کور / تازه خبرونه / ناټو: د کابل په ځانمرګي کي ١٣ امريکايان وژل سوي دي

ناټو: د کابل په ځانمرګي کي ١٣ امريکايان وژل سوي دي

ناټو ځواکونو ومنله چي نن يې په کابل کي د يوه ځانمرګي بريد په نتيجه کي ١٣ پوځيان او څلور افغانان، چي درې يې ملکي کسان دي وژل سوي دي.
د اې، بي، سي تلويزون وايي وژل سوي پوځيان ټول امريکايان ول، چي د کابل ښار د ګڼي ګوڼي په يوه ډکه سيمه کي ووژل سول.
خبر زياتوي چي يوه ځانمرګي بريدکوونکي نن سهار د افغان اميريکن پوهنتون مخته د ناټو د پوځيانو له يوه سرويس سره خپل موټر وجنګاوه او پورتنۍ مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.
د راپور له مخي په دې حمله کي څلور افغانان هم وژل سوي دي، چي د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي يې درې تنه ملکي کسان او يو افغان پوليس ښودلى وو.