د لوی اختر په مناسبت د پوهنې د وزیر پیغام

د لراوبر اداره | نوومبر 2nd, 2011


۱۱ لړم ۱۳۹۰



تر هر څه د مخه ټولو قدرمنو هیوادوالو د پوهنې مینه والو، درنو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو ته د لوی اختر په مناسبت مبارکي وایم او هیله من یم چې د خپلو درنو کورنیو سره یو ځای د لوی اختر شیبې د خوښۍ، خوشحالۍ، امن، سولې او سکون په فضا کې تیرې کړی.



په دې لوی، مبارک او عظیم مناسبت د ستر پروردګار (ج) دربار ته لاسونه لپه کوم چې زموږ او ستاسو ټولو عبادتونه، قربانۍ او دعاوې په خپل مهربانه دربار کې قبولې کړي او هغه چاته چې د مبارکې کعبې د حج د فریضې د اداکولو ویاړ ور په غاړه شوی، د بیت الله شریف د کور زیارت او د حرمینو شریفینو لیدل یې په نصیب شوي دي، هیله من یم چې لوی خدای (ج) د دوی ټولو حج قبول او په سلامتۍ سره یې بیرته خپلو کورونو ته راستانه کړي.



د لوی اختر فلسفه د سترو الهي حکمتونو او قربانیو څخه ډکه ده او مسلمانانو ته د قربانۍ هغه ستر او بې ساری مثال ور په یاد کوي چې د الله (ج) د استازي ابراهیم علیه السلام خپل زوی اسماعیل علیه السلام قربانۍ ته د ستر پروردګار په امر حاضر کړی وو چې له شک څخه پرته د انسانیت په تاریخ کې د قربانۍ تر ټولو ستر مثال ګڼل کیږي. په همدې ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو مسلمانان له ابراهیمي سنت څخه په پيروۍ قرباني کوي، حاجیان د حج مناسک ادا کوي، او ټول مومنان دغه ستر یاد په ځانګړو خوښیو سره تازه کوي. د دې سترې قربانۍ مانا دا ده چې موږ له خپل اسلامي امت، هیواد، خلکو او بې وزله هیوادوالو سره د مرستې په ډګر کې د قربانۍ د داسې غوره مثال جوګه شو چې د یوه ښه مومن په توګه د خدای (ج) په دربار کې ثبت او زموږ د دنیوي او اخروي بریالیتوبونو سبب و ګرځي.



له فرصت څخه په استفادې سره د دې خبرې یادونه ضروري ګڼم چې د افغانستان د پوهنې د نظام د عمومي زده کړو په برخه کې د متوسطه او ثانوي دورې کلنۍ آزموینې د لوی اختر د رخصتیو څخه وروسته پيل کوي نو زه هیله من یم چې د لوی اختر په مبارکو ورځو به زموږ ګران زده کوونکي د خپلو دوستانو د لیدلو تر څنګ د دې فرصت و مومي چې خپلو درسونو ته هم یو څه وخت ځانګړی کړي، خپل لوستل شوي درسونه تکرار او د پوره علمي چمتوالي سره یو ځای په کلنیو آزموینو کې ګډون وکړي. همدارنګه هیله من یم چې زموږ زیارکښ زده کوونکي به بریالۍ نتیجې لاسته راوړي او د خپلې ټولنې د خدمت په لاره کې به خپل هوډ د خپلو هڅو په لړ کې تازه کړي. یو ځل بیا تاسو ټولو ته د لوی اختر په مناسبت مبارکي وایم او د لوی خدای (ج) له عظیم دربار څخه ستاسو هر یوه د خوشحالۍ غوښتونکی یم.



په درنښت



فاروق وردګ د پوهنې وزیر

Copyright Larawbar 2007-2024