کور / تازه خبرونه / مډونا د المپيک د لوبو پر مهال کنسرټ ورکوي

مډونا د المپيک د لوبو پر مهال کنسرټ ورکوي

د امريکا نامتو سندرغاړې مډونا غواړي د راتلونکي کال د المپيک د نړۍ والو لوبو پر مهال په لندن کي کنسرټ ورکړي.
ټاکل سوې ده چي مډونا په راتلونکې جولاى مياشت کي شاوخوا د ٦٠٠٠٠ کسانو په منځ کي سندري ووايي.
٥٣ کلنه سندرغاړې مډونا چي له ډېري مودې راهيسي يې سندرو ته شا کړې وه، وايي چي د المپيک لوبي د دې دپاره يو ښه فرصت دئ چي خپلو مينه والو ته سندري ووايي.