کور / تازه خبرونه / قاضي محمد عمر د کندهار د ښاروال وټاکل سو

قاضي محمد عمر د کندهار د ښاروال وټاکل سو

قاضي محمدعمردکندهاردنوي سرپرست ښاروال په توګه نن دوشنبه دلړم دوهمه دښاروالۍ کارکوونکوته دولايت مقام داداري رئيس محمدامين کمين لخواوروپېژندل سو. نوموړی تردې وړاندې په کندهارکې ديوشخصي ټلويزيون هيوادمسؤل ؤاوترهغه وړاندې دپخواني وژل سوي ښاروال همکارهم پاته سوى دى .


د کندهار پخوانی ښاروال غلام حیدر حمیدي څو میاشتې دمخه په کندهار کې د یوه ځانمرګي برید کونکي لخوا ووژل شو چې ویل کیږي په لنګوټه کې یې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړي وو .


هغه په کندهار کې د دولتي ځمکو له غصبونکو سره د کلکې مبارزې خبره کړې وه . ویل کیږي چې د نوي سر پرست ښار وال په وړاندې هم د دولتي ځمکو د بیرته ترلاسه کولو په ګډون خورا لویې ننګونې پرتې دي .


نوموړي د کار په لومړۍ ورځ د ښاروالۍ کارکوونکو او کندهار ښاريانو ته د يوې وينا په ترڅ کي خپل يو شمير پلانونه هم واورول ، د نوموړي د بشپړي وينا متن په دې ډول دی :


بسم الله الرحمن الرحیم


نحمده ونصلی علی رسوله الکریم


عزتمنو ښاریانو!


د تاریخي کندهار اوسیدونکو، درنومیلمنو او حاضرینو!


ویاړم، چې د جلالتماآب قدرمن والي صاحب او عزتمنوکندهاریانو له خوا د کندهار ښاروالۍ د سرپرست په توګه، د باور وړ ګرځیدلی یم. د کندهار په شان یوه تاریخي ځای کې کار کول، چې ویاړنې او افتخارات یې نه یوازې ددې ښار، بلکې د ټول افغانستان  سر لوړي ده، زما لپاره لویه نیکمرغي بلل کیږي.  


دا ښار د میرویس خان نیکه او لوی احمدشاه بابا د راپورته کید لو او دا شان د افغانستان د ملي کلتور او تمدن لویه زانګو ده. دی ځای تل په خپله لمنه کې سرښندونکي او پوه کسان  روزلي دي همدا څه موده دمخه ددې ولایت یوه زړوربچي خپل خوږ ژوند د آبادۍ، خیر او فلاح په لار کې قربان کړ. هغه سړی چې شپه ورځ یې د کندهاریانو د سوکالۍ،  او کندهار ښار دپاکۍ او ښاري پراختیا لپاره زیار ویست، خو دهغه دغه زحمتونه  د هغو دښمنانو د سترګو لپاره اغزی سول، چې د کندهار د خلکو سعادت اوبیا د ټول افغانستان د خلکو سعادت یې نه سو لیدلای. 


قدرمنو حاضرینو!


پداسی حالت کی چه د کندهار د پخواني ښاروال شهید غلام حیدر حمیدي سره د ګډ کار یو نیم کلنه تجربه لرم ورڅخه  می ډېر څه زده کړل. د کندهار ښار لپاره د هغه دغه ارمانونه، چې د زورګویۍ او قانونماتولو پرځای د قانون پلي کول او ښاري مناسباتو ته د قانوني بڼې ورکول و؛ زما دلارې مشعل بلل کیږي. او ددغو پاکو ارمانونو د لاسته راوړلو لپاره، چې بې له شکه د کندهار دټولو خلکو هیله جوړوي؛ زه ستاسو حمایت او ملاتړ ته سترګې پر لاره یم. هیڅ غوره ارمان او غوره طرحه په ټولنه کې نسي ترسره کیدلای، ترڅو چې ولسي ملاتړ ورسره نه وي.


د ښاري زیربیناوو جوړولو او خوندي ساتلو لپاره د مالیاتو او صکوکو راټولول، چې د بیت المال پیسې دي، زما و مخ ته پرته دنده ده. ښکاره خبره ده، چې ددغو مالیاتو له ورکولو تیښته، په حقیقت کې د بیت المال لوټل دي؛ د ښاري چاپیریال پاک ساتل، د ښار د کوڅو او کورونو د درختو او ګلانو او ټولو پارکونو خوندي کول، ددوکانونو،مارکیټو او کورونو مخ او خواوشا پاک او سر سبزه ساتل او لنډه دا چې د کندهار دښاریانو په توګه د خپل ورځني چلند په برخه کې، زه ستاسو ملاتړ ته سترګې په لاره یم.


محترمو ښاریانو!


د یوه ښار اداره مخته وړل، ډېر وس او په بیلابیلو څانګو کې مسلکي وړتیاوو ته اړتیا رامنځته کوي. ځکه نو د یو ښاروال دنده د دا ډول متخصصو اومجربو اشخاصو د مرستې راجلبول او د ښاري پروګرامونو د پلي کولو په لاره کې د هغوی مدیریت دی. زه هم په دې برخه کې، او هم د پروګرامونو د پلي کولو او د ښاري جوړښتونو دپراختیا، او کندهار ښاریانو ته د خدمتونو وړاندې کولو په اداره باندې د ښاروالۍ دبدلولو لپاره با تجربه کارپوهان مرستې او کار ته رابولم.


زه به د خپل ماموریت په اوږدو کې هڅه وکړم، چې د کندهار ښارماسترپلان؛ د هغه له ټولو تفصیلي پلانونو سره ترتیب کړم؛ بې له شکه چې علماء کرام ، ښارجوړوونکي، ټولن پوهان، د اوبو او ساختمانی چارو انجینیران، د انرژې کارپوهان، دښوونې او روزنې متخصصان، د کندهار ښار د ټولو ټولنیزو ډلو استازي، ښځې، نارینه او ماشومان، سپورتي ټولنې اوخصوصي سکتور به ددغه ماستر پلان په ترتیبولو کې اصلي رول ولري. زه په نظر کې لرم،چې د ښار د تاریخي ځایونو او معمارۍ د بیا رغولو او ساتلو او له هغو څخه د استفادېد لارو د برابرولو په چارو کې په ټول وس زیار وباسم. د دودیزو لاسي صنایعو بیاراژوندي کول او وده زما له دندو څخه دي. د احمدشاهي واټ د معمارۍ د بڼې ساتل اودوام موندل هم زما یو کاري پروګرام جوړوي.


دا روښانه ده، چې د ښه مدیریت لپاره یوه تر ټول غوره لاره د موجوده امکاناتو څخه ښه ګټه اخستل دي. د نظافت او پاکۍ په برخه کې د کندهار ښاریانو اړتیاو ته په پام سره به داسې لارې او طریقې ولټوم، چې له یوې خوا زموږ له موجودو امکاناتو سره مناسبې وي، او له بلې خوا په هغو کې له عصري فني پرمختګونو څخه ګټه اخستل سوې وي.


د نظافت ترڅنګ، هغه بله برخه به چې د سرپرست ښاروال په توګه زما د زیاتې توجه وړ واوسي؛ د چاپیریال خوندي ساتل وي. په دې برخه کې د نیالګیو کښینول، د موجودو درختو خوندي ساتل، د اوبو څخه سالمه اقتصادی ګټه ، د اوبو اقتصاد ته پام ساتل، ترځمکې لاندې اوبو خوندي کولو ته پاملرنه، د انرژۍ صرفه جویي او د تولید د داسېاقتصادي پروګرامونو عملي کول، چې د ژوند چاپیریال ته زیان و نه رسوي؛ دا ټولې دندې به زما د کاري چارو په سر کې وي. د نظافت رامنځته کولو او د ژوند د چاپیریال خوندي ساتلو د پروګرامونو ترکار لاندې نیولو په خوا کې به د کندهار په ښار کې په پراخه کچه تبلیغاتي کار پر مخیوسو، ترڅو له دې لارې، د ښاریانو د ملاتړ په ترلاسه کولو سره، ددې پروګرامونو په عملي کولو کې لازیات بریالتوبونه ترلاسه کړوو.


د کندهار معارف او د خصوصي زده کړو نور موسسات زما لپاره دنظافت او روښانیتا مرکزونه شمیرل کیږي؛ زه به زیار وباسم، چې زده کوونکي په مشخصو پروژو کې داوبو او ونو د زرغون لښکر په توګه، د هر کور لپاره د ښوونکي په توګه ځانونه څرګندکړي.


خصوصي سکتور د هر ښار په ښاريتوب کې اساسي ځای لري؛ زه به تلاښ وکړم، چې دغه سکتور نه یوازې په تعاوني فعالیتونو کې؛ بلکې ددې ترڅنګ، د ښاروالۍ په ډېری پروژو کې په قانوني او مشروع ګټې اخستنې سره برخه ولري.


همدارنګه پخوا کندهار ښاروالۍ یو شمیر انجمنونه لرل، چې کیدلای سی هغوی په ابتدایي توګه د مدنيټولنې پیلګر وګڼل شي. سره له دې چې مدني ټولنه باید له دولت، سیاسي ګوندونو ، مالي او صنعتي نهادونو څخه خپلواکه واوسي؛ ترڅو په خپلو فعالیتونو کې ددغو نهادونو د ګټو تر اغیز لاندې رانسی؛ تر څو  له دې لارې په ښاري او ټولینزو هڅو کې د هغو دانتقاد کولو اصل خدشه داره نسي؛ خو زه بیا هم ددغو اغیزناکو دودونو د دوام لپاره دهغوانجمنونو په بیا راژوندي کولو پیل کوم او زه به په دې لاره کې، ددې ترڅنګ چې د مشرانو او کراموعلماوو له مشورو ګټه پورته کوم، خو اساسي پاملرنه به مو ځوانانو ته وي، له نیکه مرغه دا ځوانان دي، چې نن ورځ د ټولني اکثریت جوړوي او د ټولنیزی ودی لویه انرژی ده.


 عزتمنو ښاریانو!


موږ او تاسو له نړیوالیو دوستانوڅخه خپلو ملي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال په دوران کې یو. دغه له ننګونو ډک اقدام یوازې هغه وخت د افغانستان د خیر، سعادت، سولی او ثبات پر دښمنانوزموږ بریالتوب تضمینولای سي، چې د غوره حکومتداری په درلودلو سره، د ښاري ژوند په جوړولو ، ښاري پراختیا او سوکالۍ په چارو کې د خلکو ګډون را جلبولو لپاره هڅې تر سره سي. همدارنګه  چې د هیڅ ښار پاکوالی او په هغه کې دقانوني نظم جوړول، د خلکو له ملاتړ او ګډون پرته ممکن نه دی، په همدی ډول دایمي سوله او ثبات هم د خلکو لهملاتړ او ګډون پرته په هیڅ هیواد کې نسي رامنځته کیدلای.   


حاکم تصور داسې دی، چې دولت یوشتمن نهاد دی، چې دنده یې د خلکو او هیواد سوکالي او پرمختیا ده. دغه تصور لهبنسټه غلط دی؛ ځکه چې غوره حکومتوالي یو طرفه سړک نه دی، چې په هغه کې یوازې دولت مسوولیتولري. خلک، د دولت د جوړونکو په توګه مسوولیت لري، چې په خپل مادي او معنوي مشراکتسره داسې غوره حکومتداری  رامنځ ته کړي، چې له کور او کوڅې څخه نیولې بیا د ښار او هیواد تر سطحې پورې د ترقۍ او پرمختګ د رامنځته کولو په کار کې خپل سهم ادا کړي.


درنو کندهاریانو!


کندهار ښار- له ټولو تعلقاتو پرته- د ټولو هغو وګړو کور دی،چې په دې ښار کې ژوند کوي. او زما په ګډون له هغو څخه هریو، د ښار د یو هستوګن پهتوګه، د اساسي قانون په رڼا کې، له برابرو حقوقو، امتیازاتو او مکلفیتونو څخهبرخورداره دي. د هیڅ وګړي هیڅ راز غیر قانوني برخورد به د هغه د خاص تعلق په خاطرتحمل نه سي. د کندهار ښاروالي به د خلکو او ولایتي مقاماتو په ملاتړ په کلکه هڅه وکړي،ترڅو کندهار په یوه داسې ښار بدل کړي، چې قانون به په کښې حاکم وي او پر ټولو به یو شانتطبیقیږي، ترڅو په دې ځانګړنې سره، د غه تاریخی ښار د ټول افغانستان په سطحه د ستاېلووړ یوه نمونه شي. زه امید وار یم چه په دې لاره کې به ټول په ګډه، څنګ پر څنګ د خدای تعالی په مرسته بریالي کیږو.


 و من الله توفیق