کور / تازه خبرونه / په ننگرهارکې د دولت او قومي وسلوالو ترمنځ نښته شوې

په ننگرهارکې د دولت او قومي وسلوالو ترمنځ نښته شوې

جلال اباد(پژواک خبري اژانس د خبر له مخې : د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو وروسته له هغه د شينوارو د سه پاى قوم پرضد عمليات ترسره کړل، چې وسلوالو پر دولتي ځواکونو بريد وکړ.له تېرو دووکلونو راهيسې د اچين ولسوالۍ ديوې دښتې پرملکيت دشينوارو د ددوقومونو، سه پاي او علي شيرخېلو ترمنځ شخړه روانه وه، چې له امله يې د دواړو لورو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.دوه ورځې دمخه د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي،يادو قومونو ته اخطار ورکړى و، چې خپل وسلوال بې وسلې او دښته خوشې کړي.په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امين الله امرخېل د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې وړمه ورځ دواړو قومونو دولت ته ژمنه ورکړې وه، چې دښته خالي کړي، خو هغه زياته کړه، چې پرون مازيګر په ٤بجو د سلوالو پرهغه قرارګاه بريد وکړ ، چې والي ګل اغا شيرزي، ملي اردو او د پوليسو قوماندانانو پکې غونډه لرله.هغه زياته کړه،چې په دې بريدکې دوه پوليس ټپيان شول او وروسته دولتي امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات پيل کړي دي. دامرخېل په وينا، قومي وسلوالو په دې جګړه کې له درنو وسلو څخه هم کار اخيستى ده.د سپين غر ولسوالۍ امنيه قوماندان ملک زرجان پژواک ته وويل، چې په دغه نښته کې د قوم ٧ وسلوال وژل شوي او ٦٥ ژوندي نيول شوي دي.د ننګرهار دعامي روغتيا رييس ډاکتر باز محمد شېرزاد پژواک ته وويل،چې تراوسه روغتون ته ١٥تنه ټپيان وروړل شوي دي.خو دسه پاي قوم د يوه قومي مشر ملک عثمان دکور غړي حيات الله پژواک ته وويل،چې په دغه جګړه کې ددوى له ١٠٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٨٠ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.د علي شېرخېلو دقوم يو تن قومي مشر ملاجان شينواري پژواک ته وويل، چې په دغه جکړه کې د ملي اردو ٤سرتېري او د والي ګل اغا شېرزي يوتن ساتونکى وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه، چې دولت سره دشوى تړون له مخې،دوى پرون دښته خوشې کړې وه، خو د شپي له خوا دسه پاي قوم وسلوالو يوځل بيا پردښته قبضه او مورچې پکې جوړې کړي دي. د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي پژواک ته وويل،چې پرون دواړو قومونو تضمين ورکړى و، چې دښته به خوشې کوي، خو نن سهار دسه پاى قوم وسلوالو يوځل بيا په ياده دښته کې مورچې نيولې وې. نوموړي زياته کړه، چې والي دوى ته يو پلاوى ولېږه، چې سيمه تخليه کړي،خو هغوى انکار وکړ او پردولتي ځواکونو يې ډزې پيل کړې. د هغه په وينا، په ډزو کې ٣پوليس ټپيان او ٢رېنجر موټر ويجاړ شوي ديد عبدالزي په وينا، چې دولتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ٣وسلوال وژل شوي او ٢تنه نور ټپيان دي.