کور / تازه خبرونه / کندهار: د ماين چاودني پنځه ولسي کسان زخميان کړل

کندهار: د ماين چاودني پنځه ولسي کسان زخميان کړل

د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کي د ماين يوې چاودني پنځه ملکي کسان ټپيان کړي دي.
د کندهار د پوليسو چارواکي وايي چاودنه انصاري مېني ته نيژدې د تيلو په يوه خالي ټانکر کي رامنځته سوې ده، چي پنځه تنه يې زخميان کړي دي.
په يوه بله چاودنه کي چي د کندهار ښار د ښورندان په سيمه کي رامنځته سوې د حج او اوقافو رئيس مولوي نورالعزيز ټپي سوى دئ.
د کندهار د ولايت مقام خبرپاڼه وايي نوموړى د حاجيانو د انتقال پروسې د ليدني دپاره حاجي کيمپ ته ورغلى وو، چي پر لاري يې موټر پر ماين وختئ.
په خبرپاڼه کي راغلي چي د مولوي نورالعزيز ټپونه سطحي دي.
مولوي نورالعزيز د طالبانو د يوه ګروپ مشر وو چي تېر کال افغان حکومت ته تسليم سو، نوموړى تېره اونۍ د پنجوايي ولسوالۍ په يوه کلي له ورته پېښي روغ وتلى وو.