کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نوروزپه افغانستان کې (محمدظریف عنایت زی)

نوروزپه افغانستان کې (محمدظریف عنایت زی)


په پسرلي کې لکه څنګه چې ونې بوټي دژمي له خوبه ویښیږي اوپه نوې بڼه ژوندپیلوي انسانان هم دکال په لومړي سرکې په نوې روحیې سره کارونه پیلوي .بزګران په عمومي توګه په پسرلي کې پرځمکودکرکیلې په کارونوبوختیږي اواکثره خلک نیالګي ونې اوبوټي ایږدي .


نوروزدنوي کال یودوددی چې دافغانستان په بیلابیلوسیموکې له پخواراهیسې په مختلفوډولونولمانځل کیږي خودتیروڅولسیزو جګړوله امله زموږدهیواد وګړوهرڅه هیرکړي دي ،په افغانستان  کې ویراووژلودخوښۍاوخوشحالۍځاي نیولی دی افغانان اوس یوازې په سوله اوآرامۍفکرکوي اوزموږاکثره هیوادوال په یونه یوډول دجګړې له غمیزې  زیانمن شوي دي ،که څه هم میلمه پالنه دافغانانویوځانګړی خوی


دی خوپه نوروزاوداسې نورو جشنونو کې دافغانستان خلک له یوبل کره ورځي اوپه ورین تندي دیوبل هرکلی کوي  .


په نوروزکې هم دکال دنوروجشنونواودخوښیودورځوپه شان خلک ترخپله وسه هڅه کوي چې ښه خواړه برابرکړي په تیره بیادنوي کال په لومړی ورځ خوهرومرو دسبو او نوروښوخواړوپه برابرولوسره  د نوي کال هرکلی کوي ځکه داسې باورموجوددی چې که په نوروزکې ښه کاروکړل شي اوهمدارازښه خواړه وخوړل شي دکال ترپایه به همداسې په ښه توګه پرې تیرشي .


په کابل اودافغانستان په یوشمیرنوروښارونوکې خلک سمنک اوهفت میوه برابروي له نوروزوړاندې کورونه پاکوي ،چاچې نوې کوژده کړې وي خپلې میرمنې ته جامې اودخسرکورته کبان اوجلبۍداختري په توګه وروړي په کابل کې خلک بیلابیلو زیارتونواوسپیڅلوځایونولکه دسخي صاحب ،شهداي صالحین ، دملابزرګ ،د عاشقان اوعارفانوزیارتونو،بابربڼ  اوداسې نورو ځایونوته ورځي اودښه اوسوکاله کال لپاره دعاګانې کوي .


په بلخ ولایت کې دګل سرخ میله په سیمه کې ترټولولویه اوپرتمینه میله ګڼل کیږي چې دهیوادپه شمال کې چې دافغانستان کندوبلل کیږي په زرګونه کسان پکې ګډون کوي په دې میله کې چې دمزارشریف دسخي صاحب په زیارت کې دجنډې په پورته کولوسره پيلیږي دښیرازه اوښوحاصلاتودکال لپاره دعاګانې کیږي ،وزلوبه چې زموږدهیوادیوه دودلوبه ده په دې وخت کې کیږي دهیواد لوړپوړي حکومتي چارواکي هم په ګل سرخ میله کې ګډون کوي .


په افغانستان کې له پخواڅخه دنوي کال په لومړۍورځ دنوروزمیله دودده چې په دې ورځ بزګرانو خپل ښه دیوې (کولبې) غوایان ،پسونه او نورښه څاروي دمیلې ځاي ته ورولي اونمونه بزګرانوته چې په تیرکال کې یې له خپلوځمکوښه حاصل ترلاسه کړی وي  دحکومتي چارواکولخواسوغاتونه ورکول کیږي چې داکاردراتلونکي کال لپاره دغلې په زیاتیداکې ډیراغیزمن دی  .


په دې هیله چې ۱۳۸۷ هجري لمریزکال زموږپه ګران هیوادکې  دجګړودپاي ته رسیدو ، دایمي سولې اوله خوښۍاوسوکاله ژونده ډک کال وي دننه په افغانستان اوله هیواده بهرټولوافغانانوته دنوي کال مبارکي وایم .