کور / تازه خبرونه / د استانبول غونډه دافغان حکومت د مخالفينو د ګډون پرته ناکامه ده

د استانبول غونډه دافغان حکومت د مخالفينو د ګډون پرته ناکامه ده

د کابل ورځپاڼو نن تر ډیره د اسټانبول په سیمه ایز کانفرانس او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان ځواکونو د تمویل په اړه موجودې اندیښنې راخستي دي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د اسټانبول په غونډه کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د ګډون مسالې ته ځانګړی کړی.

ورځپاڼې په پاکستان کې د ځینو ډیپلوماټانو په حواله لیکلي، که په دې غونډه کې وسله والو مخالفینو ته د ګډون بلنه ورنه کړای شي، نو دا غونډه به هم کومه ګټه ونه لري.

ورځپاڼه لیکي تر هغو، چې امریکا حزب اسلامي، طالبان او د حقاني شبکه له پامه غورځوي تر هغو په افغانستان کې د سولې ټینګښت یو خوب او خیال دی.

خدمتګار په اسټانبول غونډه کې د وسله والو مخالفینو د ګډون مساله په داسې حال کې مطرح کړی، چې د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په وینا ترکیه غواړي په خپله خاوره کې طالبانو ته سیاسي دفتر پرانیزي.

خو د ورځپاڼې په وینا ترکیې دا کار د طالبانو له غوښتنې سره تړلې بللې او لیکلي، که هر کله که طالبان وغواړي، نو سیاسي دفتر به ورته پرانیزي.

ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالي شورا د یو غړي په حواله لیکلي، چې ترکیه دا کار په افغانستان کې د سولې د هڅو د ګړندۍ کولو لپاره کوي، څو طالبان یوه ځانګړې پته ترلاسه کړي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د اسټانبول په غونډه کې له ګاونډیو او سیمې له هیوادونو څخه په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د همکارۍ ژمنه اخستل کیږي.

ورځپاڼه لیکي، چې اوس نړیوالې ټولنې دا درک پیدا کړې، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات پرته په سیمه کې اقتصادي پرمختګ امکان نه لري، نو همدا لامل دی، چې په دې غونډه کې به له افغانستانه بهر د وسله والو د روزلو د بندولو په موضوع هم بحث وشي.

ورځپاڼې په خپل وروستي تحلیل کې دا غونډه په هغه صورت کې د افغانستان په ګټه بللې، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بهرنۍ لاس وهنې مخنیوی وکړي او په ریښتینې ډول د افغان سولې لپاره کار وشي.

له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل په اړه موجودې اندیښنې بله مهمه مساله ده، چې د کابل ورځپاڼو رااخستې ده.

ملي ارمان نا دولتي ورځپانې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني سفیر کارل ایکنبیري په حواله لیکلي، چې افغانستان له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د خپلو امنیتي ځواکونو لګښتونه نه شي پوره کولی.

ورځپاڼه د ایکنبیري په حواله لیکي، کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، نو د افغان ځواکونو لګښت په د دغه هیواد له عایداتو درې برابره زیات وي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ کې غټ سرلیک همدې مسالې ته ځانګړې کړې او د ایکنبیري په حواله یې لیکلي، چې د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته افغان امنیتي ځواکونه نه شي پایېدای.

که څه هم د ورځپاڼې په وینا ایکنبیري له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د افغان ځواکونو د روزنې په بهیر کې ځینو پرمختګونو ته اشاره کوي، خو وایي، چې د یو مقاوم ځواک رامنځ ته کول لا هم ګران کار دې.