کور / اسلامي / شیطان پيژندنه -اوومه برخه

شیطان پيژندنه -اوومه برخه

په عبري بابیل کې د انسان دښمن ته :  حداد، ایدمایت او د سورې ریزن راغلی دی
خو دا نومونه بې ژباړې پاته سوي دي، لیکن د سطان کلمه په یونانی  ژباړل سوې ده.
په نوی ټستمنت کې  خدای (ج) عیسی (ع) ملامت وی چي د بیلزوبیب استازی سوی  دی.
عصری  عیسویان باور لری «دیول» یوه ملایکه وه چې د یو پر دریو ټولو ملایکو کوربه و.
 ( دومین)  چې د خدای ضد و ، په پایله کي د اور  سیندته اچول کیږي ځکه هغه د انسانو  په روح کي درواغ ، غچ او ویجاړی خپره کوي،ځینې عیسویان « دیول» دانسان ته د ګناه او وسوسی اچولو مسؤل بولي  .


د شیطان دسقوط دلیلونه


– شیطان  دملایکو تر منځ لوی مقام درلود، دې مقام هغه  مغرور کړ او غوښتل يي خپل تخت د خد ا د تخت پورته کښېږدی –  (حزقیال ۲۸ : ۱۴-۱۲)
– د شیطان غرور د هغه سقوط لامل سو -اشعیا ۱۴ :۱۴-۱۳ ، حزقیال ۲۸ : ۱، ۱۵ ،تیموتاووس ۳:۶.
دې ملایکه یاني سطان د یو مار په وسیله  د حوا سره خبرې وکړې او هغه یې په درواغو دخدای نافرماني ته وهڅوله نو سطان په داسې شي برید وکړ چي دخدای  سلطنت نومیږي نو سطان په دې دلیل ابلیس سو(- پیدایش ۳:‏۱-۵؛ ایوب ۱:‏۸-۱۱؛ مكاشفه ۱۲:‏۹)


 د شیطان سزاوی
د شیطان اخیر ځای د اور په سیند کی دی  – (مکاشفه ۲ : ۱۰)


د شیطان کارونه
– هغه د ورونو مدعی دی  – (مکاشفه ۱۲: ۱۰).
– وسوسه کوونکی دی -(متی ۴: ۳، 1 تسالونیکیان ۳: ۵)


 –
– سطان هڅه کوي،چې خلک ختا باسی او د هغه عبادت وکړي
دهغه یوه  لاره د کاذب دین راوړل دی -(۲ قرنتیان ۱۱:‏۳،‏ ۱۴)
– سطان  په خلکو  کاذب دین مني هغوی داسې باور ي کوي ، چې  دحقیقي خدای عبادت کوي اماپه واقعیت کې هغو د سطان عبادت کوي(یوحنا ۸:‏۴۴)
ځینې خلک ممکن ستاسو وغواړي چې په دې کارونوکې له  هغو سره یو ځای سئ خو په یاد ولرئ ، چې دا سطان دی چې له تاسو غواړي، چې دا کارونه وکړئ(  ۱ قرنتیان ۶:‏۹،‏ ۱۰؛ ۱۵:‏۳۳)
-سطان غواړی تاسو وویروي ، چې د« یهوه» په هکله زده کړه مه کوئ، اجازه مه ورکوئ سطان بریالی سي(متی‌ ۱۰:‏۳۴-۳۹؛ ۱ پطرس ۵:‏۸،‏ ۹)


د شیطان  امر نه منل


-که غواړی خدای خوشاله کړی نوباید د اروحواو سره  له اړیکو نیولو څخه ډډه  وکړو
 همدا علت دی چې خلک له  ارواحو  څخه غواړې چې وړاندوینه ورته  وکړي —( تثنیه ۱۸:‏۱۰-۱۲؛ اعمال ۱۹:‏۱۸،‏ ۱۹)
-ځینې نور انتظار لري، چي سیاسي سازمانونه د بشر مشکلات حل کړی هغوی په دې کار د خدای ملکوت ردوي اود خدای ملکوت  موږ ته د مشکلاتو یوازینی د حل لاره ده (اعمال ۱۰:‏۳۴،‏ ۳۵)
-د یهودوپه زده کړی سره د سطان په مقابل کي مقاومت وکړی( دانیال ۲:‏۴۴)
 -یهوه موږ ته وايي چې بدو کارو ځان وساتئ ځکه هغه پوهیږي، چې هغه موږ ته زیان رسوي (غلاطیان ۶:‏۷،‏ ۸)
-که د ابلیس په مقابل کې« یهوه»  خوشالوئ  وښيي چې د هغه له سلطنت څخه ساتنه او ملاتړ کوی( امثال ۲۷:‏ ۱۱)


 د شیطان دندی
د جاب په کتاب کې راغلي دي  «ها سطان»  د الهی شورا غړی و « دخدای زوی و» او دخدای فرمانبرداره  و او څو واري د قاضي  په نامه هم ژباړل سوی دی او خدای هغه په دی متهم کړی  دی ،چې انسان ته وسوسه وراچوي.