کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د لیبیایي حکومت اضمحلال

د لیبیایي حکومت اضمحلال

د لیبیایي حکومت اضمحلال:
مسلمانان هر چیرې او هر وخت د غرب تر برید لاندې راغلي دي او په یرغمل شوې سیمه کښې ځینو یې ددوی ملاتړ او ځینو یې ددوی مخالفت کړی دی، دوی په باخبرۍ او بې خبرۍ کښې وهل شوي دي او ددوی حکومتونه هسې ړنګ شوي دي چې بدیل یې بیا هسې حکومت نه وو لکه له منځه تللی.
له څه باندې اتو میاشتو زیات مقاومت اخر د ډګروال معمر القذافي ۴۲ کلنه دوره ختمه کړه او هغې دورې ته یې د پآی ټکی کښیښود کوم چې لیبیایان یې توره دوره بولي او دوی پکې حتی د قذافي په اړه یوه کږه خبره هم نشوای کولای. لیبییایان ډیر خوشاله دي چې دوی آخر هغه کس ختم کړ چې ددوی په ټولو آزادیو باندې یې بندیز لګولی وو.
۱: خو اوس د جنجال وړ خبره داده چې په لیبیا کښې مخالف ګوندونه سره راټول شوي او غواړي د نوي حکومت په اړه سره خبرې وکړي خو خلك ددوی له ضعیفو ارادو څخه په شک کښې دي او وایي چې ملي انتقالي شورا نشي کولای په رښتنې توګه یو نوی دولت تاسیس کړي: عماد د انجینرۍ پوهنځي محصل واشنګټن پوسټ ته وویل چې دې خلکو قذافي وواژه خو د قذافي نظر، سلوک او د هغه کلتور لا ددوی پر اذهانو باندې قایم دی او دوی نشي کولای د یوه هدف په لوري تصمیم ونیسي. دوی د تصمیم په نیولو کښې له خلکو سره مشوره نه کوي او دا به ښایي ددې لامل شي چې دغه هیواد یوه کورني جنګ ته ورټیل کړي. د تریپولي ښار اوسیدونکی دیرش کلن ګیلاني وايي چې؛ ما ددغه انقلاب لپاره په وړیا توګه کار کاوه او دا هیله مې درلوده چې وروسته له انقلاب څخه هغه بدتره حالت به تر دې ښه وي چې قذافي دې پر موږ حاکم وي خو اوس ګورو چې اجراییه کمیټې هیڅ ندي اعلان کړي او که یې اعلان کړي هم نو موږ ته به د منلو وړ نه وي دا ځکه چې دوی هر څه زموږ له سترګو پټ ترسره کوي.
۲: په لیبیا کښې د اسلامپالې ډلې مشر مصطفي عبدالجلیل بیا وایي چې دوی د حکومت حقدار دي او دوی باید ددې حکومت واګې په لاس کې واخلي او په عین وخت کښې یې دا اعلان هم کړی دی چې د لیبیا راتلونکی حکومتي نظام به په شریعت ولاړ نظآم وي او ټول مواردو کې به تصامیم د شریعت پر بنسټ ترسره کیږي، دا کار د لویدیځوالو لپاره یو د خطر زنګ دی او لویدیځوال یې هم وارخطا کړي دي چې که چیرې داسې کوم نظام رامنځته شي نو ددوی په ټولو هڅو به اوبه لاهو شي او د کمونست قذافي پر ځای به دا اسلامي نظام دوی ته لاسخت وي او ښایي چې د نورو اسلامي ډلو د راټولیدو ځآی وګرځي او په آینده کې د غرب لپاره په یو نه ماتیدونکي مورچل باندې بدل شي.
له بلې خوا انتقالي شورا بیا اعلان کړی ده چې ددوی آینده حکومت به ټولو نړیوالو اصولو ته پابند وي او له یوه دیموکراتیک نظام څخه به ملاتړ کوي. دوه متضاد اړخونه چې ایډیولوژي یې توپیر لري په یوه ظرف د حکومت کښې یې یو ځای کیدل له امکانه لرې بریښي او همدې مسلې د لیبیا ملت له ذهني کشمکش سره مخ کړی ده او وایي چې د حکومت راتلونکی موږ ته روښانه نه بریښي او ښایي یوه داخلي جنګ ته لاره برابره کړي.
۳: د قذافي د وژنې پر مهال هم هغه چا چې قذافي نیولی او لاس تړلی ورسره روان کړی د بلې ډلې له مقاومت سره مخ شوی، لومړنۍ ډلې غوښتل چې قذافي د مصراته ښارته ورسره یوسي خو د بن غازي د ښار له وسلوالو له لوري په کشمکش کې لومړی په اوږه او بیا په سر په مرمۍ ولګیده او نیم ساعت وروسته یې ساه ورکړه. له دې څخه هم د مخالفت بوی را اوچتیږي چې یوې ډلې غوښتل هغه ژوندی ونیسي او بلې ډلې هغه په زوره وواژه نو په راتلونکي حکومت کښې هم ددوی دغه اختلاف به نوي پړاو ته داخل شي او د حکومت په رامنځته کولو کښې یې ناکامي له ورایه بریښي.
ملي انتقالي شوار د خپلواکۍ د مراسمو په لمانځلو کې په وسلوالو غږ وکړ هر هغه څوک چې یوه سوکاله لیبیا غواړي نو باید خپلې وسلې دغې شورا ته تسلیم کړي او نور جنګ او جګړو ته د پای ټکی کښیږدي. خبره دلته ده چې له دې شوار سره د غرب مرسته ملګرې ده او ښکاره خبره ده چې غرب څه غواړي او بلې خوا ته اسلام غوښتونکې ډله ده؛ هغه بیا ددې غوښتونکې ده چې لیبیا باید نور یوه اسلامي ټولنه وي نه غربي او نه مطلق العناني ټولنه چې د قذافي وه او ښکاري داسې چې دا ډله به تر هغو خپله وسله تسلیم نکړي څو چې یې اسلامي نظام نه وي راوستلی او یا به داسې یوه مقاومت ته داخلیږي چې دوی به د نظام مخالف وي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي، او بله لاره یې دا هم کیدای شي چې یو ایتلافي حکومت رامنځته کړي چې د دواړو په مشورو سره به حکومت مخته ځي.
ملت بیا هم د ملي انتقالي شورا په اړه شک لري او وایي چې دوی په رښتنې توګه کار نه کوي او پر دوی کښې ځینې د قذافي د رژیم پاتې شونې څیرې دي چې هغه ته وفادار دي، خو د شورا ویاند:  محمد الخیس وایي چې دوی له ملت سره په اړیکو کې ډیر جدي دي او دوی هره مسله د خبري کنفرانسونو، مرکو او لویو هالونو له لارې ملت ته انتقالوي. او دوی همیشه د کنفرانسونو او تلویزیوني مرکو له لارې ملت ته د شفافیت او یوې ښې ادارې لوظونه ورکوي خو منتقدین بیا ددوی په دغو کړنو شک لري او وایي چې په روانه میاشت کې ملي انتقالي شورا د مالي وضعیت په اړه چې کومه احصاییه وړاندې کړې وه هغه مبهمه وه .دوی وایي چې دوی ښایي له پولي انقراض سره کوم چې د تیلو له عایداتو څخه، بین المللي کومکونو، او هغو پلانونو سره چې ددې په مصرفولو کې یې لري مخ شي.
ددې شورا د اهلیت او پوهې په اړه ښایي نور شکونه هم را پیدا شي لکه څه موده تر مخه یې د زده کوونکو لپاره د تحصیلي بورسونو اعلان کړی وو خو ددې وضاحت یې نه وو ورکړی چې محصلین باید څرنګه دغې پروسې ته خپلې عریضې وړاندې کړي او ځانونه ثبت کړي.
د ډارتموت په کالج کښې د حکومتدارۍ پروفیسور ډیک وندیوال وایي چې دغه اوسني اختلافات د لیبیا د راروان حکومت لپآره یو بد زیری دی او دا ډیر خواشینوونکی دی چې زموږ تر سترګو داسې څه تیریږي چې هغه کښې د قذافي د حکومت ځینې نمونې او کارونه څرګندیږي، لکه د شفافیت نشتوالی او په ځآنګړې توګه د تیلو د پیسو مخ په ځوړې حرکت – چې موږ ښايي په دې اړه د قیمومت د سیستم د بیرته راتګ شاهدان واوسو…
خو لکه څنګه چې د ملیونونو مسلمانانو دا هیله ده چې د زورواکي نظام له ‎ځآیه یو عادل او شرعي نظآم رامنځته شي همداسې ددوی دښمنان غواړي چې یو دیموکرات او غرب ته وفاداره نظآم رامنځته شي چې ددوی هیلې پوره کړای شي او هغه د تیلو غلا چې دوی په پټه سره کوله اوس به یې علني وکړي او د مسلمان ملت سرمایه په فدرالي جیبو کې پټه کړي او خيټه پرې واچوي. الله تعالی ته د هغه د نظآم د وفادارو سپاهیانو دعاء کوو چې همدوی دې بریالي او سرلوړي وي، او هغه ملت چې د زور له لارې پرې وضعي قوانین تحمیلیدل اوس د یوه الهي نظآم د قوانینو له چینې څخه خړوب شي او مؤمنو زړونو ته شفاء وګرځي.
والله اعلم واحکم.