کور / شعر / يو آه

يو آه

یو مي آه یو ه سلګئ وه نور څه نه وو
بس هم دامي زندګئ وه نورڅه نه وو


رانه مه پوښتئ دژوند خاطرې نوري
زما مینه هم پردئ وه نورڅه نه وو


چي ګاونډ می په تحفه کي رالیږلي
یو توپک یوه ګولئ وه نور څه نه وو


له مودو یې په اداباندي میین وم
یوه هسي لیونئ وه نور څه نه وو


جینئ خامه وه په کلي کې  یې رسوا کړم
ترینه غوښتي مي خولګئ وه نور څه نه وو


هربریاسید په دې خبره لمانځي
چي دعا مي دمورکئ وه نور څه نوو