دپکتيا پوهنتون په اړه ليکنې له حقيقت څخه ليرې دي!!!!
لکه څنګه چې تاسو ته بهتره مالومه ده په افغانستان کې دتېروڅولسيزوجګړوله کبله زموږ ګران هېواد افغانستان کنډواله شو او زموږ وروڼه افغانان څوک شهيدان شول اوڅوک بيابهرنيوهېوادونوته مهاجرشول چې په دې کې پښتون ميشتوسيموته ډېر زيان ورسېده چې ترټولو لوی زيان ورته دپوهنې په برخه کې اوښتی دی. پردي ملکونه چې زموږ دپښتنو وروڼوسره ډېرزيات تغصب ښيي دوی غواړي چې دپښتنوپه سيموکې دپوهې دبهير د اودرېدومخنيوی وکړي دوی په دې پوهيږي چې پښتون څومره ښکلی ذوق اوفکرلري پښتون هغه قوم دی چې په دوی یې په باربارحکومتونه کړي دي زموږ دښمنان اوس هم لګيا دي چې داسې کسان وګماري چې هغه خپله هم پښتون وي چې دپښتنوقومونوترمنځ فتنې جوړې کړي .څه موده مخکې ديو څوتنومحدودوکسانوترمنځ چې خپل منځي اخحتلافات لري اودچوکۍ دګټلو په خاطرپه پکتيا پوهنتون کې شخړې وکړې چې ځينو خودغرضو خلک چې داريانا په پوهنتون کې یې تش په نامه زده کړه کړې ده دمحصلينو دراپارولولپاره یې دفتنې تخم وکاره کاش چې دپوهې سويه خویې دومره لوړه وای چې په دې مسايلوکې ښکېل وای چې حتا دحجرې په تعريق هم نه پوهيږي په دريو مضمونونوکې ناکام کيږي بيا واسطې کوي دطب زده کړه دومره اسانه نه ده چې هرکس دې راشي اودطب په پوهنځي کې شامل شي اومحصلين هم دومره بې غوره دي چې دا بې سواده دمحصلينو استازی ټاکي. بل داچې په بېنواکې يوه کس چې په غلط نوم یې ليکنه کړې وه ويلي وو چې ريس دې اعدام شي ايا دا ورور کوم مفتي دی اوکه په ستره محکمه کې قاضي چې په خلکو دفتوت حکمونه کوي .په پکتيا پوهنتون کې هېڅ ډول ستونزې نه ليدل کيږي داچې داشخړه پيداشوه دا د څوخودمختاروکسانولخواپيداشوه ولې پکتياوال دومره بې عزته خلک نه دي چې ديوچاپه ناموس دې تېری وکړي پکتياوال ډېرښه ميلمه پال خلک دي زه چې خپله هم په پکتيا پوهنتون کې دکرنې پوهنځي محصل يم اودننګرهاردکامې اوسيدونکی يم تراوسه مې داډول کړنې نه دي ليدلي چې دنورو ولايتودخلکوسره یې کينه اوکرکه ښودلې وي داچې داستونزه پيداشوه په اړه يې يوڅوحقيقتونه ويل غواړم هغه داچې کله چې پکتياته دارياناپوهنتون راولېږدول شوځينومحصلينونه غوښتل چې ارزيابي ازموينه ورکړي ولې دلوړو زده کړو وزارت په دې پوی وو چې تش په نامه پوهنتون یې دپيسوپه زورلوستی دی دوی لاريونونه وکړل په پای کې دې پايلې ته ورسېدل هغه محصلين چې قانوني اسناد ولري يوه وړه ارزيابي ترې اخيستل کيږي .په هرترتيب داستونزه هم حل شوه اوس چې دمحصلينوازموينه وي نو دومره بې سواده خلک دي چې څوک په پنځو اوڅوک په دوومضامينوکې ناکام پاتې کيږي او واسطې چې کوم ځای کې ولري نوترلمنې یې ونيسي او ورته وايي چې دفلاني استادسره مې په دې مضمون کې پوښتنې کمې حل کړي دي که کامياب مې کړي او داهم ورته وايي چې خیر دی چې دکاميابۍ نومرې وي داهم بس دي اوکله چې استاد ديوچاواسطه ونه مني اوپوښتنې یې هم نه وي حل کړي نوناکام کوي یې چې ځينې محصلين خوبيا دبدمعاشۍ رول لوبوي اوپراستادانو توفانچې راباسي اواخطارونه ورته ورکوي نو تاسو اوس په دې قضاوت وکړئ چې ايا داډول خلک به دولس څنګه خدمتګارشي داچې داډول سپکې سپورې په پکتياوالوپسې ليکل کيږي اويا داډول خبروته لمن وهي دا دشمالي ټلوالې او ای ايس ای کسان دي چې دپښتنوقومونوترمنڅ ستونزې پيداکوي دننګرهارخلک اودپکتيا خلک له پخوڅخه ملګري وو . د دولت له چارواکو څخه هيله کوم هرهغه کسان چې په دې پېښه کې ښکېل دي او دای ايس ای اوشمالي ټلوالې لپاره کارکوي ژر تر ژره ونيسي اودقانون منګولوته یې وسپاري .
په درنښت
msilani1@gmail.com