کور / تازه خبرونه / د پاکستان لخوا په افغانستان کي مداخلت به پاکستان سوکاله نه پريږدي

د پاکستان لخوا په افغانستان کي مداخلت به پاکستان سوکاله نه پريږدي

د سهيلي پښتونخوا په پلازمينه کويټه کي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شموليت غونډه د نوموړي ګوند د صوبائي صدر عثمان خان کاکړ په صدارت کي پيل سوه، په غونډه کي ګڼ شمير خلګو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قامي، سياسي تګلارو سره يووالي ښکاره کړ او په ګوند کي يې شموليت وکړ، و غونډه ته د ګوند صوبائي صدر عثمان خان کاکړ زياته کړه چي د پاکستاني استخباراتو او دلته دپاکستان استعماري قوتونو نن هم دا عزائم او ارادے دي چي به دوي آزاد او جمهوري افغانستان خپل سټريټيجيک هدف ګڼي او نن هم دلته په پاکستان کي هغه ترهګر قوتونه ساتي کوم چي يوازي د سيمي لپاره نه بلکه د ټولي نړي لپاره ستر تاوانونه را منځ ته کوي او بل لور ته د پنجاب استعماري قوتونه او دغه جاسوسي ادارے د پښتون افغان په شمول دلته پراته بلوڅانو، سندهيانو، سرائيکيانو ته دهغوي په وطن د هغوي د واک و اختيار سخه ډډه کوي او د پښتونخوا وطن ټول وسائل او معدن، اوبه، بريښنا په لوټولو اخته دي، هغه زياته کړه چي تر څو په پاکستان کي د پرتو قامونو قامي حقوق او د هغوي په مځکو د دوي اختيار نه وي منل سوي، او د پاکستان استخباراتي شبکې او دلته آمر قوتونه د خپلو ناروا دهندو سخه په شا سوي نه وي هغه ورځ به لري نه وي چي به د پاکستان جوړ کړل سوي ترهګر قوتونه د نړي د امان تباه کولو سره سره به د پاکستان د تباهي او بربادي هم سبب ګرځي،