بګرام: يو قومي مشر د سولي پروسې له لاري خوشي سو

د لراوبر اداره | نوومبر 2nd, 2011


د کندهار ولايت د ارغنداؤ ولسوالۍ يو تن قومي مشرچي څه باندي ١٥ مياشتي يې د بګرام په پوځي زندان کي تيري کړي وې نن د سولي د پروسېله لاري خپل خپلوانو ته وسپارل سو.


د کندهار مطبوعاتي  دفتر لخوا لراوبر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي د حاجي رازمحمد په نوم دغه قومي مشر  د ارغنداؤولسوالۍ د حاجيانو کلا اوسېدونکى دى د وسلوالو مخالفينو سره د اړيکو درلودلو په تور د ګډو ځواکونو لخوا نيول سوى و.


نوموړى له ١٥ مياشتني بند وروسته د ولسوال، په کندهار کي دسولي ولايتي شورا او ګڼ شمېر قومي مشرانو په هلو ځلو راخوشي سو او ننپه دې ولسوالي کي د يو لړ خاصو مراسمو پرمهال د کورنۍ غړو او دوستانو ته وسپارلسو.


د ارغنداؤ ولسوال حاجي شاه محمد احمدي وويل هڅه يې داده څو د ولسوالۍ ټولو وګړو ته يو مسؤن او ارام چاپيريال رامنځته کړي او ټولي هغهستونزي چي دامهال د کليوالو په مخکي پرتې دي حل کړي.


د هغه په وينا چي خلک يې د سولي د کاروان سره مل دي او له ټولو هغو ستونزو او مشکلاتو سره به چي مخي ته يې ورځي په کلکه او تر وروستي حده مبارزه کوي.


احمدي زياته کړه چي حاجي رازمحمد په سيمه کي يوبانغوذه قومي مشر دى او د هغه خوشي کېدا به په سيمه کي د امنيت د ټينګښت او د سوليپروسې د پياوړتيا سره لا زياته مرسته وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024