کور / هراړخیز / د پکتيا پوهنتون د لانجې رښتينې کيسه !

د پکتيا پوهنتون د لانجې رښتينې کيسه !

له څو ورځو راهيسې په پکتيا پوهنتون کې د ځينو خود غرضه او پښتون دوښمنه کسانو په ټونګ لانجې رامينځته شوې دي. په دې لانجو کې شاوخوا لس کسانو ته زيان رسيدلى او يوتن پکې په حق هم رسېدلى دى. دا پېښه د ځينو ځانغواړو کسانو له خوا د هېواد نورو سيمو ته هم غځول شوې ده.په ځينو پوهنتونو کې يې هم تربګنۍ راپارولي او د زده کړيالانو ترمنځ يې نښتې رامينځته کړيدي.
له بده مرغه، دې پېښې ته په ځينو ويبپاڼو کې هم داسې هوا ورکړل شوې چې ګواکې دکونړ ولايت يوې محصلې خورکۍ ته د پکتيا پوهنتون دطب پوهنځي مشر لاس اچولى او په سپکه يې ور کتلي دي. په ننګرهار پوهنتون کې، د همدې پېښې له کبله تاوتريخوالى شوى او د زده کړيالانو ترمنځ وهل-ټکول هم شوي دي. په کونړ کې هم ځيني ځوانان هڅول شوي چې د لويې پکتيا له وروڼو څخه د دغې محصلې غچ واخلي .
په هر ډول،ځينې مهال هوښيار دوښمن د پښتنو ترمنځ له يوه کوچني فرصت څخه دومره لويه ګټه پورته کړي، چې سړى ور ته حيران پاته شي، دومره ګټه ترې واخلي چې له کلونه، کلونه پلان او سټراټيژۍ وروسته يې هم نشي ترلاسه کولاى!
بيا هم له بده مرغه، د پکتيا پوهنتون،د طب پوهنځي پر مشر بې ځايه تور حالت دومره کړکيچن کړي چې نژدې ده په هېواد کې د پښتنو ترمنځ تربګني دومره زياته کړي چې د يوې خوا پښتانه، د بلې خوا په پښتنو پسې ټوپک په غاړه او توره په لاسه وګرځي.
غواړم،دې ليکنه کې دپکتيا پوهنتون د وروستۍ پېښې څو واقعيتونه په ډاګه کړم، چې افسوس دځينو ځانګړيو کړيو لخوا سرچپه ښوول شوي دي :
لومړى : انګازې دي، چې د پکتيا پوهنتون، د طب پوهنځي مشر د کونړ ولايت يوې محصلې ته لاس اچولى دى. په همدې پلمه ځينو کسانو د پوهنځي دمشر په خلاف، د يوې مخصوصې ډلې په لمسون لاريون وکړ، چې په پايله کې يې د پوهنځي مشر ته هم سپکاوى وشو او د ډزو په نتيجه کې څو تنه زده کړيالان هم ټپيان شول چې يو ټپي پکې مړ هم شو.
دغې محصلې په لومړيوکې ويلي ول، چې په رښتيا ورته دپوهنځي مشر لاس اچولى خو وروسته چې پېښه لويه شوه، نو د پکتيا ولايت د ملي امنيت او نورو امنيتي ادارو په وړاندې يې ومنله چې دا درواغ دي او دځينو خلکو لخوا دې خبرې ته هڅول شوې وه. همدغسې د طب پوهنځي ښځينه زده کړيالانو هم دا خبره رد کړې او د طب پوهنځي په وړاندې يې مازې يوه چلوټه او دسيسه ګڼلې ده.
دويم : ويل کيږي چې د پکتيا ولايت د عامې روغتيا د رئيس او ددغه ولايت د طب پوهنځي د مشر ترمنځ اړېکي خړ پړ ول . د عامې روغتيا رئيس غوښتل چې ځيني کسان د طب پوهنځي په مشر وګوماري خوددغه پوهنځي مشر نټه (انکار) کوله .همداشان دپکتيا د عامې روغتيا رئيس د پوهنتون د مشر په چارو کې بې ځايه لاسوهنه کوله چې ددغه پوهنځي د رئيس لخوا وار په وار رد شوې وه.
همدا وجه ده، چې د عامې روغتيا د رئيس په لمسون، د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي زده کړيالان په څو ډلو وېشل شوي دي. له بلې خوا د پکتيا پوهنتون رئيس هم دومره وړتيا نلري چې ټولې چارې په سمه توګه سمبال کړي او پوهنتون په سم لوري روان کړي.
درېيم : بدبختانه د ځينو نورو ښوونيزو مرکزونو او پوهنتونو په څېر په پکتيا پوهنتون کې هم څه بدمعاش ډوله ځوانان شته، چې مخصوصې کړۍ يې د پاکو او وطنپالوخلکو په مقابل کې ولاړوي او هغوى په سپکوي. اوس هم ځينې زده کړيالان دغلته په وسلو سمبال دي، چې په وړه يا لويه خبره په يوۀ- بل پسې وسله وباسي او ګواښي يې!
څلورم :لکه څنګه چې پکتياپوهنتون کې له کوزې پښتونخوا څخه رالېږدېدلى (اريانا پوهنتون) هم مدغم شوى او په دغه پوهنتون کې زياتره پښتانه دي، نو ددوى د بدنامۍ لپاره هم مخصوصې کړۍ کار کوي. کله چې دغه پوهنتون له کوزې پښتونخوا څخه رالېږدېد نو زده کړيالانويې زياتې ستونزې وګاللې په ډېرو خواريو او زاريو يې رسمي بڼه ورکړه، چې دا کار د ځينو کړيو لپاره د منلو وړ نه وو. ددغه پوهنتون دوښمنان اوس هم په ارام نه کېني او په يو نه يو ډول يې په وړاندې خنډونه ور ولاړوي.
همداډول، دا پوهنتون ديوې مخصوصې کړۍ لخوا ولکه شوى دى. د پوهنتون چارې يې د نالوستو او بې کاره وګړيو په لاس کې دي .ديوې کورنۍ پکې شاوخوا ٢٦ تنه ګومارل شوي دي. او هر هغه چارواکى چې پوهنتون په معياري لار برابرول غواړي، د هغه په وړاندې چلوټې جوړيږي او له ستونزو سره مخ کيږي.
دا او داسې نور لاملونه دي،چې دپکتياپوهنتون،د پښتنو د بدنامۍ او د پښتنو ترمنځ د تربګنۍ اسباب يې چمتو کړيدي.
هيله ده چې چارواکي به د پېښې کلکه پلټنه وکړي. له پېښې وړاندينۍ غونډې به و څېړي. ريښې به يې وپلټي چې په کوم ځاى او چا د دې بدبخته پېښې سرښتې نيولې وې؟ او اصلي مجرمانو ته به يې کلکه سزا ورکړي!
همداشان هغه کسان به د پېښې پر اصليت فکر وکړي چې بې ځايه انګازو يې احساسات ژوبل کړي او دې ته چمتو شوي چې د کونړيانو، لغمانيانو، پکتياوالو، هېلمنيديانو يا کندهاريانو په نومونود پښتنو ترمنځ سمتي بدبختيو ته لمن ووهي! (پاى)


د موضوع سره په تړاو يو بل سرليک دپکتپا پوهنتون محصلين ولي شهيدان او زخميان شول ؟     عبدالله