کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د حامد کرزي وروستۍ څرګندونې ښې خو له مبالغى ډکې

د حامد کرزي وروستۍ څرګندونې ښې خو له مبالغى ډکې

په 2011-10-07  ما د ((د پاکستان په وړاندې  دښمني د هندوستان سره ستراتيژيک تړون)) په عنوان څو کرښې ليکلى وى ، دا هغه مهال ؤ چې جمهور رئيس کرزى تازه تازه د هندوستان سره د ستراتيژيک تړون تر لاسليکولو وروسته د ډهلي څخه هيواد ته راستون شوى ؤ .
د هغې ليکنې مغز دا وه چې د پاکستان سره په څرګند ډول د افغانستان د دښمنۍ اعلان ندې پکار لکه څرنګه چې يو شمير جذباتي لوستي او نالوستي هيوادوال ، دولتي کړۍ او خپلواک مبصرين  چيغې وهي ، يو شمير لنډ نظري پوهان يې ورسره بدرګه کوي او يو شمير د هيواد بدخواهان يې د لا پسې تندولو لپاره لکه د اور سکروټى ته لمن وهي ، بلکه پکار دا دي چې بايد افغانستان  تر ټولو دمخه د دې جوګه شي چې د يو بل هيواد سره ډغره ووهي او بيا دى د څرګندې دښمنۍ اعلان وکړي او که چيرته دښمني د پاکستان په څير د ګيدړ صفته ګاونډي سره وي نو بيا خو ورسره څرګنده دوستي کول هم ندي  پکار .
موخه دا ده پداسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تعلقات خورا نازک پړاو ته رسيدلي د هندوستان سره د ستراتيژيک تړون لاسليک نه ؤ پکار او دغه کار بايد د پاکستان سره تر ستونځو حلولو وروسته تر سره شوى واى چې د ستراتيژيک تړون د نه شتون په صورت کې هم افغانستان د هندوستان هر ډول مرستى جلبولاى شوې او په باور سره وايم چې هندوستان به پدې صورت کې هم د خپلو مجبوريتونو له کبله د افغانستان سره د مرستو څخه لاس نه واى اخيستى .
د هر نظر ضد فکر موجود وي او د هر عمل عکس العمل نو په همدې اساس زما د هغى ليکنې په هکله هم ډول ډول نظرونه راڅرګند شول ، که څه هم ما د خپل نظر موافق ډير څه تر لاسه کړل خو عموماً په افغانستان کې دا ذهنيت خورا زيات  دى که څوک هسې هم د پاکستان نوم واخلي نو د ISI د تنخوا خور مهر پرې لګيږي.
فطرت او ذهنيت دا ډول دى څوک چې تر هغى  د يو بل فکر څخه په بشپړه توګه مطمئن شوى نه وي او په استدلال سره ورته ثابته شوې نه وي چې نظر يې ناسم دى نو له خپلې خبرې نه تيريږي ، ما هم له همدې کټګورۍ وبولئ.
لدې امله چې د پاکستان سره مې د افغانستان په څرګند ډول د اعلان جنګ مخالفت کړى اوس هم وايم چې پر پاکستان د بهرني بريد په وړاندې د مرستې په هکله د جمهور رئيس حامد “کرزي” خبرې که څه هم د واقعيت څخه ليرې او پر مبالغى ولاړې دي خو په سياسي ډګر کې خورا موزونې دي.
د جمهور رئيس پدې څرګندونو ، که چيرته د پاکستان سره د امريکا او يا بل کوم هيواد جګړه پيښه شي نو افغانستان به د پاکستان په څنګ کې ودريږي ، ډيرو خلکو خبرې وکړې ان تر دې چې مشهورې سياسي څيرې سيد اسحق ګيلاني دغه خبرې تر تاريخ پورې تړلى وبللى او ويې ويل که چيرته د جمهور رئيس مطلب د ظاهرشاه په څير چې د پاکستان د وخت  فوځي مشر ايوب خان ته يې د هندوستان د بريد پر مهال ډاډ ورکړى ؤ ، وي نو بيا خورا زياتې ګټورى دي.
يو شمير نورو بيا پرې کلک اعتراضونه وکړل او وولسي جرګې وويل چې افغان حکومت بايد خپل بهرنى سياست روښانه کړي ،  د افغانستان پلو د جمهور رئيس د څرګندونو په هکله دوه ډلې بريښي خو مخالفين يې زيات دي.
له بلې خوا د پاکستان په حکومت کې دخيلو خلکو دغه خبرې د قدر وړ وبللى او ويې ويل چې جمهور رئيس د دواړو هيوادونو تر منځ د رامنځته شوي خليج د منځه وړلو کوښښ کړى دى خو د پاکستان په اړخ کې هم دا ډول خلک پيدا شول چې د جمهور رئيس خبرو ته يې په هغه نظر ونه کتل چې پاکستاني چارواکي ورته ګوري ، يو شمير نورو خو لا پرې ملنډى ووهلى.
ځينيو پاکستاني ليکوالانو او ژورنالستانو د جمهور رئيس خبرې خورا بې معنى وبللى او ځينيو نورو بيا وويل چې افغانستان به نو د امريکا د بريد په صورت کې د پاکستان سره څه ډول مرسته وکړي چې ګرد افغانستان د امريکايي عسکرو څخه ډک دى.
که څه هم جمهوري رياست د کرزي خبرو ته توجيهات لټوي خو اى کاش چې جمهور رئيس دومره نه واى خوږ شوى چې ليوني جنرال پرويز مشرف يې هم خبرې ليونتوب بللاى واى.
په کابل کې ناستو سياسيونو ته ښايي چې په ښکاره ډول د پاکستان په هکله نرمه ژبه وښوروي او شيرين ټکي وکاروي خو دومره نه چې پاکستان يې له ستوني تير کړي ، خو که چيرته په ريښتيا سره هم د ملت د دې مشرانو او خواخوږو سره د هيواد د ګټو اهميت وي او څه کول غواړي نو چا يې مخه نيولى ده ! د پردې تر شا دې د خپل هيواد په ګټه هغه ګام پورته کړي چې زړه يې وي ، ندي پريږدي چې پاکستان يا بل څوک يې په سر لوبې وکړي .
زما په فکر د جمهور رئيس دغه څرګندونې د هندوستان سره د لاسليک شوي ستراتيژيک تړون پورې تړلې بريښي پدې معنى چې جمهور رئيس د پاکستان سره د نژدې کيدلو کوښښ کوي او د هندوستان سره د ستراتيژيک تړون جبران کوي ، هغه پوهيږي چې دې تړون پاکستان انديښمن کړى نو غواړي په يونه يو ډول د پاکستان انديښنې ليرې کړي خو بيا هم ناشونې ده چې پاکستان دې يواځې د يوې مرکې پر مهار د اظهاراتو په بنياد خپله پاليسي بدله او ياد تړون دې له نظره وغورځوي.
کابل ته پکار دي چې د اسلام اباد په وړاندې هغه ډول پاليسي غوره کړي چې اسلام اباد د کابل په وړاندې غوره کړى ده ، ټول پوهيږي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې دوه مخې نه بلکه څو مخې پاليسي لري ، خو هيڅکله يې هم په څرګند ډول د دښمنۍ څرګندونه نده کړې او هيچا به نه وي ليدلي پاکستاني چارواکو هغه ډول څرګندونې کړي وي کوم ډول چې په تيرو لسو کلونو کې د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي څخه نيولى له وزير ، رئيس ، سفير ، ويندويانو او عادي مامورينو لخوا د پاکستان په اړه شوي دي ، همدا لا مل دى چې پاکستان په خپلو سياستونو کې بريالى او خپلو موخو ته رسيدلى بريښي خو افغانستان د هر تور له پورې کولو وروسته مخ تورن کيږي .
پاکستان په افغانستان کې جګړه هم پر مخ بيايي او د مخنيوي چيغې يې هم وهي ، افغانستان ورانوي هم او جوړ افغانستان د پاکستان په ګټه هم بولي ، د مخالفينو مرسته هم کوي او د حکومت هم ، د امريکا تر څنګ هم ولاړ دي ، د امريکا څخه خپلې ګټې هم تر لاسه کوي او په بيلا بيلو محاذونو کې يې تر بريدونو لاندې هم نيسي او…………..
له بلې خوا افغانستان نه خو په بشړه توګه د بهرنيانو مرستې جلب کړي او نه يې د پاکستان سره دوستانه تعلقات ساتلي دي ، نه خو د هيواد په جوړولو موفق شوي او نه د مخالفينو په پخلا کولو ، نه د پولو څخه د باندې راتلونکو مخالفينو په مخنيوي توانيدلي او نه يې په هيواد کې دننه او په حکومتي چوکاټ کې مخ پر زياتيدو مخالفت پاى ته رسولى دى ، نه يې ملت ته قانع کوونکى ځواب ويلى دى او نه يې د ملت ستونځى ورحل کړي دي او ….او …..او………………
لکه چې ومو ويل  د کابل يواځې يوه خوږه خبره د افغانستان په هکله د اسلام اباد پاليسۍ ته بدلون نه شي ورکولاى خو بيا هم د څه نه کولو سره سره ترخې خبرې هيڅ معنى نه لري که چيرته افغانستان د دښمنۍ نيت لري او د پاکستان د ناوړه اعمالو په وړاندې د يو جدي غبرګون ښودلو پريکړه يې کړي وي نو خبرو ته هيڅ اړتيا نشته بلکه نيغ په نغه عمل کول اړين دي ، موخه مې دا ده چې د نرمۍ په ښودلو سره جمهور رئيس ولى ملامته شي او ولې يواځې د ترخو خبرو په کولو او د عمل د نه کولو پر مهال پداسې حال کې چې دغه سياست ناوړه پايلى هم لري د يو شمير نورو دولتي چارواکو او مطرحو کسانو کړنى وستايل شي؟
هر څوک د پاکستان په وړاندې د دښمنۍ چيغې وهي خو هيڅوک هم پيدا نه شو چې د دې دښمنۍ څرنګوالى بيان کړي ، که پوښتنه وشي ايا افغانستان دا وړتيا لري لکه څرنګه چې په تيرو څو مياشتو کې پاکستان پر کنړ يو نيم زر توغندي وويشتل افغانستان دوه زره توغندي د پاکستان پر خاوره وتوغوي؟
ايا د حامد کرزي د ريژيم ملي امنيت دومره ځواکمن دى لکه څرنګه چې ISI  د طالبانو ټول اسلامي امارت د پاکستان څخه چلوي چې همدا ډول يوه فعاله شبکه د پاکستان پر ضد منظمه او پر مخ بوځي؟
ايا د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې دا شيمه شته لکه څرنګه چې حنا رباني کهر هليري کلينټن قانع کړه هغوى يې هم قانع کړي ؟
ايا بهرنيان د افغانستان سره دومره ژمن دي لکه څومره چې د پاکستان سره سعودي عربستان او د چين جمهوريت ژمن دى ؟ ايا چين ونه ويل چې په پاکستان بريد به پر چين بريد وي؟
ايا د افغانستان ملي اردو ، ملي پوليس او نور ځواکونه د پاکستان د امنيتي ځواکونو په څير مجهز او سمبال دي او که نه ؟
ايا د افغانستان ملت د خپل دولت تر شا همداسې ولاړ دى لکه څرنګه چې پاکستاني ملت د خپل حکومت ملا ورتړلى ده ؟
ايا عام افغانان د خپل ژوند په ډيرو برخو کې پاکستان ته اړتيا نه لري ؟ او ايا په سلګونو زره افغانان اوس هم په پاکستان کى ندي ميشت؟
ايا شونې ده که چيرته پاکستان له خپل هيواد څخه د افغان مهاجرينو د ايستلو پروسه په جدي توګه پيل کړي د افغانستان حکومت به دې مسافرو او بيرته را ستنو شويو افغانانو ته په هماغه اندازه د ژوند استانتياوى هم برابرې کړاى شي چې په پاکستان کې ورته برابرى وى ؟ دا به نه غواړو چې بايد په خپل هيواد کې يو څوک بايد تر بل هر ځايه ارام ژوند وکړي.
دا هم يو بې ځوابه پاتې سوال دى چې په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه د حقاني د شبکې مرکز پاکستان بولي او د هر بريد پړه په همدې ډلې ور اچوي خو بيا هم د پاکستان په وړاندي خشن غبرګون نه څرګندوي ، ولى ؟ او ولې د افغانستان په خاوره د پاکستان د ښکاره بريدونو ځواب د وسلې په خوله نه ورکوي؟
بيا نو ولى د يو مثبت سياست پر ځاى منفي سياست ته وده ورکول کيږي او بې له فکر کولو يواځې د بد بينانو د ناوړه تبليغاتو د اغيزو له کبله د مسئلې يو اړخ ته کتل کيږي؟
زه فکر کوم چې په اوسنيو حالاتو کې امريکا هم پاکستان ته اړتيا لري او نه غواړي چې د دغه هيواد لخوا د اخيستونکو مرستو خورا لږه برخه هم له لاسه ورکړي نو بيا افغانستان ولې دا حماقت کوي؟
ايا زمونږ په هيواد کې داسې څوک نشته چې د ناسمو پاليسيو څخه رامنځته کيدونکو ناوړه پايلو ته پاملرنه وکړي ، ملت قانع کړي ، له جذباتو کار وانه خلي ، په سړه سينه په پوره حوصله د هيواد او هيوادوالو د سوکالۍ لپاره کار وکړي ، د يو اغيزمن نظر پلوي او ورڅخه دفاع وکړي.
منلى حقيقت او مسلم واقعيت دى چې افغانستان په يوه برخه کې هم د پاکستان سره سيالي نه شي کولاى نو روښانه ده چې د دښمنۍ پايلې به يې د افغانستان لپاره زيان رسوونکى وي ، پوهان  پداسې حالاتو کې د ولسمشر يادې څرګندونې سمې بولې خو له مبالغى ډکې ، کاشکې چې جمهور رئيس د پاکستان او امريکا او يا پاکستان او هندوستان تر منځ د جګړى تر بريده نه واى رسيدلى بلکه په ښکته برخو کې يې د پاکستان سره د مرستې کولو او د پاکستان د مرستو د تر لاسه کولو په هکله يو څه ويلي وه .
اوس خو به نه جمهور رئيس دومره د ملنډو وړ ګرځيده او نه به د سياست په ډګر کې د افغانستان د مشرانو ناپوهي راڅرګنديده ځکه چې د جمهور رئيس دغه وروستۍ څرګندونې هيڅ ډول نه شي توجيه کيدلاى .
نه يواځې دا چې افغانستان د پاکستان په وړاندې کمزوى دى بلکه دغه غريب او بې چاره هيواد د يو بل ښامار ګاونډي ايران سره هم د ډغرې وهلو ندى ، هر کله چې يو هيواد د ګاونډيانو سره د دښمنۍ په روحيه چلند کوي او ليرې هيوادونه يې مرستې ته چمتو نه وي نو څرګنده خبره ده چې هم به په سيمه ايزه کچه يواځې او هم به په نړيواله سطحه يواځې  پاتې کيږي او ناوړه پايلې به يې يواځې ګالي.
فکر کيږي د جمهور رئيس د څرګندونو د مفهوم پر کرښه  يو بهرنى سياست عيارول خورا ګټور خو دا ډول له مبالغې ډکې څرګندونې خورا بې معنى دي.
پاى