کور / تازه خبرونه / په غزني او وردګ کي دماين چاودنو مرګ ژوبله واړوله

په غزني او وردګ کي دماين چاودنو مرګ ژوبله واړوله

دغزني درشيدانوولسوالۍ امنيه قومندان ( امين )  او ددې ولسوالۍ اووه عسکر دطالبانو لخوا د ښخ کړه سوي ماين په چادونه کي وژل سوي دي ، دا خبره ذبيح الله مجاهد رسنيو ته وکړه .


نوموړئ وايي درشيدانو ولسوالۍ مرکزته نژدې نن تر غرمې مخکي ۱۱ بجې دقومندان  امين پر موټر ددوی لخوا ښخ کړل سوی ماين وچاودېد چي پخپله قومندان او ۷ عسکر يې وژل سوي او دوه نور عسکر ټپيان دي .


دمعلوماتوله مخي قومندان امين دتخارولايت اوسېدونکی وو، نوموړي اوسمهال دغزني په رشيدانوولسوالۍ کي دامنيه قومندان په توګه دنده لرله . د غزني دولتي چارواکو پېښه منلې ده خو وژل سوی کس يې ددې ولسوالۍ دوهم څارون معرفي کړئ دی او وايي چي دده سره په دې پېښه کي يوازي دوه پوليس وژل سوي دي .


بله خوا بيا د میدان وردګ ولايت څخه په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي د ماين په يوه چاودنه کي د يوې کورنۍ څلور ماشومان ووژل . د ميدان وردګ والي وياند په وينا دسیمې دیوه تن اوسیدونکي بزګر سیدمختار بچیانو په خپلوځمکو کې مالونه څرول چې ماین پرې چاودیدلې دي چې له امله دبزګر درې زامن
۱۶ کلن، ۱۴ کلن،۹ او بله ۷ کلنه لور یې ځای پرځای ووژل سول.