کور / تازه خبرونه / د ترکيې زلزلې افغان مهاجرين هم بېځايه کړي دي

د ترکيې زلزلې افغان مهاجرين هم بېځايه کړي دي

نرګيس شوار د چټلو اوبو ترڅنګ د يوې خېمې مخته ناسته ده، وايي کور يې د تيري اونۍ په زلزله کي له منځه تللى او اوس په يوه خېمه کي ١٣ تنه اوسېږي.
نرګيس افغانه ده او په ترکيه کي د مهاجرت ژوند کوي، دا وايي د ترکيې په وان ولايت کي چي تېره اونۍ د ريختر په حساب اووه اعشاريه دوې درجې زلزلې ولړزاوه، شاوخوا ٢٠٠٠ افغانان اوسېږي، چي اکثريت يې اوس بې کوره او په خېمو کي ژوند کوي.
اوولس کلنه فوزيه محمدي يوه بله افغانه ده، چي وايي پلار او ورور نه لري، له خپلي مور او دوو نورو خوندو سره په خېمه کي اوسېږي.
فوزيه وايي پخوا په ترکيه کي تر پلرني هيواد افغانستان خوښه وه، خو اوس يې ژوند ډېر تريخ دئ.
اوګل قربانعلي هم يوه ٦٠ کلنه افغانه ده، چي وايي څلور تنه په يوه خېمه کي اوسېږي، خو له سختي لوږي سره مخ دي.
دغه زلزله چي د اکتوبر پر ٢٣ مه وسوه، شاوخوا ٥٧٠ تنه پکښي او ٢٥٠٠ پکښي ټپيان سوي دي.
په ياده سوې سيمه کي چي ورځ په ورځ هوا سړېږي، اوس هم د ترکي چارواکو له خوا د ژغورني عمليات روان دي، خو بېځايه سوي کسان د خوراکي توکو له نستوالي څخه سر ټکوي.