محکمې د مشرف او شوکت عزيز د نيولو امر صادر کړ

د لراوبر اداره | اکتوبر 28th, 2011



د بلوڅ ملتپال مشر نواب محمد اکبر خان بګټي د قتل په تور د بلوچستان ستري محکمې لخوا نن د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف او لومړي وزير شوکت عزيز د نيولو حکم صادر کړ .


د نواب اکبر خان بګټي د قتل ددوسيې مدافع وکيل هادي شکيل رسنيو ته وويل چي د ځينو بدنيتو له امله د مشرف او شوکت عزيز د نيول کېدلو حکم ځنډېدلی و .


د نواب اکبرخان بګټي زوی جميل اکبر وايي چي د پلار د قاتلينو نيول کېدل يې زړه نه لويږي ځکه چي هغوی اوس له هيواده بهر اوسيږي .


نواب اکبر خان بګټی شپږ کاله مخکي د پاکستاني پوځيانو په عملياتو کي ووژل سو چي وروسته يې مړی هم د هغه کورنۍ ته د سپارلو پرته خاورو ته وسپارل سو .

Copyright Larawbar 2007-2024