کور / هراړخیز / ماشوم روزنه

ماشوم روزنه


ترمخ تردې چي پرماشوم روزني باندي  څه وویل سي راځو،چي زموږ اولنوپه دې اړه څه ویلي : نامتومتل دی،چي وایي :(اووه ښاره اباته ول یو ماشوم روزل . ) دا د روزني لپاره یوه ډېره لویه فلسفي اوپه زړه پوري خبره ده . له دې نه څرګنديږي،چي روزنه ستونزمنه ده . دروزني لپاره بیا بل ځای وایي : (چي ډب نوي ادب نه وي .) زه دلته لومړی پر« ډب » باندي څه رڼا اچوم .  بیاراځم ودې آغېزمني خبري ته .
« ډب » د ډبولو یاني «وهل» څخه نه راځي ؛ داځکه د« ډبول » مصدر څخه را وتلي نومان لکه :  ډبونه،ډبېدنه، ډبېدنګ یا ډبونګ، ډبونکی اوډبېدونکی راوتېلي .
خو « ډب » یو ږغ دی،کله چي یوشی پر ځمکه ولوېږي نو   « ډب » کوي ودغه ږغ ته « ډب » وایي یا وایي : « ډب راغوزار یې کی .)یاوايي،چي غوږونه مي «ډب » سوه یاني بند سوه، چي دوهلو سره هیڅ تړاو نه لري . « ډب » دبندولومانا هم ورکوي . لکه : اوبه یې  «ډب» کړې یا لاریې ور «ډب» کړه یاني بند یې کړه. دلته په روزنه کي «ډب» تر ډېره ځايه د ويري مفهوم  لري . چي وایي داسړی   « ډب ډبنی » شو؛ مانا وارخطا سو او یا وبېرېد.« چي ډب نه وي ادب نه وي ؛ مانا چي «مکه» نه وي ادب نه وي او یا چي وېره نه وي ادب نه وي . » یا وایي : « په مْکه ماشوم نه خوږيږي . »  مانا داچي  دیوه خراب کار څخه یې په «مکه » راګرځوه .   بل متل دی،چي وایي : « هرچیري چي اوسې په خوی به دهغو سې . » یوه مانا يې داده : چیري چي روزل سوی وي هغه روزنه لري .حمید ماشوخیل هم دروزني لپار داسي لارښونه لري. وایي: نازولی زوی مي نه اخلي ادب    دسوري نخل نه نسي رطب    – دتله حمید ماشوخیل وایي، چي په روزنه کي ډېر ناز ماشوم ته ورکول سم نه وي . داټولي خبري زموږاولنودماشوم روزني لپاره کړي .  ماشوم په لومړي ځل کي چي زموږ نړۍ ته راسي دمور بوی دمور شیدي د مور مهربانه ږغ سره مخامخ سي . دماشوم ټوله غوښتنه اوټول حواس دمور خواته سي . هرڅومره چي دی وس داورېدولري خو یوازي یې غوږدمور دږغ وخواته وي هغه اوري اوهغه پېژني. دمورتی پېژني اوغواړي یې . دموربوی پېژني یاني خپله مور په بوی پېژني .دمور دمیني ډک ږغ اوري اوپېژني یې . پر خپل مهال شيدې ورکول پر خپل مهال بیدول پر خپل مهال پاکول او کالي یاني وڼي الیشول دغه ماشوم درکه وي؛ دغه شیان بیا پرهغه مهال غواړي . متل دی چي وایي : « ماشوم چي ونه ژاړي مورتی نه ورکوي . » له دغه  ځایه ماشوم په زدکړه پیل کوي  . کراکرار هغه اړین شیان چي په دغه مهال کي ماشوم ته په کار دي زده کوي يې . دمور او پلار پېژندل، خپل خورو او ورو پېژندل،لاس اوپښې خوځول، ودغو کسانو ته خوښي اوخوشاهالي کول ،خندل او مینه ښکاره کول پخپله روزنه ده . دناخوښوشیانو په وړاندي ژړل یا چیغي وهل، خبرو ته خوله جوړول ، په ډېرو شیانو پوهیدل . دبېلګي په توګه دمور اوپلار په شخړه پوهېدل اوسخته آغېزه پرماشوم اودده پر روزنه کول . داځکه دی د دوی په خواشینۍ  پوهیږي خو شی نسوکولای ؛ نودغه ناوړه آغېزه په ده کي پاتيږي . ماشوم پخپل کور کي وټولوشیانو ته په ځیروي او په کرار سره ټول پېژني اوهالات له ځان سره ساتي او دی تر آغېزي لاندي راولي . دغه هالات که ښه وه اغېزه یې هم ښه وي که هالات خراب وه اغېزه یې هم خراپه وي  . داټول هغه شیان دي، چي داماشوم پر روزنه مستقیم اویاغیر مستقیم تاثیر لري . دا څه مانا چي دماشوم پر روزنه ښه اغېزه یاناوړه اغېزه لري؟  دا په دې مانا چي ماشوم ځوان سو دټولني پوره غړی سو هغه ناوړه  هالات په ده کي موجود وي نودی هم له خپلي کورنۍ سره دغه ناوړه چلندکوي .و انسان  ته دخپل ژوند له پیله  باید ټول شیان  وروښوول  سي او دی یې هم زده کوي . څرنګه چي پورته اشاره ورته وسوه . تر درې کلنۍ پوري دکور روزنه ده؛ ورسته چي ماشوم وړکتون ته ځي هلته بیا دوړکتون روزنه ده . په وړکتون کي دنورو  ماشومانوسره بوخت سي اوروزل کېږي ،چي دغه یوه پردې روزنه ده . ترمخ تراسلام په عربو کي داډول روزنه وه، څرنګه چي زموږ پیغمبر حضرت رسولله اکرم (ص) په وړوکتوب کي دخپل نیکه عبدالمطلب له خوایوې دایي ته چي حلیمه نومېده وروسپاره . یاني پردې روزنه اوږد تاریخ لري . په روزنه کي مبالغه پر«مکه» او «وکه » کول سم کار نه دی . یاني ماشوته ډېر ناز ورکول یاماشوم تر ډېرکنترول لاندي نیول، پر هره خبره مکه مکه ورته ویل سم کار نه دی . ماشوم باید و پوهه ول سي، چي دناوړه کار لپاره «مکه »اودښه کار لپاره «وکه» سته .  چي د«مکي »پرمهال وپوهيږي،چي سم کار نه دی او د« وکه » پرمهال وپوهېږي، چي سم کار دی .  پرماشوم دناوړه کار پرمهال چیغي وهل او په ډېر زور خوشکه کول  دماشوم پر روزنه ډېره ناوړه اغېزه لري .  وهل خو بیخي بحساب کي دنننۍ روزني نه رځي . که څوک ووايې چي زه هم وهل سوی یم . نوپروا نه لري .داښه کار نه دی سوی . پروالري . دپخوا روزنه دپخواسره پرېږدو؛ خو د نن ماشوم روزنه په  نظرکي نیسو.د وهل سوی ماشوم په ښونځي کي ټولنیز حالت یا ډېر وروسته پاته وي او یا ډېر جنګره وي . دغه دواړه حالتونه په ښونځي کي څوک نه مني . ماشوم چي په کور کي دخپل حق غوښتل دسموخبروله لیاري زده کړی وي اومور اوپلار دغه ورته په ورین تندي ورکړی وي؛ نوبل ځای هم دغه کار کوي . که په کورکي دته سم دده حق نه وي ورکړه سوی او په کوچنې سترګه ورته کتل سوي وي دغه ماشوم په هرځای کي دا آند کوي چي بېله دې یې حق نه ورکول کېږي ولي نو ځان ناحقه وځوروي .   د دغه کار ناوړه اثرات په ماشوم کي دروزني څخه ورپاتیږي ،چي ماشوم یې له ځانه سره لري او په ټولنه کي هم خپل رښت نه سو غوښتلای . ترمخ مو وویل، چي «ماشوم انسان» ټوله شیان اورېدلي،ليدلي اوکولي زده  کوي او ورسره پاتیږي . بل دروزني متل دی،چي وایي :   ( چي وایخلي پر پيکي پرې بې نږدي پر نګښي . ) یاني چي ماشوم په روزنه کي شی زده کړی وي هغه ورسره وي . ځیني نوري ستایني سته چي په ماشوم کي طبعي موجودي وي؛ هغه یوازي په ساپوهنه (Psychology)پوري دانسان اړلري، چي پرهغو باندي دلته خبري نه کوو .
دلته  یوازي پر روزنه (education ) باندي خبري کېږي .  تر هرڅه لومړی
کورنې روزنه  ( family pedagogy) ډېره مهمه ده چي ماشوم له خپله کوره ډېر شیان زده کوي وروسته بیا په درې کلنۍ کي ماشوم وړکتون  ته ځي، چي هلته بیاوړکتون روزنه  (kidergarten pedagogy) ده،چي دلته ماشوم دنور وماشومانو یاني خپلو همزولوسره لوبي،چلند،خبري اوانساني مینه له یوبل نه زده کوي . دغه البته دښونکي ترکتني اوهدایت لاندي ترمخ ځي . دغه روزنه څرنګه چي ترمخ هم وویل سوه پردې روزنه ده.  دا په دې مانانه، چي ښه نه ده، بلکي دمور اوپلار اوخپلوانو له خوا روزنه نه ده . وروسته تردې په شپږکلنۍ کي
د ښونځۍ روزنه (school pedagogy) پیلیږي . دلته روزنه اوښوونه یوځای پیلیږي . داهغه مهال دی،چي پرماشوم باندي مسؤلیت  څه ډېر یږي . دلته باید دښوونکو لخواډېر احتیاط وسي،چي ماشوم دلوست ترفشار اوزور لاندي رانسي . په کور کي موراوپلارباید دې ته متوجه وي، چي یوازي روزنه  نه ده بلکي ښوونه هم ورسره ده . ماشوم باید په دې وپوهه وي،چي کورنی  کار دښونځي په ښه سمه توګه وکي؛ مور یا پلار دماشوم سره د ضرورت پرمهال مرسته وکي؛ کتابونه اوکتابچې بایدپاکي وساتي اوځیري نه وي . خپل دهمزولو سره لوبي پر خپل مهال کول او پروخت کور ته راتلل، دمور په خوله کول او دمور خبره بې منته اوخوشکي منل . دمور منت باید داسي وي، چي ماشوم دا درک کي،چي روښتیاهم مور ښه وایي . ځیني مهال باید له خپله ناوړه کاره ماشوم معذرت له مور یاپلاره وغواړي .  ماشوم باید هرومرو دازده کړي .  ماشوم باید اوس په دې پوه شي،چي حق دچا پرخوادی . ماشوم چي مراهق کېږي څه ستونز من سي، ولي دا هغه وخت دی،چي په دې تنکي ځوان کي جسمي (physical) روحي  (psychical) بدلون راځي باید مور او پلار ددغه مهال ددغه تنکي ځوان مراعات وکي . دا ولي؟ دغه حالت تقربا یولېونتیایي حالت وي، چي په دغه نوي ځوان کي راپیداکېږي . خو دغه هلک ګرم نه دی دایوطبعي حالت دی چي پردغه ځوان تېریږي . ډېر احتیاط په کاردی، که احتیاط ددغه هلک سره ونسي کېداسي،چي ددغو څوکالو دروزني خواري په هدر ولاړه سي . خوډېره حوصله اوطاقت غواړي . دامرحله چي تېره سوه بیابېرته هلک خپل نورمال حالت ته راګرځي . دلته داخبري ټوله پر هلک را وڅرخېدې خو عین خبره پر نجلۍ باندي هم ده . څرنګه چي نجوڼي په طبعیت کي خپل تر هلک لږ څه نرم طبعیتي وي دغه حالت پردوی یوڅه نرم تېريږي ؛ خوډېر احتیاط په کاردی . دروزني عمله اوروزنه دهلک اونجلۍ دومر توپیر نه لري . دلته بیایادونه کوم چي وهل په هیڅ ګون د روزني جز نه دی . پر ماشوم چیغ وهل یاني ماشوم له ناوړه کاره  په چیغو را ګرځول روزنه نه ده . دغه دروزني پروسه  (educational process) باید نرمه او تشویقي (motiveren)  خوا ولري که « مکه »ورته ویل کېږي  اوکه  «وکه » ورته ویل کېږي په مهربانۍ دي وي . ماشوم ته په کور کي دچااحترام کول،دراتګ پرمهال کورته سلام کول،دوتو پرمهال خدای په اماني کول ور زده کړه سي، وروښوول سي او ورته وویل سي .        
یو سویسي روزنپوه «هینریش  پستالوڅي » (   Heinrich Pestalozzi  Pädagoge)  وایي : (. . . دهېواد مندي اوپلورونه با استعداد کړو، چي وخپل ماشومانو ته له سهاره تر ماښامه پخپل کړواو وړوسره مرسته وکړي اوپخپل ښه عمل پر دوی باندي روزنیزه سمه اغېزه وکړي .)                 (Wikipedia)


   دغربي پوهانو نظر د روزني په هکله :
-: روزنپوهنه اوروزلو ته په لاتیني  (irziohan) وایي،چي شرحه یې دماشوم روح (spirit) اوخصلت (character) رسول او ودي ته یې رُشّد ورکول دي .    


-: په عامه توګه روزنه یو ټولنیز چلند دی،کوم چي دمعیني زده کړي پروسه په پوهي او قصدسره سرته ورسوي او حمایه یې کړي،چي یونسبي او دایمي بدلون د کړواو وړو لاس ته راولي او  دترمخ تعیني سوي روزني دموخي  مطابق وي . 
په حقیقت کي دغه دروزني اصطلاح (definition) سلسله يي (hierarchical) تشریح سوې ده،چي په دې کي برخه لرونکي  کسان لکه روزونکی اوماشوم  دي  . نو له دي کبله  ترتیب سوې د زدکړي پروسه یې پر دغسي روزنه ور زیاته کړې ده . -: بله اصطلاح دروزني داده: چي روزنه د ټولنیزي مرستي،وګړیزه مرستي په رڼاکي دشخصیت دجوړولو اودیوه کس   (individual) رسولو دنده لري .


 -: غربي مډرنه اصطلاح د روزني له نقطهء نظره (perspective) داسي ده، چي یو رسېدلی،خپلواک معمله کونکی او مساوی الحق انسان، چي خپل ژوند پخپله پلان او جوړې کي،وروزي .     (Wikipedia)


دغه پورته دټولو اصطلاحګانو موخه او وینه په خپله محتوا کښې یوشی دي؛ مګر په ډول ډول  وینګ سره تشرېح سوي دي . مطلب ماشوم روزنه ده اوو ټولني ته دټولني سم غړی وروړاندي کول غواړي،چي یوخپلواکه پرځان قادره وګړی وي .
دغه خبره په نړۍ کي ټوله مندي اوپلار ونه خپل ماشوم ته غواړي .


لیکونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه :
۱-:  Wikipedia
 children education-:۲
encyclopedia   Wikipedia -:۳
۴-: روزنپوهنه یا(Pedagogy   )  ( مخ  ۵۳لیکونکی محمدسرور وکیلي