کور / هراړخیز / دترانسپورټ سره د یوه ځانمرګي بریدګر بيه دوه لکه پاکستانۍ روپۍده او اړوند تبصره

دترانسپورټ سره د یوه ځانمرګي بریدګر بيه دوه لکه پاکستانۍ روپۍده او اړوند تبصره

aracozia@yahoo.com


يادونه : ددې ليکني تر خپرېدو يوه ورځ وروسته لراوبر ته ددې موضوع په اړه تبصره راغلې ده چي ددې ليکني په پای کي خپريږي .


ځانمرګي برید په افغانستان کي یوه نوې پدیده ده چي سر چینه یې د روسي اشغال سره لګیږي. د روسانو د اشغال پر مهال د اسلامي نړۍ ټوله ترهګر، مجرمین، جاسوسان، قاتلان، مجاهدین او نور… د غرب او عربي امیرانو په اجازه افغانستان ته د سره پوځ سره د مقابلې لپاره راواستول سوه. له منځني ختیځ څخه د راغلو کسانو په منځ کي درې کسان غورا مشهور دي چي دوو یې اوس ابدي نړۍ ته کډه کړې لکه عبدالله عظام او اسامه بن لادن خو  ایمن الظواهري چي لا تر اوسه ژوندی دئ فکر کوم د پاکستان په کوم نظامي چوڼۍ کي به یې پنا اخیستي وي.


په  لومړی ځل په افغانستان کي ځانمرګی  برید د همدغو ښاغلو د ډلي  له خوا یا په بله وینا د القاعدي  له خوا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر پر ۹ د شمالي ټلوالي پر مشر احمدشاه  مسعود د دو عربو له خوا چي د  خبریالانو په نامه یې تر ده پوري ځانونه رسولي وه وسو او هغه یې وواژه. تر هغه وروسته په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ م کلونو کي یو یو ځانمرګي برید تر سره سو چي وروسته نو د افغانانو او لویدیځوالو لپاره د سر خوږی او د پاکستانیانو لپاره خورا ښه او ګټور تجارت سو.


 لومړی ځان مرګي او دا وروستي دوه چي یوه یې احمد ولي کرزی وواژه او بل یې پروفیسر  رباني د افغانستان په معاصر تاریخ کی خورا د اهمیت وړ دي چي د افغانستان او د سیمي اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او کلتوري لور یې وټاکه. دا چي دا لوری به د افغانانو په ګټه تمام سي که په تاوان زه نه په پوهیږم خو دونه ویلای سم چي د سیمي او افغانستان لپاره یې تر اوسه ښه زیری نه دئ راوړئ.


 د ۲۰۰۸ م کال په اخیرو کي چي کله  زه د جمهوري ریاست د تاریخ او تحلیل د امریت امر وم یوه  ورځ د امنیت شورا د دفتر له ریس سره دده په دفتر کي ناست وم چي سکرتر یې دروازه وټکول او دفتر ته را دننه سو او د ریس مخ ته یې پر میز یوه دوسیه کښېښوله. ریس دوسیه خلاصه کړه او په لوستلو یې شروع وکړه او تر یو څه ځنډ وروسته یې مخ ما ته راواړاوه او په موسکا يې ویل: ډېر جالب راپور دئ. ما ور څخه وپوښتل د څه شي په اړه؟ ده وویل په وزیرستان کي یوه ملا دونه ځانمرګي تولید کړي دي چي د یوه ځانمرګي بیه یې دوه سوه زره پاکستانۍ کلداري ایښې ده او په همدې دوه لکه کلدارو کي د ترانسپورټ مصارف هم شامل دي او د افغانستان په هر ګوټ کي چي یې غواړي هلته یې در رسوي. راپور رښتیا هم جالب او هم زړه دردونکی وو. تر هغه وروسته چي کله مي د یوه ځانمرګي خبر اورېدلی دئ نو سترګو ته مي هغه راپور درېدلی دئ.


حاجي  جانان زموږ تربور دئ د کندهاریانو په اصطلاح ښه خان دئ، د دوبۍ کاروبار کوي او د کوټي په لیاقت بازار کي خورا ښه او لوی دوکانونه لري. دده شپاړس کلن زوی په کوټه کي د کالج محصل وو او تر درس وروسته به یې له خپل پلار او ورونو سره په دوکانونو کي مرسته کوله، خو پلار ته یې فکر پیدا سو چي نور به د دوکان پر ځای مدرسې ته د دیني زده کړو لپاره ځي. پلار یې له خپلو دوکانو سره په نژدې مدرسه کي شامل کړ، هلک هره ورځ مدرسي ته تلی او راتلی خو تر دوي میاشتي وروسته یو ناڅاپه ورک سو. پلار او نورو دوستانو چي هر څه لټاوه درک یې نه وو خو یو چا ورته ویلي وه چي هغه د جهاد لپاره افغانستان ته تللی دئ.


      زه  له کابل څخه په رخصتي کندهار ته تللی وم له پلار سره مي ناست وم چي د پلار ټلیفون ته مي زنګ راغئ. تر ټلیفوني  خبرو وروسته مي پلار وویل چي حاجي جانان  له پاکستان څخه راغلی دئ اوس  زموږ کور ته راروان دئ وایي زوی یې افغانستان ته د جهاد لپاره راغلی  دئ او د هغه په پیدا کولو کي له موږ  څخه مرسته غواړي. حاجي جانان شپه زموږ کره تیره کړه او د شپي مي له بابا سره د زوی د لټولو پر لارو چارو ږغېده او سهار نو د خپل زوی په لټولو پسې کېدئ. د سهار پر نهاري ناست وو چي د غبرګو چاودنو ږغونه مو واورېده او ورپسې د سپکو توپکو ډزي. موږ ټوله حیران او خواشیني سو او د خیر خیر دعا مو کوله، خو درویش صاحب وایی:


چي مور یې لاس پورته کوي د زوی ځیګر زخمي سي


کله په منډه کي سي غشي تر دعا له مخي


   دا وخت نو غشي تر دعا مخکي سوی وو او لا د وړاندي د څو افغانانو له سینو وتلی وو. تقریبا نیم ساعت وروسته حاجي جانان ته له کوره (کوټي) څخه ټلیفون وسو چي یو کس موږ ته د طالبانو د ویاند په نامه ټلیفون وکړ ویل یې چي په خپل زوی پسي نور مه ګرځي هغه نن په کندهار کي د هغي ډلي غړی وو چي نن سهار یې د خاص نظم د پولیسو پر قوماندانۍ حمله وکړه او په شهادت ورسیدئ.


د حاجي جانان د مخ بڼه والوته او ستونی یي ومښتئ په سلګو یې دغه  غمګین خبر موږ ته ووایه. ما ورته ددغه ملا کیسه وکړه چي د یوه ځانمګري  قیمت یې دوه لکه کلداري ایښی دئ. ده تر شونډو لاندي وویل کاشکي یې زمازوی راکولای سوای ما به ورته میلیونونه ورکړي وای.




له ترانسپورت سره دیوه فدايي دقربانۍ بدل فردوس جنت او الهي رضا ده

زخمي افغان dilahk_nahk@yahoo.com



په دې وروستیو کې مې په ازادو ویب پاڼو کې یو ه لیکنه ولوسته ، چې عنوان یې وه ،( له ترانسپورت سره دیوه ځانمرګي بریدګر قیمت دوه لکه روپۍ دی ) دا لیکنه دغلام ولي نوري په نامه یوه کاناډا میشتي لیکوال لیکلي وه ، او داستشهادي مجاهدینو سپکاوی یې په کې کړی وه ، غلام ولي چې اوس کاناډايي درقبول شو ی ، یوه وخت دکندهار او کابل په ډالر بازار کې یو ټیټ پوړی تنخوا اخیستونکی وه ، چې له کناډایانواو امریکایانو سره په تر جماني ، د خارجي ژورنالیستانو دلالي ، دارګ مطبوعاتي باشي توب او داسې نورو دندو باندې مصروف وه ، دبهرنیانو دې هرکاره خدمتګار دخپل اخلاص له مخې دامریکایۍ جاسوسې ( سارا چیس ) چې په کندهار کې دقومي نفاق دپارولو لپاره رالیږل شوې وه ، لیکل شوی کتاب هم پښتو ته واړاوه ، ترڅو دلته دقومي نفاق په پارولو کې کارنده رول ولوبوي دغه راز یې له بهرنیانو سره دیوه بل استخباراتي قرداد په ترڅ کې په کندهار کې دوژل شویو حکومتي چارواکو اوږد لیست هم تیار کړ، چې دبهرنیانو هر وژل شوی ، جاسوس ، اجیر او مزدور چارواکی په کې دیوه قوم لوی سړی بلل شوی دی .


تېر کال چې کاناډایي پوځونو له کندهار څخه وتل پیل کړل ، نو دکاناډا حکومت یوه چارواکي ویلي وه ، چې دوی به دخپلو پوځیانو سره یوځای خپل هغه افغان تنخواخواره هم کاناډا ته پارسل کړي چې په تیرڅوکلن اشغال کې یې ددوی چوپړ کړی دی ، ښایي غلام ولي هم په همدې ټېل کې له سمندرونو اوښتی وي ، چې اوس له کاناډا څخه انلاین دی ، په هرحال


غلام ولي په خپله تازه لیکنه کې چې پریمانه ګرامري او املایي تیروتنې لري ، له پیله احساساتي شوی دی ، او دافغانستان ویاړمن جهاد او مجاهدین یې مسخره کړې دي ، نوموړي دخپلې لیکنې په پيل کې ، دشوروي ضد جهاد مجاهدین ( داسلامي نړۍ ترهګر ، مجرمین ، قاتلان ، جاسوسان او مجاهدین !!؟ ) بللي دي ، چې ماته دخپل ډول یو نایاب قضاوت وبریښېد .


ورپسې غلام ولي خپل مطلب ته راغلی او دافغانستان دروان جهاد په استشهادي اتلانو پسې یې خوله خلاصه کړې ده ، دنوموړي دلیکنې ټوله خلاصه چې یوه مدعا او یودلیل ترې جوړیږي ، په خپل منځ کې ژور تناقض لري او خبرې یې په خپله ردیږي .


نوموړي لومړی دعوه کړې ده ، چې دمجاهدینو یو فدایي یوازې ددوو لکو روپیو په بدل کې فدایي حمله کوي ، ده ویلي دي چې داخبره یې هغه مهال کشف کړې کله چې په ارګ کې ددندې په مهال یې یو پټ راپور له نظره تیر شو ، دخپل دې مدعا داثبات لپاره نوموړي دیوه کندهاري سرمایه دار سړي حاجي جانان چې دده په وینا ډیر پیسه دار دی ، دزوی کیسه کړې ده ، چې په کندهار کې یې دنظم عامه په قرارګاه استشهادي حمله وکړه ، او مایي پلار ته وویل چې دا حمله یوازې ددوو لکو روپیو په بدل کې کیږي ، خو پلار یې ویل چې ما به تردې ډېرې ورکړې وې حمله به یې نه کوله .


دخندا وړ همدا ځای دی چې غلام ولي دلته وروستۍ خبره څنګه له لومړنۍ سره کوشیروي ، که فدایي حمله دپیسو لپاره یاد غربت له وجې کیږي ، نو بیا د کندهار دستر سرمایه دار حاجي جانان زوی ولې ورته اماده کیږي ، آیا هغه پیسو ته ضرورت درلود ؟ ؟؟


دلته نو ویلی شوچې ( صدق وهو کذوب ) غلام ولي چې خدایزده دکوم شیطاني تبلیغاتي ماموریت او چوپړ لپاره یې قلم را اخیستی دی ، دلته ددې په ځای چې خپل مدعا رښتیا کړي ، خپل شیطاني اند یې په خپله رد کړی ، او اوس هر لوستونکی له لیکنی زده کوي ، چې استشهادي عملیات هیڅوک هم د دوه لکو یا تردې زیاتو روپیو یا دنیایي ارمانونو لپاره نه ترسره کوي ، ځکه که یې دکوم دنیایي هدف یا پیسو لپاره کولای ، نو دکندهاري تجار حاجي جانان نازولي زوی ته خو دا هرڅه اماده وه ، او هر دنیایي نعمت ته یې لاسر سی درلود .


غلام ولي ته باید ووایم چې هغه دفارسي شاعر په خبره ( هر هوسناکې نداند جام وسندان باختن ) په کناډایي بیسونو ، ګزمو ، او لرګینو ټاپریو کې لوی شوی ترجمان ، چې یو لسیزه د صلیبي عسکرو په خلطه یي خوړو تغذیه شوی وي ، دګرین کارت په مټ یې ځان غرب ته رسولی او دنایټ کلب هوسراني یې وروستی مصروفیت وي ، هغه به څنګه درښتینی الهي ، عقیدوي عشق له نړۍ څخه معلومات ولري ، چې ترهغه ورلوړ دعشق ، ایثار او وفا بله مرحله نشته .


په زغرده باید ووایم چې استشهاد هغه څه دی چې هرچاته حق نشته ، چې خوله په کې خلاصه کړي ، استشهاد( شهادت غوښتنه ، له دین څخه ځان ځارونه ) له دین سره دمیني او ایثار وروستی حد دی ، او هغوی چې ددین تر لومړي حده یې نظر نه رسیږي ، نه باید چې په لوړو ښاخو کې وغږیږي


نن سبا دانټر نیټ له پراخېدو سره هرچاته دخبرو وار رسیدلی دی ، او هر څوک کولای شي په ازاده توګه لیکنه وکړي ، نظر ورکړي او تبصره وکړي ، په دې ترڅ کې ترټولو مهمه خبره داده چې دلیکنې لیکوال باید لږ دخپلو پښو او بړستنې کچ او میچ ته پام وکړي ، خپلې خبرې باید پوره سنجولې او دخپل همت ، استعداد اومیړانې په اندازه وکړي ، هغه چې د ګرین کارت لپاره یې لس کاله ایمان په ترخه کې ایښی وي ، که دکندهارد خان او سرمایه دار په سرلوړي مؤمن فدایي زوی پسې بدې خبرې لیکي او په غیرموجهه توګه یې دپیسو په اخیستلو تورنوي ، (دابه بیخي لویه نا ځواني او نامردي وي ).


يادونه: د لومړنۍ ليکني او د هغې پر اساس د خپري سوي تبصرې د ليکوالو برېښناليک پتي هم ليکل سوي دي ، هر لوستونکی که په دې اړه تبصره او نظر لري ، لراوبر ته د راليږلو پر ځای دي يې لطفاًپخپله ددغو موضوعګانو له ليکوالوسره شريک کړي .