کور / هراړخیز / د لومړي ځل لپاره مليشې دچا دحکومت په دوره کې رامنځته شوي؟

د لومړي ځل لپاره مليشې دچا دحکومت په دوره کې رامنځته شوي؟

کمونستان هم پښتانه شول!
د نوي نظام دراتګ سره هر څوک فعال شو تېر ترې هېر شو او پدې فکر کې شول چې لوبه د سره شوه او بايد پدې لوبه کې له چا وروسته پاتې نه شي ځکه ديموکراسۍ دهر چا برخه وکړه هر څوک يې په خپل ځاى يو څوک معرفي کړ هيڅ څوک يې هم بې برخې پرې نښود  او په تېره بيا سياسي شنونکي اوکارپوهان خو يې په هره کوڅه  کې يو پيدا کړ چې د دې کارپوهانو  ډيرې هغه زاړه کمونستان دي چې د روانې غميزې اصلي عاملين دي دوى په پوره سپين سترګۍ او جرئت داسې خبرې کوي چې ته ګومان کوئ ګني دوى هيڅ هم نه دي کړي کمونستان  پښتانه دي اوکه تاجک او يا نور… په شريکه يې  يوه داسې لاره خپله کړى چې په ډېره آسانه خپل هدف ته ورسېږي اوتر ډېره پدې هدف کې کامياب شوي هم دي پښتانه کمونستان غواړي په هغه غونډو اومجالسو کې چې دهيواد په هکله پکې خبرې کيږي برخه واخلي او کوښښ يې دا وي چې  دبحث لورې بل خواته يوسي ځکه  دوى پوهيږي چې اوس خبره په دوى راګرځي نو  سم د واره دپښتنو  دحقونو او په نظام کې يې دکم رنګي خبره شروع کړي او همدارنګه تاجکان هم، خو فرق یې دادی چې هغوی دخپل قوم سره ریښتوني مینه لري او دایې دخپلې حکومت داری په دوران کې هم ثابته کړی او نن هم لګیا دي خو پښتانه بیا داسې نه دی یواځې تر خپلې ګټو پورې دی خو بده ورځ یې جوړه کړی  او وايي چې پښتانه مړه شو، ورک شو او لا ورکېږو راځئ چې نورې هغه خبرې پريږدو چې ته څوک يى او زه څوک يم راځئ په يو اواز او له يوه ټغره دخپل قوم د ژغورنې تصميم ونيسو ګني هغه د باچا خان خبره لا به يو کېږو ګني ورکېږو. او داسې احساساتي خبرې به وکړي ته به وايې تردې لا بل څوک پر دې خاوره او قوم مين دي؟ ځني غير شعوري پښتانه چې دوى نه پيژني هم په خبرو کې ورسره  ملګري شي خو له دې ښاغلو چا داپوښتنه ونکړه چې دا هر څه دکومې ايډيالوژي برکت دى دا هر څه چا وکړه دا يونيم ميليون افغانان چې شهيدان شول او په لکونو معيوب، په ميليونونو مهاجر شو، کورونه يې ړنګ او ښځې يې سرتورې شوې دا کار چا وکړ او هغوى چې بې ګناه  ژوندي ښخ شول او بچي يې يتيمان شو پښتانه نه ول؟ که هغه مهال تاسو پښتانه نه وئ؟ د هرات، کنړ او پلچرخي د ډله ييزو وژنو مسؤل څوک دي؟ تاسو څه فکرکوئ چې هغه زموږ له ياده وتلې دى؟ نه اوس هم دهغه شهيدانو کونډي او يتيمان زموږ په کوروکې شته او ستاسو دظلم او ستم کيسې يې يادي دي تاسو اوس پښتانه شوئ؟ اوس درسره دپښتنو دحقونو غم پيدا شو؟ اوس تاسو پښتانه ګټئ؟ پښتانه تر هر چا ستاسو په نظام کې د ل شوي، ورک شوي او خوار شوي. ستاسو په نظام کې خو  هم ستاسو په څېر يو چارواکي خپله سيمه له هر ډول بدبختۍ او جگړو ساتلې وه چې کشمند نومېده. هغه خو هزاره او د هزاره  جاتو سيمې له بمباره ساتلې وې او پلچرخي او نور وحشي زندانونه چې د کمونستانو له خوا به په کې مسلمانان په تعذيب کې ساتل کېدل او له هغه ځايه به د مرگ کندو ته وړل کېدل هم د دوى لپاره نه و، او حکومت ته به يې ويل چې له دې  سيمې  زموږ لپاره هېڅ ډول اندېښنه نشته، راځئ چي اول دا پښتنې سيمې او پښتانه وټکوو دوى دنظام په وړاندې خنډ دي هغوى هغه مهال هم خپل ولس ساتلې و هغوى ته ځانګړې مليشې جوړې کړي وى او د يو قوت په توګه يې ترې کار اخيسته چې وروسته د وخت دحکومت لپاره هم سرخوږ شوى  دوى چې د ټوپک سالاري چغې وهي وایي ترکومې چې ټوپک سالاران ورک نه شي او له نظامه ونه ویستل شي، حکومت به همداسې د ستونزو سره لاس او ګریوان وي دا سمه ده خو دا هغه خبره ده چې د ملت غوښتنه ده خو دا هم باید ثابته شي چې د نظام دننه دټوپک سالاري بنياد چا کېښود؟ د لومړي ځل لپاره مليشې دچا دحکومت په دوره کې  رامنځته شوي؟ هغه مليشې چې هيڅ ډول نظامي زده کړې به يې  نه درلودې، بې علمه او د ټولنې لوفر افراد  دوى د مليشو په نامه راټول نه کړل؟ او د ولس په وژلو او بې کوره کولو کې ترې کار وانه خيست؟ ايا په شمال کې مليشې ددوى په وخت کې نه وې جوړې شوې؟ ايا همغه مهال دې مليشو دپښتنو عزت، مال، او ناموس نه لوټه؟ او دا نن چې شمال کې پښتانه دآرام ساه نه شي اخيستې دا د چا دلاس تحفه ده او دا نن چې دهيواد د سالميت لپاره ګواښ دى دا ښاغلي دچا دلاس نيالګې دي؟ دوى دا هر څه هېر کړه؟ دوى  په کومه خوله د افغانيت او پښتونولي نارې وهي؟ اسلام خو يې اوس هم د دين په توګه نه دي منلې او نه يې مني.
زه دوى ته وايم چي ستاسو وزن اوستاسو حيثيت تاسو ته ستاسو پخپلو کلو او بانډوکې ښه معلوم دي چېرته چې تاسو لوى شوئ او بيا مو هغه سيمې بمبارد کړي او ځوانان مو ورته شهيدان کړل که تاسو په ريښتيا هم په ملت کې ځاى لرئ نو ولې په خپلو سيمو کې نه شئ اوسېدى؟ په کابل کې مو له ځانه سياسي مبصرين جوړکړي او په  روانو حالاتو نظرونه ورکوئ چې يو نظريې هم دروانو حالاتو سره سر نه خوري خو ديموکراسي ته دې دعا کوي چې څوک يې نظامي کارپوهان کړل او څوک يې سياسي کارپوهان، که ریښتیا هم تاسو سیاسي او نظامي کارپوهان یئ نو ولې مو هغه خپل نظام نشو ټینګولی هغه مهال تردې ډیره بده ورځ وه ولسوالی خو پرېده چې پوره ولایتونه مو له لاسه ورکړي وو نو زه وایم تاسو پدې ولس ښه نه لګئ او نه ستاسو په تبصرو باور لري.
 داسې نه ده چې ګوندى ستاسې نظرونه ډير منلي او پياوړي دي بلکې ميډيا دومره مجبوره ده چې له هرچانه يې پش پشم خان جوړکړ.