کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان دولت او خلکو ته د خطر يو بل زنګ

افغان دولت او خلکو ته د خطر يو بل زنګ


سې شنبې ماپښين ۶ نومبر ۲۰۰۷ د بغلان ولايت د قند له فابريکې سره يوه درنه چاودنه وشوه چې له امله يې د افغانستان د پارلمان د شپږ تنو غړو په ګډون شاوخوا څلويښت تنو خپل ژوند له لاس ورکړ او شاوخوا اتيا تنه نور ټپيان شول،چې د پيښې زياتره قربانيان د ښوونځيو زده کوونکي او عام وګړي بلل شوي دي .



په دغې پيښې کې د افغانستان د ملي شورا غړيو هر يو   د اقتصادي کميسيون مشر  سيد مصطفی کاظمي،د کابل استازي حاجي عارف ظريف ،د تخار استازي صبغت الله ذکي،د کونړ استازي صاحب الرحمن ،د هلمند استازي انجنير عبدالمتين او د کندز استازي نازکمير خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،دغه راز دوه تنه نور يې سخت ټپيان شويدي .



که څه هم تر دې مهاله ددغې پيښې پړه هيچا او يا کوم سازمان پر غاړه نده اخيستې خو دا پيښه پخپل ذات کې تر ټولو خونړۍ وه .


تر دې مهاله د افغانستان د ملي شورا غړو ته په دې اندازه درنه مرګ ژوبله نه وه اوښتې،او د پوهنې د وزير په وينا دغه پيښه د هېواد د معارف په تاريخ کې تر ټولو بده او خونړۍ هغه  ده .



مخکې تر دې د زياتره ځانمرګو بريدونو او چاودنو مسؤليت طالبانو پر خپله غاړه اخيست،خو دا ځل يې په لمړي سر کې په دغې پيښې کې لاس لرل رد کړي ،بلخوا ويل کيږي چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب ګوند په بغلان ولايت کې ځواکمن او د زياتو پلويانو لرونکی بلل کيږي،خو ددغه ګوند چارواکيو لا له مخکې د ځانمرګو بريدونو تر سره کول رد کړي و او په وروستۍ پيښه کې يې لاس لرل هم په کلکه رد کړي دي .اوس پوښتنه دا ده چې دغه چاودنه د چا لخوا او په کومه موخه را منځ ته شوې ،او ددې پيښې په رامنځ ته کيدو سره به د کرزي حکومت له نويو ننګونو سره مخامخ نه وي ؟



افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د يوې خبري غونډې پر مهال د پيښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله غمرازي وښوله ، هغه پيښه يې په کلکه وغندله او ويې ويل چې پدې اړوند د څېړنو مقدماتي چارې پيل شوي،چې أيا دا د امنيتي چارواکو بې پروايي وه او که کوم بل څه ؟


په تېرو وختونو کې هم د افغانستان د دولت وزيران او ملي شورا غړي د نا معلومو وسله والو کسانو لخوا وژل شوي،او افغان امنتي چارواکيو يې د پوره پلټنو او څيړنو ژمنې کړې وې خو بيا تر لږ مودې وروسته يې څوک پاڼه هم نه اړوي .خو ښايي چې دا ځل هسې نه وي  ځکه ولسمشر کرزي ژمنه وکړه چې پدې اړه به جدي پلټنې کيږي،او پايلې به يې پخپله اعلانوي .



لکه څنګه چې د بغلان د چاودنې عيني شاهدانو او خبري رسنيو ويلي په هغه پېښه  کې زياتره قربانيان د ښوونځيو زده کوونکي او ښوونکي و،چې د ويناو له مخې دا هېواد د معارف په تاريخ کې تر ټولو دردونکې او زړه بوږنونکې  پيښه وه .


په افغانستان کې له پخوا څخه  دا دود دی چې د ميلمنو د هرکلي لپاره زده کونکي او ښوونکي د هغوی مخې ته ورځي،او د ځينو اړوند چارواکو په أند دغه راز فعاليتونه د پوهنې خواته  د ميلمنو د پام وراړولو لپاره هم تر سره کيږي .خو تېره ورځ د پوهنې وزير خبري رسنيو ته وويل چې نور به زده کوونکي او ښوونکي د هيچا هر کلي ته نه ور ليږي ، او هيله ده چې دغه هوډ عملي بڼه هم خپله کړي . 
 
د تيرو دوو کلونو په بهير کې د ناامنيو ګراف په پرله پسې ډول لوړ شوی دی او پدې وروستيو کې يې بيسارې چټکتيا موندلې.ملګرو ملتونو هم د يوې سروې له مخې ويلي چې سږ کال په افغانستان کې د نا امنيو ګراف شل سلنه لوړ شوی دی .



چې لاملونه يې کورني او بهرني په ګوته کيږي، په بهرنيو عواملو کې يې تل د يو شمېر هيوادونو نومونه ياديږي،او پر يو شمېر ګاونډيو هېوادونو خو دا تورونه هم شته چې د دولت مخالفينو ته وسلې او چاوديدونکي مواد په لاس ورکوي چې بيا دا شان تورونه  د هغوي لخوا پخپل وار رد شوي دي .


په کورنيو لاملونو کې د اداري فساد ،د امنيتي چارواکيو په تېره بيا د پوليسو لږ تجربه او کمزورتيا او ددوي په وينا د کافي او لازمو وسلو کمښت او نه شتون او داسې نور ياديږي .


د بغلان د وروستۍ پيښې يو شمېر عيني شاهدانو هم تر چاودنې وروسته د پوليسو او امنيتي کسانو لخوا پر خلکو د ډزو کولو خبرې کړي،چې دا هم د هغوی پر لږې تجربې او په سم وخت د وسلې د نه کارولو دلالت کوي .


وروستۍ پيښه د افغان دولت له پاره د خطر يو زنګ هم بلل کيدای شي ،هغه دا چې پدې پيښه کې طالبانو او د حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب خپل لاس درلودل رد کړي ،نو دا بريد د چا او کومې ډلې لخوا ترسره شوې ؟


دولت ته ښايي چې  ژر تر ژره ددغه راز پيښو په مخنيوي کې خپلو هڅو ته زور ورکړي .په سيمه کې له خلکو سره خبرې وشي،د هغو ستونزې واوريدل شي .سيمه ايز امنيتي چارواکي وڅارل شي ،د تېروتنو پر مهال نيول او سزا ورکړل شي .



معلومه ده چې د جګړې له لارې هيڅ يوه خوا هم برياليتوب ته نشي رسيدای،او ښايي دا اوس ټولو ته ثابته شوي وي چې يواځې پر جګړې ټينګار، د افغان ولس لا نور ځورل او د نورې خوارۍ او بې وزلۍ خواته کشول دي .


دغه راز د هوايي بمباريو او ډله ايزو عملياتو په بهير کې عامو  وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل،بي روزګاري،د سالمو بوختياو کموالی او په لسګونو داسې نورې مسئلې په هېواد کې د نا امنيو د زياتوالي لاملونه ګڼل کيږي ،چې ددې ټولو ستونزو له منځه وړل  د افغانانو ګډو هڅو ته اړتيا لري .