کور / سپورټي / ځوانو رضاکارانو د پښتونخوا د کرکټ ټيم ته په١٠ منډو ماته ورکړه

ځوانو رضاکارانو د پښتونخوا د کرکټ ټيم ته په١٠ منډو ماته ورکړه

پرون ماسپښين د١٣٩٠کال د لړم د مياشتې په ٦ مه نېټه د لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د کرکټ ټيم د پښتونخوا د کرکټ ټيم ته په لس ١٠ منډو ماتې ورکړه، دا لوبه د ننګرهار ولايت د اسلامي پوهنتون د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه.
د ځوانو رضاکارانو ټيم پچه وګټله او د بايټنګ پيل کولو پرېکړه يې وکړه چې په ١٦ – اورونو کې يې د درې لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ١٤٥ منډې جوړې کړې او د پښتونخوا ټيم ته يې ١٤٦ منډې هدف وټاکه خو د پختونخوا ټيم د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلي اورونو کې ١٣٦ منډې جوړې او ټاکلي هدف ته ونه رسېدل چې په نتيجه کې لوبه په ١٠ منډو سره د ځوانو رضاکارانو په ګټه پای ته ورسېده.