کور / خبرتیا او پيغامونه / په دې نوم چې راتلونکی ستاسې دی نن له موږ څخه مه اخلئ!

په دې نوم چې راتلونکی ستاسې دی نن له موږ څخه مه اخلئ!


دا روښانه ده چې ځوانان د ټولنې مهمه او فعاله برخه ده. ځوانان داسې یو ځواک دی چې په ښه لارښوونه ېې کولای شو د یوې ټولنې تګلوری په داسې ډول بدل کړو چې د ټولو اړخونو د لوړتیا ضمانت وکړای شي.
د افغانستان په تیر سیاسي تاریخ کې د ځوانانو د ونډې لږ او ډیر څرکونه شته خو دا ونډه په داسې کچه او ډول نه وه چې په ریښتنې توګه د ځوان قشر استازیتوب وکړای شي. ډیر کله د ځینو پیژندل شوو کړیو له لوري په محسوسه توګه د ځوان فکر او ږغ د چوپولو او خپ کولو هڅې شوې او غوښتل شوي چې دوی د سیاست له ډګره لرې وساتي. دا کړنې د دې سبب کیږي چې ځوانان پر دولت خپل باور له لاسه وکړي او په پردیو لومو کې ېې د ښکیل کیدلو شونتیا ډیره شي.
اوس دا دی بیا د هیواد د برخلیک ټاکونکي تاریخ یوه بله پریکړه کیږي او په دې پړاو کې د هیواد له هرې برخې څخه افغان مشران په یوه افغاني لویه جرګه کې راټولیدونکي دي. په دې برخلیک ټاکونکي پړاو کې باید د افغان ځوانانو پر روا ونډه سترګې پټې نه شي او د هغوی ريښتینو استازو ته برخه ورکول شي.
په پښتون یون کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ۱۶۰۰۰ څخه د زیاتو لوستو افغان ځوانانو راټولیدنه او شتون د دې څرګندوی دی چې دا یون په ښه توګه د افغان ځوانانو استازیتوب کولای شي. ځکه نو موږ په دې جرګه کې د خپل روا حق او ونډې غوښتنه کوو او له ټولو روڼ اندو او لوستو افغان ځلمیانو څخه هیله کوو چی په راتلونکې لویه جرګه کښی دګډون لپاره زمونږ تر څنګ ودریږي او ګډه مبارزه راسره وکړي.
همدا شان مونږ له ټولو هغو چارواکو چې د لوېې جرګې په جوړښت کې ونډه لري، غوښتنه کوو چې زموږ د حق په پام کې نیولو سره موږ ته د هیواد په اړه پریکړو کې پوره وڼډه راکړي او په دې ډول په هیواد کې د ټولو وګړو حقوق خوندي کړي.
راځئ نور دې کلتور ته دپای ټکی کښیږدو چی ځوانان باید په سیاست کښی ګډ نشي.
د لوېې جرګې د اجنډا په اړه زموږ دریځ!
افغانستان یو اسلامي هیواد دی او خلک ېې سپیڅلي باورونه، ځانګړی هڅوب او اررښتونه لري. ځکه نو دلته باید هره پریکړه د اسلام له بنسټونو او افغاني ارزښتونو سره پوره همغږي ولري.
د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره باید هره پریکړه په پوره غور او تدبر وشي.
افغان ولس هر هغه سیستم او ایډیولوژۍ ته د شک په سترګه کوري چې له بهر څخه راځي او یا راغلي وي، ځکه افغان ولس د نړۍ د بل هر ملت په پرتله د پردیو ایډیالوژیو ښکار شوي او له دې امله یې په کلتوري، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کښې ډیره ستره بیه پرې کړې ده.
دا د حیرانتیا خبره نده چې دیموکراسۍ یا ولسواکۍ ته هم د شک په سترګه کتل کیږي، خو دیموکراسي نه یو ایډیالوژیک سیستم دی. نه د کاپي وړ ده او نه هم په سوغات ورکول کیږي. دیموکراسی نه کومه سیاسی مفکوره ده چې په نورو به تحمیل شي او یا به یې نور ولسونه کټ مټ هسی کاپي کړي څنګه چي په کوم بل هیواد کښې شتون لري او په خپل هیواد کښې به یې هم کټ مټ عملي کړي. نه په یو ملت ورتپل کیږي او نه د یو بهرني ځواک لخوا جوړیږي. په افغانستان کې د ولسواکۍ جوړول او بیا وده ورکول پخپله دافغانانو کار دی. نړیوال په دې چاره کښې یوازې لازمه مرسته کولای شي.
دا چې اسلام د افغان ټولنې په ریښو کې شتون لري نو له دې کبله په افغانستان کې یوازې اسلامي ولسواکي بریالۍ کیدای شي او نورې نسخې پکې د پلي کیدو وړ نه دي.


 


په فیسبوک کې د پښتون یون ټولټوک: Facebook.com/groups/Pakhtoonyoon
بریښنالیک: pakhtoon.yoon@yahoo.com