کور / تازه خبرونه / طالبانو په بګرام کي د خپل زنداني وژل غندلي دي

طالبانو په بګرام کي د خپل زنداني وژل غندلي دي

طالبانو په بګرام کي د خپل يوه زنداني د وژل کيدو په اړه د سينټ کام هغه خبر رد کړی دی چي ددغه زنداني مړينه يې د مغزو د سرطان له امله ښودلې وه او دا چي هغه ددرملني پرمهال مړ سوی دی . طالبان وايي چي په افغانستان کي په دولتي او بهرنيو زندانونو کي تر دې مخکي هم يو شمېر زندانيان د وهلو ټکولو او شکنجو په ترڅ کي وژل سوي دي .


په دې اړه د طالبانو په تازه غبرګون کي  يو ځل بيا په دې اړه دملګروملتونوسازمان دبشردحقوقونړيوال سازمان او نور و بشرپالو اداروته خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه يې کړېده چې په هيوادکې دې په ټولو زندانونو کې دافغان بنديانو ناوړه حلالت ته جدي پام وکړي اوتيري کونکي دې نور په سياسي پردوکې نه پټوي .


طالبانو پر دولت او بهرنيو ځواکونو په داسي حال کي نيوکه کړېده چي اوس هم په بېلابېلو انټرنټ سايټونو او د فلمونو په دکانونو کي د طالبانو په نامه د وسله والو لخوا د انسانانو څخه د سرونو د پرې کېدلو يا په توپ کي د الوزولو فلمونه پريمانه لاس پر لاس کيږي .