کور / تازه خبرونه / کابل: ځانمرګي بريد د ناټو شپږ پوځيان وژلي دي

کابل: ځانمرګي بريد د ناټو شپږ پوځيان وژلي دي

له کابل څخه ورکړل سوي راپورونه وايي نن سهار د ناټو شپږ پوځيان په يوه ځانمرګې حمله کي وژل سوي دي.
پېښه افغان اميريکن پوهنتون ته څرمه هغه وخت رامنځته سوې چي يوه ځانمرګي خپل موټر د ناټو د پوځيانو په يوه سرويس موټر کي وواهه.
نيويارک ټايمز د يوه عيني شاهد په حواله وايي چي د ناټو پوځيانو شپږ مړه عسکر يې په خپلو سترګو ليدلي دي.
بلي خوا ته د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د پېښي پخلى کړى خو د يوه افغان پوليس او درو ملکي افغانانو د مړيني خبر ورکوي، چي د پېښي پر مهال له سيمي څخه تېرېدل.
صديق صديقي ويلي چي د ناټو د پوځيانو له مړيني ناخبره دئ.