کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د بن په کنفرانس کي د پښتنو او پښتو ژبي ونډه

د بن په کنفرانس کي د پښتنو او پښتو ژبي ونډه

بسم الله الرحمن الرحیم – زه د یو افغان په حیث غواړم د خپل زړه درد له تاسو سره شریک کړم، لمړي دا چي دا کنفرانس د افغانستان په اړه دي ، افغانستان یو هیواد دی چي ډیر قومونه او ملیتونه پکي اوسیږي که څه هم ۹۹.۹٪ افغانان مسلمانان دي خو بیا هم افغانان د سني او شیعه په دوه فرقو ویشل شوي دي چي دواړه جدا اسلامي فرقی دي او هر یو خپل خپل دودونه او مراسم لري ، بل خوا په افغانستان کي مختلف قومونه او ملیتونه اوسیږي چي تر ټولو لوي قوم يي پښتون قوم دي ، تاجک ، هزاره ، ازبک ، ترکمن ، پشه اي او نور او نور قومونه په افغانستان کي اوسیږي چي دا ټول د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کي او د دي هیواد په هکله په هر ډول فیصلو کي د خپلي راي ورکولو او خبري کولو حق لري،
دا چي د جرمني هیواد د بن په تاریخي ښار کي یوځل بیا د افغانستان په هکله یو برخلیک ټاکونکي کنفرانس جوړیږي نو افغان ولس مشر او هغه کمیسون چي د دي کنفرانس تنظیمونکي دی او د افغانستان څخه دغي کنفرانس ته نمایندګان ټاکي نو باید د ډیر سوچ او فکر څخه کار واخلي او په ډیر احتیاط او فکر سره ودغي کنفرانس ته د ولس نمایندګان وټاکي ، باید داسي نمایندګان وټاکي چي هغه په رښتیا د ملت نمایندګان وي او په رښتیا د ولس لپاره کار وکړي،
زما د لیکني مطلب د بن په کنفرانس کي د پښتنو او پښتو ژبي ونډه ده، نن سهار مي یوه لیکنه ولوستله چي د خبریال ورځپاڼي په حواله يي لیکلي ؤ چي د بن په کنفرانس کي به پښتو ژبی ته ځاي نه ورکول کیږي، په دي کنفرانس کي به انګلیسي ، جرمني ، عربي ، اردو ، فارسي او یو شمیر نوري نړیوالي ژبي وي خو پښتو ژبه به پکي نه وي
دلته ماسره پوښتنه پیدا شوه چي ایا دا کنفرانس د امریکا ، جرمني ، عربي هیوادونو ، پاکستان ، هند ، ایران ، تاجکستان او یو شمیر نورو هیوادونو لپاره جوړیږي او که دا د افغانانو لپاره جوړیږي ؟
بله دا چي ایا پدي کنفرانس کي به د امریکا ، جرمني ، عربي هیوادونو ، پاکستان ، هند ، ایران ، تاجکستان او یو شمیر نورو هیوادونو په ګټو خبري کیږي او که د افغانانو او افغانستان په ګټه به پکي خبري کیږي ؟
که چیری په رښتیا سره دا کنفرانس د افغانستان په اړه وي او د افغانانو په اړه پکي فیصلي کیږي نو پکار ده چي پښتنو ته پکي ځاي ورکول شي او همدارنګه پښتو ژبه پکي ځاي په ځاي شي ، پښتنو ته حق ورکول شي چي په خپله ژبه خپل مشکلات حل کړي
ولسمشره ، دا کنفرانس که د افغانانو د مشکلاتو د حل لپاره جوړیږي او که تاسي په رښتیا غواړۍ چي په افغانستان کي دغي روان ناورین ته د پاي ټکي کښیږدۍ نو د خداي په خاطر پښتنو ته پدي کنفرانس کي ځاي ورکړه ، د پښتو ژبه د دي کنفرانس یوه برخه وګرځوه
ګران ولسمشر صاحب، ستا په خوا کي خو داسي کسان راټول شوي دي چي هغوي د پښتنو د ونډي اخستلو څخه ویریږي ، هغوي په خپلو شخصي ګټو پسي ګرځي او هغوي دا سوچ کوي چي که چیرته پښتانه میدان ته راغلل نو ځمونږ ګټي به له منځه لاړي شي ، هغوي خو  دا واي چي پښتانه ټول تروریستان دي ، پښتانه باید ټول ووژل شي ، ستا د حکومت په لمړنیو وختونو کي استاد برهان الدین رباني چي ته ورته اوس شهید بزرګ واي له امریکايي ځواکونو څخه غوښتي ؤ چي دا کوم بمونه چي تاسي په پکتیا ، خوست، زابل ، کنړ ، قندهار ( ستا پلرني ټاټوبي ) ، هلمند ، روزګان، فراه، نیمروز، ننګرهار او یو شمیر نورو پښتون میشته سیمو باندی غورزوۍ دا ډیر کوچني دي تاسي باید ډیر غټ غټ بمونه په دوي باندي ووروۍ ( هغه شهید بزرګ خو به دی اوس جواب ورکړي وي ، ته خو یو ځل د هغه د قبر خواته ورشه او یوه پوښتنه تري وکړه چي استاده څنګه يي ) ، دا چي امریکا په هغي وخت کي ۱۵۰۰ کیلو ګرامه او ۳۰۰ کیلو ګرامه بمونه په پښتنو باندی ورول خو د شهید بزرګ زړه ورباندي نه و یخ شوي او لدي څخه د غټو بمونو غوښتنه يي کوله ، چي داسي خلک ستا په خوا کي وي نو اوس ته قضاوت وکړه چي څوک به ستا د پښتنو طرفداري وکړي ، ایا ستا ورور او کورنۍ چي په قندهار کي اوسیږي تا ته د قندهار څخه راپور نه درکوي ، هغه هلمندیان درڅخه هیر دي چي د انګریزانو د لوبو ډګر ؤ او خداي پاک اوس لږ له هغه شره خلاص کړي دي ، ایا دغه خوستیان او ننګرهاریان له تا څخه هیر دي چي ودونه يي بمبارد شول ، په مکتبونو يي نظامي حملي وشوي او بیا دوستانو ووییل چي بخښنه غواړو ( ساري ) ، ایا د کنړ او روزګان پښتانه له تا څخه هیر دي هغه خلک چي ته يي دغه مقام ته ورسولي ، که نه نو ته خو په چوره ولسوالۍ کي ګیر شوي وي خو دا باغیرته روزګانیانو ته د طالبانو د منګولو څخه وژغورلي او د کابل په تخت يي کښینولي ، تا ورسره څه وکړل ، روزګان ما لس کاله مخکي لیدلي ؤ او تیره میاشت بیا د یو کار لپاره ترین کوټ ته تللی وم خو هیڅ فرق پکي نه ؤ راغلي ، بیا پروان او مزار ته وګوره چي په لس کلونو کي پکي څومره فرق راغلي دي ، دا ټول ستا برکت دي چي روزګان ته دي شا کړي ده او ……
محترما ،  په کابل ، قندهار ، هلمند ، روزګان ، ننګرهار ، پکتیا ، خوست ، کنړ ، پکتیکا ، فراه ، بادغیس ، قندوز ، زابل ، لغمان، بلخ  او نورو ولایاتو کي د پښتنو مشران په مرموز ډول سره وژل کیږي ، ترور کیږي او هر ډول غیر انسانی لوبي پري کیږي خو ته چپ ناست يي ، په کابل کي د پښتنو سپکاوي کیږي خو ته غلي ناست يي ، داځل به پښتانه نور خپل پردیتوب ونزغملاي شي او مونږ به حتماً خپل حق وغواړو
نو محترما له تا څخه زما هیله داده چي لږ تر لږه په دي کنفرانس کي باید د پښتنو ونډه د هغوي د نفوس د فیصدي په اساس وټاکل شي او بله دا چی که دا کنفرانس د افغانستان د مشکلاتو د حل په خاطر وي نو مهرباني وکړه او د پښتو ژبه په دي کنفرانس کي ورشامله کړه  چي پدي سره به ټول پښتانه له تا څخه خوشحال شي که نه نو بیا به پښتانه حتماً ستا په خلاف راپورته کیږي .
نور د خداي په خاطر پښتانه له دي شر څخه خلاص کړه او د مظلومو پښتنو په حال رحم وکړه .