږي چي له دې جملې څخه ۸۵۰۰ افغانۍ داستاد رسمي معاش دﺉ، ۶۵۰۰ افغانۍ دماپښین دټایم معاش اخلي او پر هرکور باندي ۳۰۰ افغانۍ دمیاشتي ټولوي همدارنګه داستادانو معاش دخارج په خاصه توګه داسټرالیا څخه تجاران را استوي اوپه دې توګه داستاد ۳۰۰۰۰ افغانۍ معاش ورپوره کوي.نوداسي راته وویل سوه چي دجاغوري په خلګو کي داسي احساس سته نو په موږ کي ولي نه سته چي دکندهار لیسې اوپوهنتون پر پښوودروو؟


په پای کي زه دکندهارپرټولو لیکولانو، شعرانواوجورنالستانو باندي ږغ کوم چي حقیقت ته حقیقت، غدار ته غدار، خاین ته خاین، رشوت خور ته رشوت خور، ظالم ته ظالم وویاست اوخپل دقلم په څوکي ورسره جهاد اعلان کړﺉ اوخپلودملي ګټواودبې وزلو اوبې وسه ولس دفاع وکړﺉ. که چیري څوک کوم اعتراض، سوال، یا نظر لري نوکولای سي چي داسلامي اوپښتني اخلاقو په چوکاټ یې په لاندي ایمل ادرس راسره شریک کړي اوهیله من یم چي دقلم او کلام عفت وساتی.


الله پاک دي کندهار ته سوکالي اودکار سړي راولي. الله پاک دي ظالمان اودیکتاتوران اصلاح کړي. امین یارب العلمین


په پښتني احساس
ستاسو ورور
ډاکټر منیر احمد ناصري – کندهار ښار
atalankandahar@yahoo.com




د لراوبر يادښت:


موږ د کندهار پوهنتون د استادانو او ګرانو محصلينو څخه په درناوي هيله کوو چي په کندهار پوهنتون کي د ستونزو په اړه خپل نظريات په ليکلې بڼه پر دې پته راوليږي Larawbar.com@gmail.com