کور / تازه خبرونه / غزنى : چاودېدونکي توکي نيول سوي

غزنى : چاودېدونکي توکي نيول سوي

د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولسوالي کي يې د يولړ پلټنو پر مهال يوشمېر چاودېدونکي توکي نيولي .
په دې ولايت کي د دريمي لېوا قوماندان جنرال داودشاه رسنيو ته ويلي چي ياد چاودېدونکي توکي چي ٥٩ بوشکې چاودېدونکي توکي ، ١٢٥ بېلابېل ماينونه او نور دي د شمشېر په نامه د پيل سوو عملياتو په ترڅ کي د يادي ولسوالۍ د رازبېګ په سيمه کي نيولي .
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .