طالبانو دقومي مشر انجنير ميرويس د وژني تور رد کړ
شپږورځي وړاندي په ميدان وردګ ولايت کي يوتن قومي مشر انجینرمیرویس ،دسیدآباد ولسوالي دحسن خیلو دسیمې اوسیدونکي دیوه مسلح کس له لوری په ډزو وویشتل شو او ووژل شو. دنوموړي له وژل کیدو پړه دولتي چارواکو پر طالبانو ور اچولې وه خو نن طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته وويل چي نوموړی د طالبانو لخوا نه دئ وژل سوی ، طالب وياند وايي په دې اړه يې پلټني بشپړي سوي او له پايلي څرګنده سوه چي انجینر میرویس ددوی حامي او خواخوږی و خو دخپلې شخصي تربګني دبدو له امله ویشتل شوی او وژل شوي وو.
دنوموړي فاتحه د هغه د کورنۍ لخواد روان کال د عقرب په یوولسمه نېټه، د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین له یوې نیمې څخه تر درې نیمو بجو پورې د څلورمې کارتې د شیرشاه سوري په جامع جومات کې اخستل کيږي .