کويټه: په کويټه چمن بين المللي لار د مسافرو لوټنه شروع ده

مالک اڅکزی - کوټه | نوومبر 3rd, 2011


د کوټي چمن په لويه لاره د مسافرو، ټرانسپورټرانو، ټرکونو، لويو ګاډو، مني بسونو او کوچنيو موټرونو سخه د پيسو اخيستنه مخ په وړاندي روانه ده او هره ورځ په کوټه چمن بين المللي لويه لار د پاکستاني دولتي مليشو، پوليسو، کسټم، ليويزو له خواد اولس د تنګولو او د هغوي تلاشي کولو په بهانه د دوي سخه د پيسو اخيستلو لړي روانه ده دلته د يو قامي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي په وينا چي په خپل خبر ليک کي وايي د پاکستاني دولتي ادارو او استخباراتي شبکو په مرسته پورتني دولتي مليشې پوليس کسټم او ليويز پر لويه لاره د تګ راتګ په مخ کښي مشکل دي او ددې په ځاي چي دوي و اولس ته تحفظ ورکړي دوي په خپله د اولس جيبي خرڅونو په لوټلو ګمارل سوي دي هغوي زياته کړه که چيرته دولتي مليشو، پوليسو، کسټم او ليويزو د اولسي وګړو سخه د پيسو اخيستلو او ټرکونو، ټرالرونو، وړو او لويو ګاډو سخه دلوټولو دغه دنده بنده نه کړه نو به نوموړي ګوند د دولت په زد سخت احتجاجي تحريک چلولو ته اړ سي هغو د سيمي سخه ټاکل سوي دولتي مشران، سينيټران، د صوبائي اسمبلي او قامي اسمبلي غړي په سخته و غندل چي دوي هم د خپلو جيبونو دډکولو په شوق کي د اولس لوټولو په دولتي دسيسو سترګي پوټي کړي دياو بل لور ته د کوټي چمن په لويه لار اولس د غلو، اغواکارانو، او وسلوالو ډلو له خوا تنګول هم د پاکستاني استخباراتو او دولت په خوښه کيږي

Copyright Larawbar 2007-2024