کور / شعر / هرڅه په ژړا لیکم

هرڅه په ژړا لیکم

نه لرم خندا پر خوله هرڅه په ژړا لیکم
غمجن یمه پر زړه کې ، هرځه په خندا لیکم
نه مې زړه آرامه وه ، نه مې زړه آرامه ډۍ
زه د تیر وختو کیسې نن او بل سبا لیکم
نه لرم خندا پرخوله هرځه په ژړا لیکم
 
دردونه خو مې ډيردي کوم یویې رایادکړمه
د زړه آرام لپاره هرځه په غوغا لیکم
زیار باسم چې هیرنکړم، تیر وختونه هیر نکړم
پرمینه کې ظهیر یمه هرځه بې پروا لیکم
نه لرم خندا پرخوله هرځه په ژړا لیکم
 
کله چې رایاد شي هغه تللې خاطرې ځما
ځانته په خندا شمه ، خپله لیونتیا لیکم
ټول صفت کوی د ځان ،ښې ښې خاطرې لري
نه لرم ښه والۍ زه ، فقط خپله ګنا لیکم
نه لرم خندا پرخوله هرځه په ژړا لیکم
 


 


خلک پر میین د لیوني ګمان کوي
زه خو هغو خلکوته ، د تل پرشان ښیرا لیکم
چې د کم عقل تهمت، څوک پرمیین لګوي
زه هغه سړي ته ، دانسان پرځای ګمرا لیکم
نه لرم خندا پرخوله هرځه په ژړا لیکم
 
تل مې دۍ رد کړۍ د بیلتون اودغماز خبر
خبره د جفا کوي ، خو زه وفا وفا لیکم
مئ راکړه چې مست شمه دردونه رانه هیرشي
کله چې په هوښ راشم نو ځانته بیا جزا لیکم
نه لرم خندا پرخوله هرځه په ژړا لیکم
 
چې کوم صفت را یاد شي ستا د مینې
لرې شي خفګان رانه، بیایې ورخطا لیکم
چې پر خوب کې راته یاد شي هغه حسن
سل څله د ورځې نظروچ او مرحبا لیکم
نه لرم خندا پرخوله هرځه په ژړا لیکم
 


 


بیداره پریږده !تیروختونه وړاړل د طوپان پرشان
ولیکه ، راتلونکي وخت ښکلا لیکه
نصیحت کومه څانته  نوې څوانۍ نوۍ ښکلا ګوره
لیکه د نوې پښتنې پایزیب شرنګا لیکه
چې کله سترګی دې درخو په شان لیدلې
بیا هغې ته د آدم خان رباب تړنګا لیکه
مینه کې حکاک وسه او پام ساته
زړګی د لیونئ دۍ هرڅه په انشا لیکه
په مینه کې ثابت او مستحکم وسه
وتوکل علی الله وکفا بالله وکیلا لیکه
تا په دې دنیاکې و هرڅه لیدلي
نوروته  نصیحت خبره حی علی الفلا لیکه
پریږدۍ د دنیا مینه ،حقیقی مینه پیداکړه
دا دنیا نیمګړې ده حی علی الصلا لیکه
که وصال غواړې د اصیل میین
سردې په سجده کړه ، زړه کې دی الله لیکه
چې خطا کاره او ګنهګاره نه شي
که اصیل میین ته خط لیکی بیایې پرملا لیکه