کور / راپور / افغان يونايټد ښوونيز مرکز ۹۴ زده کوونکي فارغه کړل

افغان يونايټد ښوونيز مرکز ۹۴ زده کوونکي فارغه کړل

د افغان يونايټد اداري ښوونيز مرکز له ښوونيز انګړه له تېريو نيم کال را په دې خوا داداري مهارتونو ، اداري اساساتو ، مشرتابه ، مالي مديريت ، تدارکانو ، پلان ، انګليسي او کمپيوتر په برخه کي ټولني ته ٢٨١ تنه زده کوونکي وړاندي کړي ، ددې ښوونيز مرکز مالي لګښت په کندهار کي ملي سودا ګران  ښاغلي حاجي عبدالله اوحاجي محمد جان ور کوي


دادى دخپلي څلرمي ښوونيزي دورې په فراغت يې له ١٤٨تنو څخه ٩٤ تنه ځوانان  دپلان ، اداري اساساتو او پروژې مديريت په برخه کي دمعلوماتي تکنوژۍ او انګليسي زده کړوترڅنګ  د١٣٩٠ لمريز کال دتلي دمياشتي پر ١٥نېټه فارغ او پرون د١٣٩٠ لمريز کال دلړم دمياشتي پر ٤نېټه ټولني ته وړاندي کړل چي په اړوند يې په جوړو سوومراسموکي دکندهاردپوهني ريس پوهنيار نجيب الله مجددي ، دخصوصي ښوونځيو داتحاديې مشر محمد نبي ادبيار، قومي شخصيت ظابط محمد ولي ، ملي سوداګر حاجي محمد شفيق ، استاد نجيب الله هوتکي ، دکندهار پوهنتون دشرعياتو پوهنځۍ مرستيال پوهيالي قاضي زاده اوپه سلګونونوروکسانو  ګډون کړى وو


غونډه چي دياد تعليمي مرکزدځوانو زده کوونکو په مټ  دهمدې تعليمي مرکزدښوونکواورهبري پلاوي په رهبري پرمخ وړله کېدله  داجندا له رويه  دقرانکريم تر تلاوت ، ملي سرود اودالله (ج) دنازنين استازي او وروستي رسول او نبي(( حضرت رسوالله صلي الله عليه وسلم )) روح ته تر درودلېږلو وروسته  دملي سوداګرحاجي عبدالله لخواراغلو مېلمنو ته دهرکلي په مناسبت پيليزه  وينا واورول سوه ، وروسته دموضوع اړوند يو په بل پسي  دکندهار دپوهني ښاغلي ريس مجددي ،  نجيب الله هوتکي ، روح الله ساقيار ، دزده کوونکو په استازي توب جندالله ، عطامحمد بياباني   خپلي ويناوي او يوشعر وارول


وروسته دهمدې تعليمي مرکز له مدير ن قرانمل له لوري  پرزده کوونکو دهغوئ فراغت ليکونه په داسي حال کي کي ووېشل سول چي ديادتعليمي مرکزلخواچمتوسوي سوغاتونه ددرنو مېلمنو په مرسته  برياليو زده کوونکو ته ور کول سول  په پاى کي ددعا تر ويلو وروسته دمازديګر لمونځ وسو ورسته ټولو ګډون والو په هغه مېلمستيا کي ګډون وکړ چي ددوئ په وياړ ترتيب سوې وه  پټه دي نه وي  دا تعليمي مرکز به انشا الله په انستيتوت بدل سي