طالبان : په زابل کي مو يوه چورلکه نسکوره کړې
16
وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړى چي تېره ورځ يې د زابل ولايت په اټغر ولسوالۍ کي د ناټو ځواکونو يوه چورلکه نسکوره کړې .
د ويب پاڼي په حواله چي لومړى د دې ولسوالۍ پر مرکز د درنو او سپکو وسلو بريد وشو او وروسته تر بريد د بريد سيمي ته چورلکي راغلې چي د بېرته تګ په وخت کي د وسله والو له لوري په ٨٢ ميلي وسله وويشل شوه .
په دې اړه تر اوسه خپله د ناټو ځواکونو څه نه دي ويلي .