کور / هستوي فزيک / لېزر جیټ پرنټرونه روغتیا ته زیان رسوي

لېزر جیټ پرنټرونه روغتیا ته زیان رسوي

د آسټرالیا د کوینز پوهنتون یوې ډلي څیړونکو د یوې څیړنې په ترڅ کې دا ثابته کړې ده چې په هغه چاپیریال کي چې لیزر جیټ پرنټرونه کارول کیږي د یو ډول بڅرکو چې له پرنټر څخه راوځي غلظت په چاپیریال کې له عادی حالت څخه څلور برابره زیات دی. د دغې څیړنې پایلې چې د چاپیریال ساتنې علم په ژورنال کې چاپ شوې ښيي چې دا بڅرکي دومره واړه دي چې په آسانۍ سره کیدای شي چې تنفسي سیسټم ته او له هغه ځایه سږیو ته ننوځی او بیا یې له هغه ځایه د وینې بهیر ته ننوتلی هم شوني دي.کله چې دا بڅرکي د وینې بهیر ته ننوځي نو وینه غلیظه کوي چې په پایله کي کیدای شي د زړه د رګونو د بندولو لامل شي. دا څیړونکی ټیم دا خبره هم نه ردوی چې دا بڅرکي کیدای شي د سږیو د سرطان لامل وګرځي. د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې نږدې په ټولو ادارو کې لیزر جیټ پرنټرونه کاریږي او که چیرې دا څیړنه یادشوی زیان ثابت کړي ټوله نړۍ به له یوډل اداری بحران سره مخ کړي.