په نننۍ حمله کی ۱۳ امریکایی پوځیان ووژل سول
امریکایی خبری شبکه ( سي . ان . ان ) په خپل تازه راپور کی د پنتاګون په حواله لیکی چی د کابل په دارالامان کی د نننۍ موټری بمی حملې له امله لږ تر لږه ۱۳ امریکایی پوځیان ووژل سول . راپور زیاتوی چی په تیر اګسټ کی په وردګ ولایت کی د یو ( شیناک ) هلیکوپتر د ویشتلو څخه وروسته چی ۳۱ امریکایی پوځیان پکښی وژل سوي وو ، دا ډیره غټه حمله ده چی دیارلس امریکایی پوځیان وژنی .
په دې سره د اکتوبر په ۲۹ ورځو کی د امریکایانو تلفات ۳۸ ته ورسېدل .
سی ان ان زیاتوی چی د کونړ ولایت په مرکز کی هم یوې ۲۵ کلنی ښځی چی په ځان پوری بمونه تړلي وو او غوښتل یې چی د استخباراتو ریاست ته ننوزی خو مؤظفینو وویشتله خو هغې خپل بمونه وچاودل او له منځه ولاړه او څلور کسان یې زخمیان کړل .