کور / تازه خبرونه / کندهار : مولوي نورالعزيز په چاودنه کي ژوبل سو

کندهار : مولوي نورالعزيز په چاودنه کي ژوبل سو

د کندهار ولايت مقام څخه رسنيو ته په ليږدول سوي خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ولايت د ارشاد، حج و اوقافو رئيس مولوي نور العزيز اغا نن د کندهار د ښوراندام په سيمه کي د سړک غاړي ماين په چاودنه کي ژوبل سوى او روغتون ته وړل سوى دى.
په خبرپاڼه کې ويل سوي چې د هغه موټر نن غرمه يوولس نيمي بجې د ښور اندام په سيمه کي حاجي کمپ ته څېرمه د وسله والو طالبانو له لوري پر ښخ سوي ماين ور برابر سو او ژوبل سو.
د هغه موټر هم په دې بريد کي خراب سو ى او پکښي کوم بل چاته ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.
يوه امنيتي سرچينه بيا وايې چې د نوموړي موټر ته څېرمه موټر سايکل سپرو د لاسي بم په وسيله بريد تر سره کړ او وروسته له سيمي وتښتيدل.
د سرچيني د معلوماتو له مخي چې په دي پېښه کې د مولوي نورالعزيز پر پښو د لاسي بم پرزي لګيدلي دي ولي کوم بل چاته پکښې زيان نه دى اوښتى.