کور / تازه خبرونه / د بګرام څخه يو قومي مشر خوشي شو

د بګرام څخه يو قومي مشر خوشي شو

په كندهار كي د سولي د پروسي له لاري ، د ارغنداب د ولسوال ، د شورا د غړو قومي مشرانو او سپين ږيرو په همكاري او هلو ځلو سره ددې ولسوالۍ يو تن قومي مشر چي حاجي راز محمد نومېږي د بګرام له زندان څخه راخوشي شو.
نوموړى پنځلس مياشتي مخكي د بهرنيو ځواكونو له لوري د طالبانو سره د همكاري په تور بيول سوي ؤ چي نن ورځ د سولي د ولايتي شورا او د دې ولسوالۍ د مسئولينو او قومي مشرانو په همكاري راخوشي شو.