کور / شعر / دغه زما غيور ولس دی

دغه زما غيور ولس دی

دغه توري سپيني ږيري
داببر ببر لاسونه
دا سري سري دا غټي سترګي
له هيبته ډک مخونه
داله زوره ډکي موټي
دپولادو مړوندونه
غيرتي ډبرين زړونه
دا زيږې زيږې خبري
دزمريو آوازونه
په سرونو کي يې شوردی
په سينو کې توپانونه
دا کږې وږي بګړۍ به
يوه ورځ سره غونډيږي
تر يو څو جرګو را وروسته
دتوپان په دود خروښيږي
دکلو تږي درې به
بيا په وينو اوبه کيږي
د غليم په بنګلو کي
هلته بل ميوند جوړيږي
جلا لا به را ژوندۍ کي
د اکبر په ميخانوکي
درز به واچوي سينو کي
ډار به واچوي په زړوکي
د خنجر عکس به يوسي
جهانګير ته په جاموکي
د اورنګ شراب په ورکي
دسرونو په کاسوکي
دا تر پښو لاندي قبرونه
دا هېرسوي لحدونه
هر لحد يې افتخاردی
پکي پټ دي داستانونه
دا تاريخ دمېړنيو
دنيکونو يادګارونه
هره پاڼه يې غيرت دی
په هرباب کي توپانونه
دا په وينو روزل سوي
دا لاله دا سره ګلونه
دا دغورنو لوړي څوکي
په لمنو کي لالونه
يو دبل په غېږا غوستي
لاړ پر لاړ پېيلي غرونه
دا وطن دعقابانو
دا ځالۍ ده دبازانو
دا خيبر دي دا شمشاد دی
قتلګاه دپرنګيانو
دا سرکښه دا مغروره
غزرائيل د دښمنانو
هر سيلاب يې بتشکن دی
هره دښته يې ميوند دی
د توپانه ډکي وريځي
هريو څاڅکی يې هلمند دی
هر وړوکي يې دريادی
افريدی دی که مومند دی
پکي غورځي د پلار وينه
د ميرويس نيکه پيوند دی
دا ميوند ميوند دښتونه
دا هلمند هلمند رودونه
له غيرته ډکه مېنه
دا اټک اټک سيندونه
په څپوکي يې رزمونه
په هر موج کې سيلابونه
دا وطن دی زمريو
دا هيواد به آزاديږي
دا دمست پښتون ولس دی
دا په وينو کي غوريږي
په دې جنګ يې پلار مړ دی
چي ميدان ويني مستيږي
هيبت پروت دی دې لاسوکي
زولنې ځني بيريږي
دا يې زېری دطغيان دی
لا سبا توپاني کيږي
بيا به ګرم کي بزمونه
بيا به خپل کي دا دښتونه
بيا به سور دسمال تر ملا کي
بيا به تاوکي چنګ برېتونه
له آمو تر اباسينه
سره يو به کي موجونه
کي به ناڅي ښکلي پېغلي
سپيني لېچي سره لاسونه
کي به ځي کاروان د اوښو
ور آزاد به وي مزلونه
کوچۍ ښکلې به ور اخلي
تر سالو لاندي ګامونه
يوه ورځ پر دغه ځمکه
په همدې تنګ دروکي
د آمو مستو څپوکي
د اټک دسند موجوکي
تر همدغه آسمان لاندي
ه همدې خاوري دښتوکي
د بازانو له ځاليه
د عقاب په آشيانوکي
د پړانګانو په کوروکي
د زمريو په زانګوکي
د همدې غرونو لمن کي
دغو ورانو خرابو کي
د سکندر لېچي وې ماتي
د چنګېز پر کور ناورين ؤ
د اورنګ خنجر يې پڅ کی
د پرنګ توپ يې خاموش کی
دبابا زړه يې لا شين ؤ
هره تيږه يې پاميرؤ
هر لښتی يې اباسين ؤ
دغه شني آسمان شاهد دی
دغه ستورو هم ليدلو
دغه لمر، دغه سپوږمۍ وه
دغه ورېځو هم کتلو
دسبا د جنګ په طمع
موږ دا نن لا خروښېدلو
دسرونو بازار تودؤ
مستانه باندي ورتللو
بيا به ګورئ بيا به وينئ
پردې ځمکه قيامونه
زندانونه به ماتيږي
ترې راوځي به مړونه
شخي- شخي به شملې وي
تور ببر- ببر برېتونه
د ملالي دننګ چيغي
پر دښمن باندي تاختونه
بريالي به را روان وي
د نېزو په سر،سرونه
بيا اختر به وي دفتحې
په سرو وينو سره لاسونه
نړوي به سوځوي به
د زاړه دښمن قصرونه
هيبتي ناري به واورئ
لړزوي به آسمانونه
بيا به دا آسمان شاهدوي
زموږ دفتحي د جشنونو
خُم به سر پر سر تشيږي
دمستانو په جامونو
غليمان به فراريږي
د ايمل بابا دغرونو
څوچي غرونه وي پرځمکه
څو سيندونه لا بهيږي
څو مجمر د آسمان تود وي
دجهان پر مخ ځليږي
څو چي ورېځ پر آسمان ګرځي
څوچي څاڅکي ترې توئيږي
څو په نوم انسانيت وي
د بشر په نوم ياديږي
دپښتون قام به ژوندی وي
او همدلته به اوسږي
دغه زما غيور ولس دی
دغه زما توپاني قام دی .