کور / سپورټي / ځوانو رضاکارانو د پختونخوا د کرکټ ټيم ته په 10 منډو ماته ورکړه

ځوانو رضاکارانو د پختونخوا د کرکټ ټيم ته په 10 منډو ماته ورکړه

 


 پرون ماسپښين د 1390 کال د لړم د مياشتې په 6 مه نېټه د لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د کرکټ ټيم د پختونخوا د کرکټ ټيم ته په لس 10 منډو ماتې ورکړه، دا لوبه د ننګرهار ولايت د اسلامي پوهنتون د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه.
د ځوانو رضاکارانو ټيم پچه وګټله او د بايټنګ پيل کولو پرېکړه يې وکړه چې په 16 – اورونو کې يې د درې لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې 145 منډې جوړې کړې او د پختونخوا ټيم ته يې 146 منډې هدف وټاکه خو د پختونخوا ټيم د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلي اورونو کې 136 منډې جوړې او ټاکلي هدف ته ونه رسېدل چې  په نتيجه کې لوبه په 10 منډو سره د ځوانو رضاکارانو په ګټه پای ته ورسېده.