کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاکستان زموږ دوست که دښمن؟

پاکستان زموږ دوست که دښمن؟


 د ولسمشر حامد کرزې په دې خبره دټولي دنیا رسنی خبري کوي چي په تیره اونی کي یي له دجیو نیوز له سلیم صافي سره وکړې چي په هغه که ولسمشر کرزي وویل چي که  امریکه یا هندوستان په افغانستان حمله وکړه نو افغانستان به له پاکستان سره د یو ورور په حیث ولاړوي او دفاع به یی کوي.د پاکستاني رسنیو یو منلی لیکوال حامد میر چي د پاکستان اسټیبلښمنټ ته نږدي سړی ده په ننی کالم کي د حامد کرزي به دې خبره پسخن وهي او  لیکي چي کرزی دي لومړی خپل ملک ازاد کړي چي امریکایانو قبضه کړی ده.نوموړی وایې چي که امریکه په افغانستان حمله کوي  نو دافغانستان له لاري به یي کوي. حامد میر زیاته وي چي کرزی په کابل کي له خپل صدارتي محل نه نشي وتلای نو زموږ به څه دفاع وکړي او په نږدیوو کي یي له هندوستان سره د افغان ملي اردو دټریننګ معاهده لاس لیک کړه نو یو داسي فوڅ چي د پاکستان ددښمن په لاس کي روزل شوی وي هغه به څنګه د پاکستان دفاع وکړي. نوموړی وایي چي حامد کرزی دخپل اقتدار د اوږدوالي لپاره داسي خبري کوي  او زیاته وي چي کله روس په افغانستان کي قابص وو نو په هغه وخت کي حامد کرزی د هندوستان په شمله یونیورسټي کي محصل وو او چي کله هیواد ته راستون شو نه د برهان الدین رباني په موقتي حکومت کي معین د وزارت خارجه په حیث وټاکل شو څکه چي د حامد کرزي دپلار دآی ایس آی له یو ډګروال شجاع خانزاده سره نږدي مراسم ول او نوموړي ډګروال به د کرزي پلار ته میاشتنی وظیقه هم ورکوله  او چي کله طالبان راغلل نو کرزی په خپل څوکی پاتي شو او د پاکستان مقاد یې خوندي ساتلی وو خو چيی کله د امریکه او د طالبانو اختلاقات زیات شول نو کرزي د طالبانو له حکومت نه ځان ګوښی کړلو.د۱۱ ستمبر 2011.په امریکه باندي حملو نه وروسته کله چي امریکه په افغانستان حمله وکړه نو سي آی اې او د پاکستان آی ایس آی په ګډو سره کرزي افغانستان ته ورداخل کړ او سي آی اې پاکستان سره ژمنه وکړه چي کرزی به د پاکستان مفاد خوندي ساتي او امریکه به شمالي اتحاد پرې نږدي چي په کابل قبضه وکړي بلکې امریکه به خپله په کابل قبضه کوي خو داسي وونشو او له پاکستان سره امریکه دهوکه وکړه. حامد میر چي آی ایس آی ته نږدې کس بلل کیږي زیاته وي چي له دوی ځخه تیر وتنه وشوه چی د حاجي عبدالحق په ځای یې د کرزي حمایت وکړ ځکه چي عبدالحق د کرزي په مقابل کي یو قوي سړی وو او هغه دې ته چمتو نه وو چي د شمالي اتحاد او امریکه په لاسونو کي ولوبیږي.امریکه ډیره هڅه وکړه چي عبدالحق دې ته پرې نږدي چي دپیښور له لاري ننګرهار ته لاړ شي خو عبدالحق په خپلې ډلي ډیر باوري وو او افغانستان ته دخپلو دوستانو په خوښه داخل شو.امریکه غوښتل چي حامد کرزی دولسمشرۍ په ځوکۍ کشینوي. نوموړی لیکوال د لوسي مارګن ایډورډز دکتاب حواله ورکوي چي تاجکان وایې په چي په مار اعتبار وکړی خو په فاحشې اعتیار مه کوی او په فاحشې اعتبار وکړی خو په پښتون اعتبار مه کوی  او زیاته وي چي دا حواله یېې ځکه راواخسته چي د پښتنو تاجکو او هزاراګانو خپل منځني اختلاقاتو ته اشاره وکړيږدی وایې چي کرزی دافغانستان ولسمشر دی خو د ټولو افغانانو ترجمان نه دی څکه چي دپاکستان په هکله کوم فکرپه کابل کي دی هغه په قندهاراو ننګرهار کي نه دی او د افغانستان چي آبادۍ یی تقریبن ۳ کروړه ده په هغه کي نیم نه زیات پښتانه دي او د پښتنو اکثریت اوس هم پاکستان ته د دوست او خواخوږي په سترګه ګوري.حامد کرزی د پاکستان دوست نه دی او امریکه غوښتل چي عبدالله عبدالله راولي خو پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري  او آی ایس آی په پاکستان کي میشته افغان مهاجرینو ووټونه کرزي ته ورکړل او کرزی یې یو څل بیا وټاکو. که دکرزي دا دوه مخي توب روان وي نو پاکستان باید نور په کرزي اعتبار وونه کړي.کرزی د پاکستان شوکت عزیز په شان دی چي که هر کله داخلي جنګونه ختم شي او امریکایان له افغانستان څخه لاړ شي نو کرزی به یاپه دبۍ یا په هندوستان کي وي لکه دپاکستان پخوانی صدراعظم شوکت عزیز چي له امریکه راغی او بریف کیسونه یې ډک کړل او برطانیه ته ولاړ،کرزی به هم همداسي یوه ورڅ ځي فرق یې دا ده چي کرزی له پاکستانه ولاړ او هندوستان ته به ځي


دا دپاکستان د استخباراتي ډلي آی ایس آی د یو نږدې کس نظر وو چي د کرزي په اوسني بیان یې ځرګند کړ.نوموړی دا په ډاګه وایې چي پاکستان کله هم د افغانستان دوست نشي کیدای او اعتراف کوي چي کرزی دپاکستان لخوا رالیږل شوی ده چي ددوی مفادات وساتي خو چي کله کرزي د دوی په افغانستان کي لاس وهني ته او د افغانستان په بربادۍ کي د دوی بربنډ لاس ته ګوته وونیوله نو نن کرزی بد شو او ددوی دښمن شو. موږ افغانان (خصوصن پښتانه) به تر څو د پاکستان په منافقانه پالیسیانو غولیږو.نوموړی په خپله خوله اعتراف کوي چي د طالبانو په جوړښت کي او بیا د هغو په ورکولو کي ددوی او امریکه لاس وو یاني چي په هر څه کي د پاکستان مفاد خوندي وي هغه دوی کوي که هغه د افغانستان آبادي وي او که بربادي.که هغه له امریکه سره په مشترکه زموږ په هیواد قبضه وي او که منڅني جنګونو ته هوا ورکول..خدای دي وکړي چي موږ هم داسي شو چي دخپل هیواد مفاد تر هر څه راته عزیز شي لکه د پاکستان پخواني ولسمشر
پرویز مشرف به ویل چي سب سې پهلې پاکستان (تر هر څه مخکي پاکستان) .ولسمشر په رښتیا هم دټولو افغانانو ترجماني نه کوي چي یو دښمن هیواد چي همیش یې زموږ په هیواد کي لاس وهنه کړي هغه، ته دوست او ورور ووایې .