کور / شعر / خوب

خوب

 


بېګاه مې خوب کې ولیده زمونږ د وطن ارګ


یو ډله درباریانو، وېلې ارګ  غواړ و یا  مرګ


یو درب شو،کړس شو پورته دکارتوسوغال مغال


نارې شوې  راروان دی دا زمونږه ستر مارشال


فاتح د ا ولسي جرګې  اوسیږي په شیرپور


کابل کې ورته  وایي  چې شیر پور شو اوس  شیر چور


که ګورم   یو شیشګی دی راکولیږي په زینو کې


مارشال  وېل  دغه تن خو مشهور دی پښتنو کې


ما ووېل معرفي یې کړه چې څوک دی دا نامدار


چې شکوڼ غوندې حلال دی او شکل یې مردار


مارشال وېلې په ارګ  کې  چې  موږ  ګورې او ښکاریږو


همدارنګه شېر پور کې  موږه خوا په خوا اوسېږو


پخوا یې نوم زلمی وو  او بیا یې وروسته هېواد مل شو


چې کله ارګ ته راغی  په شېر چور کې هېواد غل شو